افغانستان

د افغان دولت د سولې پروسه کومې نیمګړتیاوې لري؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۶): هافنګټون پوسټ ورځپاڼې په کابل کې د اروپايي اتحادیې د دفتر سلاکار (بین اچسن) یوه مقاله خپره کړې چې د افغانستان د سولې په تړاو یې لیکلې.

لیکوال د (نه پوځي حل شته او نه مذاکرات؛ اخیر به څه کیږي؟) تر سرلیک لاندې په دې مقاله کې د افغان دولت د سولې د کوښښونو نیمګړتیاوې رابرسېره او څیړلي دي.

ښاغلی اچسن لومړی د سولې د خبرو اترو په ضرورت غږیدلی او د جګړې له لارې يې د طالبانو ماتول ناشوني ګڼلي. د نوموړي په باور دا یو تریخ حقیقت دی چې پالیسي جوړوونکي د «جګړې ګټلو» هدف له ذهنه وباسي او ټول په یوه خوله د «سولې ګټلو» ته ژمنتیا وښيي.

نوموړی وايي چې که څه هم له طالبانو سره د یو سیاسي مشارکت لپاره خبرې اترې به «د زهرو یو غړپ» وي، خو په وینا یې؛ د سولې په لار کې دا اوس یو اړین ګام دی.

د لیکوال په اند افغان دولت په دې قانع دی چې جګړه د حل لاره نه ده خو نه یوازې دا چې له طالبانو سره رسمي مذاکراتو ته تیار نه دی، هغه ابتدايي مراحل یې هم نه دي طی کړي چې د مذاکراتو لپاره زمینه سازي کوي.

لیکوال (بین اچسن) د شمالي ایرلنډ، کولمبیا، اندونیزیا او نورو هیوادونو مثال وړاندې کوي چې تر رسمي خبرو اترو مخکې لومړی په خپل مینځ کې په یو واحد دریځ راغونډ شول، بیا د غیر مستقیمو روابطو، ابتدايي خبرو اترو، اوربند او نورو اقداماتو وروسته رسمي مذاکراتو ته داخل شول.

نوموړی لیکي چې په یادو هیوادونو کې طرفینو د مذاکراتو له پیل وړاندې په دې هم بحثونه کړي و چې که فرضا د سولې دښمنان دا پروسه په نیمايي کې تخریبوي، دواړه لوری به ورسره څرنګه تعامل کوي. دغه راز یې په دې هم خبرې کړې وې چې د طرفینو مطبوعاتي ژبه باید څرنګه وي.

خو د مقالې لیکوال زیاتوي چې د افغان دولت د سولې پروسه نه یوازې دا چې د یادو اساسي او ابتدايي ګامونو له فقر سره مخ ده، نورې نیمګړتیاوې او کمۍ هم لري.

ښاغلی اچسن وايي چې افغان دولت ته پکار ده چې د سولې په خطاب کې د تسلیمۍ لهجه پریږدي او په باور یې؛ اوسمهال «سوله» او «تسلیمي» مترادف الفاظ ګرځیدلي.

لیکوال دا هم ویلي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د طالبانو د بدنامولو لپاره دومره پراخ تبلیغات وشول چې اوس له هغوی سره خبرې او جوړجاړی کول خیانت ښکاري. نوموړی وايي چې د سولې لپاره اړینه ده چې د طالبانو اړوند دغه ذهني تصور بدل شي او له مخالفو وسلوالو سره مازې خبرې کول ستونزه ونه ګڼل شي. لیکوال زیاتوي چې د طالبانو غوښتنې اوریدل خیانت نه بلکې که څوک یو واقعي حل غواړي نو د هغوی غوښتنې باید درک کړي.

د مقالې لیکوال د طالبانو د سیاسي مشروعیت په اړتیا هم څرګندونې کړي او دا یې اړینه بللې چې د طالبانو په سیاسي مشروعیت اعتراف وشي ترڅو په یوې سولییزې فضا کې مذاکرات وکړي.

نوموړی وايي چې د سیاسي مشروع جهت په توګه د طالبانو د پيژندلو معنی دا نه ده چې دولت دې د هغوی له سیاسي پالیسۍ سره موافقه وکړي، بلکې لږ تر لږه طالبان هم دا حق لري چې د خپل ځان لپاره یوه ځانګړې پالیسي ولري او په همدغه حق یې باید اعتراف وشي.

لیکوال وړاندې لیکي چې که چیرې د طالبانو سیاسي لیدلوری لغوه کیږي نو په ضمني ډول دا معنی لري چې طالبان د یوې پر امنه ټولنې په نورو برخو کې هم نه شي زغمل کیدی. نوموړی باور څرګندوي چې د طالبانو په سیاسي مشروعیت قایلیدل هغوی هڅوي چې په جګړییز موقف کې نرمي وښيي.

ښاغلی بین اچسن په دولت کې د سولې په تړاو د یو واحد نظر نشتون بله نیمګړتیا بللې او زیاته کړې يې ده چې په اوس وخت کې هیڅ دولتي چارواکی په څرګندو الفاظو له «سولې» څخه سم تعبیر نه شي کولی. نوموړی وايي چې ترڅو افغان دولت د سولې په اړه دغه پاشلي نظریات توحید او تصحیح کړي نه وي «سوله یو خیال او محال دی».

لیکوال د منځګړو اهمیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان په قومي او سیاسي جوړښت کې ډیر بې پرې خلک شته چې د منځګړتوب رول په ښه توګه ادا کولی شي خو تراوسه پرې نه چا اعتماد کړی او نه دوی پخپله توانیدلی چې لاس په کار شي.

لیکوال (بین اچسن) وايي چې د باور او اعتماد نشتون یوه لویه ستونزه جوړ کړې او طالبان د دولت د سولې پروسې صداقت ته د شک په نظر ګوري. لیکوال لیکي چې د رښتوني مذاکراتو لپاره د دغې نظریې بدلولو ته اړتیا ده او وړاندیز کوي چې باید د اعلامیو، رسنیو، مطبوعاتو او مقالو له لارې داسې اشارې ورکړل شي چې د مقابل لوري شکونه راکم کړي او د دولت په صداقت او رښتونولۍ يې باور پیدا شي.

د مقالې لیکوال د طرفینو ترمینځ د اعتماد جوړونې اقدامات مهم بللي او په دې برخه کې يې افغان دولت ته وړاندیز کړی چې په محدودو سیمو کې اوربند اعلان کړي او داسې وښيي چې ګویا له مخالفینو سره مذاکرات کیدونکي دي او جوړجاړی ممکن دی. د لیکوال په وینا دا چاره په خلکو کې د سولې هیلې او باورونه راټوکوي او مقابل لوری هڅوي چې د ښه نیت ښکارندويي وکړي او سولې ته ژمنتیا وښيي.

لیکوال (بین اچسن) د سولې لپاره د دولت په تشویقې ژبې هم څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې سره له دې چې په طالبانو همیشه دا غږ کیږي چې د مذاکراتو مېز ته حاضر شي خو د دې هدف لپاره تشویقي اسباب په لاس کې نشته. لیکوال وړاندې لیکي چې په اوس وخت کې هیڅ دولتي چارواکی لږ تر لږه د سولې یوه طرحه د مېز په سر نه شي ایښودلی، د داسې طرحې شتون خو ډیر لرې دی چې طالبان تر هغه حده وهڅوي چې له منلو پرته یې بله لار ونه لري.

لیکوال ټینګار کوي چې که افغان دولت د طالبانو د غوښتنو په اړه کافي معلومات ونه لري، ډیره مشکله به وي چې هغوی په دې قانع کړي چې کوم اهداف د جګړې له لارې غواړي، په ډیر لږ قیمت یې د خبرو په میز ترلاسه کولی شي.

د مقالې لیکوال په دې باور دی چې په افغان دولت کې سیالي او رقابتونه اوج ته رسیدلي او د سولې هڅې په کې اسانه تخریبدی شي او داسې مشران نشته چې له ډار پرته په جرئت د سولې د دښمنانو په وړاندې ودریږي.

نوموړی وايي چې د یادو ګامونو په اخیستلو سره افغان دولت کولی شي چې د سولې یوې عملي پروسې ته لار پرانیزي او په وینا یې؛ که څه هم په خبرو ټینګار ښه خبره ده خو دولت باید تنها خبرو ته په حاضرېدو باندې ټینګار ونه کړي او په دې وپوهیږي چې سوله تر څو غونډو او ناستو ډیر لوی مفهوم لري.

لیکوال (بین اچسن) د خپلې مقالې په پای کې لیکي چې د رښتوني سولې لپاره یوه کامیابه پروسه پکار ده او په وینا یې له دې څخه پرته د کامیابو پایلو د لاسته راوړلو توقع بې ځایه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

که مونږ د دغه خارجی نسبتا کم عمره خارجی ځوان ( چه د کوم هیواد دی ) لیکنه د ژور تحلیل لاندی ونیسو ، لاندی ارزونه یی کولای شو : لمړی : د دغه لیکونکی د حق دومره وینا او د حق نسبی یادونه که په یو نااشغال شوی هیواد کی د هغه هیواد خپل منځی ستونزه وی غنیمت او د ستاینی وړ وړاندیزونه او معلومات یی وړاندی کړی زمونږ د غلامی اداری تر ناوړه او فاسدو چارواکو هم ښه دی ( که امریکا هم سوله وغواړی دغه غلامان سوله نه غواړی ښه مثال یی کرزی چه د قطر د… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)۰

سوله یوازی په امریکا پوری تړاو لری که چیری دا شیطانه امریکا واغواړی سوله راسی هیڅ څوک یی مخه نه سی نیولای خو اوس خبره دلته ده چی دا خدای شرمولی امریکا هم اوبه خړه یی او هم وایی چی پکی ماهی اونیسی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x