افغانستان

نن د ولايتي شوراګانو د نوماندانو ټاکنيزې مبارزې پيل شوې

نن ټکى اسيا: د دوه نيم زره شاوخوا نوماندانو د ټاکنيزو منډو ترړو نن لومړۍ ورځ رسماً پيل شوه.پر همدې موقع د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولين له هغو نوماندانو نه چې په خپلو تحصيلي اسنادو کې کمښت لري، غوښتي چې کمپاين ونه کړي.
د دې ترڅنګ ياد کمېسيون پر نوماندانو غږ کوي، چې د ښار پاکوالى دې په نظر کې ونيسي.
دا په داسې حال کې دى چې په ولايتونو کې ډېرو نوماندانو په تېره بيا ښځينه هغو يې له نا امنۍ سر ټکولى.
ياده دې وي چې دا منډې ترړې به يوه مياشت دوام وکړي، اوټاکل شوې د وري په شپاړلسمه د ولسمشرۍ له ټاکنو سره يوځاى د ولايتي شورا د وکيلانو ټاکنې هم ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x