یو څو اهم اسلامي آداب (9): اتم ادب: دچا کور ته چې ورځې، هلته دنظر دښکته ساتلو ادب

لیکنه: عبد الفتاح ابو غده….

ژباړه: مفتي احسان اللّه …..

8-ادب: دچا کور ته چې ورځې، هلته دنظر دښکته ساتلو ادب

کله چې دیو چا کره کور ته دورتللو اجازت وغواړي، نو ددې به ډير خیال ساتي، چې کور ته دننه ور ونه ګوري او یا هلته دې پر یو ښځه سترګي ونه لګیږي، ځکه دا عیب او بدي ده.

امام ابو داود او طبراني له حضرت سعد بن عباده رضي اللّه عنه نه روایت نقل کړی، چې یو سړی نبي علیه السلام ته راغلی، دروازې ته ودريدی، او په داسي حال کې دورتللو اجازت وغوښت چې ددروازې خوا ته يې ورکتل، نو ده صلی اللّه علیه وسلم داسي ورته وفرمایل: داسي درېږه، یعني ده صلی اللّه علیه وسلم هغه له هغه ځایه لري کړ، او ورته ويې ویل: چې ددروازي له مخه لري درېږه، بیا ده صلی اللّه علیه وسلم وفرمایل: اجازت غوښتل کیږي ددې لپاره چې دسترګو دنظر حفاظت وشي.

دحضرت ثوبان رضي اللّه عنه نه امام بخاري رحمه اللّه په خپل کتاب (الأدب المفرد) کې روایت نقل کړی دی، چې رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم وفرمایل:

لا یحل لامرئ أن ینظر إلی جوف بیت حتی یستأذن، فإن فعل فقد دخل.

ژباړه:

دچا لپاره حلال نه دي، چې بې له اجازت نه دچا کور ته دننه ور وګوري، پس که چا داسي وکړل، نو ګواکي هغه کور ته ورننوت.

یعني له اجازت غوښتلو وړاندي که يې دکور دننه ور وکتل، نو دا داسي دي، لکه له اجازت نه پرته چې يې وکور ته ور داخل شي، او دا کار دهغه لپاره حرام دی.

همدا شان امام بخاري، امام ابو داود او امام ترمذي رحمهم اللّه له ابو هریره رضي اللّه عنه څخه روایت نقل کړی دی، چې رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم وفرمایل:

إذا دخل البصر فلا إذن له.

ژباړه:

کله چې نظر دننه ولګیږي، نو بیا اجازت نشته.

امام بخاري رحمه اللّه له حضرت عمار بن سعید تُجیبي څخه روایت کوي، چې هغه ویل: حضرت عمر رضي اللّه عنه وفرمایل:

من ملأ عينه من قاعة بيت أي ساحته وداخله قبل أن يؤذن له، فقد فسق.

ژباړه:

چا چې داجازت نه مخکي، کور ته دننه ښه په خوند وکتل، نو هغه فاسق شو.

همداسي امام بخاري او امام مسلم او داسي نور دحدیثو امامانو له حضر سهل بن سعد رضي اللّه عنه څخه روایت کړی دی، چې هغه فرمایل: یو سړي دنبي کریم صلی اللّه علیه وسلم دحجري ددروازې تر چوله يې کتل، او درسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم په لاس کې دګَرَوَلُو لپاره یو لرګی و، چې ده مبارک به سر ورباندي ګراوه، کله چې رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم دا سړی دلیدلو په حال کې ولیدی، نو يې وفرمایل: که چیري ماته دا معلوم وای، چې ته دننه ګوري، نو ما به په دغه لرګي په دا سترګه کې وهلی وای، داجازت حکم ده ددې لپاره چې دننه دچا نظر ونه لګيږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.