نړۍ

پاکستان کې د ناثبت افغان کډوالو د ثبتولو لړۍ پیل شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۶): له لنډ ځنډ وروسته يوځل بيا په پاکستان کې ميشت د ناثبت افغان کډوالو د ثبتولو لړۍ پيل شوه، چې د چارواکو په وينا دغه چاره به د روان ۲۰۱۷م کال تر اخره پورې دوام وکړي.

د ورکړل شويو مالوماتو پر اساس په پاکستان کې اوس مهال تر لس لکو پورې افغان مهاجرين ميشت دي، چې په دغه هېواد کې د روان کال ترپايه پورې د پاتې کېدو قانوني اسناد لري، خو پاکستاني چارواکي وايي چې له لسو لکو زيات ناثبت افغان کډوال هم په دغه هېواد کې استوګنه کوي.

په پېښور کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحميد جليلي رسنيو ته ويلي، چې د ناثبت کډوالو د ثبتولو لړۍ تېره ورځ پیل شوې چې ددغه بهیر لپاره په پېښور  کې ٣ ، په نوښار او کوټه کې ٢-٢، په کواټ ، هنګو، مانسهره ،مردان ،دير،هري پور،اسلام اباد ،اټک، مياوالي ،لاهور،سند،لورالايي،پشين،او چاغي کې يو،يو ځاى ټاکل شوى دى).

په پېښور کې د افغان مهاجرينو رياست وايي، چې په دې مرکزونو کې به د اګست له ١٦ د٢٠١٧ کال د دسمبر تر ٣١ نيټې پورې دافغان کډوالود ثبتولو لړۍ روانه وي.

د ناثبت افغان کډوالو د شمير په اړه پاکستان، افغانستان او UNHCR اداره متضادې څرګندونې کوي، خو د جليلي په وينا چې په پاکستان کې د دغه ناثبت شويو افغان کډوالو شمير له ۵- تر ۶ لکو پورې رسېږي.

نوموړی زياتوي، دغه کارتونه د دې لپاره ورکول کېږي چې د ستنېدا پر مهال ورسره مرسته وشي او په پاکستان کې د پوليسو له لوري ونه ځورول شي.

له دې مرکزونو څخه هغه افغانان نوي (ای سي سي) کارتونه اخيستلی شي، چې نوم ليکنه يې نه وي شوي، مهاجر کارت يا پاسپورت ونه لري، په خپله خوښه يې پاکستانی شناخت کارډ حکومت ته سپارلی وي او له هيڅ ډول اسنادو لرلو پرته په دغه هېواد کې اوسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x