افغانستان

کندهار کې طالبانو دوه پوستې نيولي- ۲۴ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۶): د کندهار ولايت په خاکریز ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د دولتي ځواکونو په امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې يې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو له لوري نن ټکی اسيا ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی وسله والو تېره ورځ د يادې ولسوالۍ مربوط د چرغي دوه لارې او تريکاو په سيمو کې د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه ترسره کړل.

طالبان وايي، په دغه بريدونو کې يې له سپکو او درنو وسلو کار اخيستی او د څو ساعته جګړې په ترڅ کې يې دواړه پوستې له دولتي ځواکونو نيولي دي.

طالبانو دعوه کړې، چې په يادو بريدونو کې ۲۴ عسکر وژل شوی چې جسدونه يې لا هم په پوستو کې پاتې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه جګړه کې وسله والو طالبانو دوه رينجر موټر، ۲۱ ميله وسلې او په زياته اندازه پوځي توکي هم نيولي دي.

وخت ناوخت وسله والو طالبان په جګړو کې د خپلو وژل شويو وسله والو راپورونه هم ورکوي، خو وايي په ياده جګړه کې د دوی وسله والو ته هيڅ زيان نه رسېدلی.

يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط د وسله والو طالبانو بريدونه تائيد کړي، خو دولتي ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه يې له جزياتو ورکولو ډډه کړې.

تر دولتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x