fbpx

ايا د بلخ وروستۍ پیښه د تنظیم جنګي بیا ځلیزه پیلامه نه ده؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله

د تیرې دوشنبې په ورځ ښاغلی آصف مومند د مزار شریف په هوايي ډګر کې د بلخ والي جنرال عطاء د شخصي ځواکونو لخوا ونیول شو.

ښاغلی اصف مومند چې تنظیمي تړون یې له حزب اسلامي ګوند سره دی د بلخ د ولایتي شورا د غړی په حیث یې د بلخ له جمعیت پلوي والي ښاغلي نور سره له پخوا راهیسې اړیکې ترینګلې دي.
همدا وجه وه چې ښاغلي مومند له تیرو دریو میاشتو راهیسي په کابل کې میشت او د بلخ د والي په خلاف په تبلیغاتي هلو ځلو لګیا و.

پرون د پنجشنبې په ورځ ښاغلی مومند تر دوه ورځني توقیف وروسته بیرته خوشی او د مزار هوايي ډګر له لارې کابل ته له رسیدو سره سم یې د خپلې لومړنۍ خبري ناستې په ترڅ کې د خپل توقیف جزئیات له رسنیو سره شریک کړل.

د ښاغلي مومند د توقیف له پیښې څخه داسې ښکارې چې هغه په شمال کې د قومي او تنظیمي ناندریو د راپورته کولو لپاره یوه مخکې پلان شوې دسیسه ده چې د هغې د بهرنیو او داخلي طراحانو لخوا په ډراماتیکه توګه عملي شوه .

د یادې دسیسې تر عملي کیدو سمدستي وروسته په کابل کې د حکومت پلوي حکمتیار په مشري اسلامي ګوند او په ترکیه کې د حکومت ضد ایتلاف یوه مهم رکن جنرال دوستم د جلا جلا متضادو اعلامیو په ترڅ کې د یادې پیښې په تړاو خپل رسمي غبرګونونه اعلان کړل.

د حکمتیار په اعلامیه کې ویل شوي ((كه دولت په خپلو عاجلو اقداماتو پېښه او پايلي ئې مديريت نكړي او خبره هغه ځاى ته ورسېږي چي د وژل شوو، ټپي شوو او ښاغلي مهمند خپلوان او حاميان د غچ او انتقام اخيستلو نورو لارو غوره كولو ته اړ شي نو پايلي به ئې وخيمي وي. هم د ده خپلوان او حاميان د انتقام اخيستلو توان لري او هم د ده لوى قوم مهمند.))

همدا راز د انقرې د ایتلاف په خبرپاڼه کې د بلخ پر والي د آصف مومند لخوا لګیدلي تورونه یوه توطیه بلل شوې او د دې دسیسې په وړاندې یې د جنرال عطاء ننګه کړې ده.

د هیواد په دې حساسو او بحراني شرائطو کې د قومي او تنظیمي اختلافاتو را سربیره کول د دښمن هغه وروستۍ حربه ده چې د خپلو اجرتي عُمالو په وسیله یې په افغانستان کې پلي کول غواړي.
د دې خطرناکې حربې د موثریت لپاره یې د اشغال په تیرو ۱۷ کلونو کې په هیواد کې پر یو شمیر خاصو حلقاتو داسې پانګونه کړې چې هغوئ نن په خپله پر دې اعتراف لري چې امریکایانو د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کارولي دي.

اوس د دې لپاره چې دښمن له خپلې پانګونې څخه مطلوبې پایلې تر لاسه کړې د شمال د پخوانیو عُمالو په مقابل کې یې د هغوئ تنظیمي سیالان ورته فعال کړل ترڅو هلته د تنظیم جنګي خونړۍ مسابقه ګرمه او په دې وسیله د افغان وژنې لوبه توده وساتي.

د اشغال تر سیوري لاندې د ګډ حکومت د بیوسه غیرمتمرکز نظام موجودیت او د هغه په څنګ او مقابل کې د جنګي مجرمینو دوباره تنظیمي احیاء د واړه د امریکایانو لخوا په هیواد کې د تنظیم جنګي خطرناکه بیا ځلیزه پیلامه ده چې د افغانستان د بي ثباتي لپاره یې طراحې کړې.

خدای تعالی دي جنګ ځپلی افغانستان د دښمن د دغو خطر ناکو دسیسو له شره وژغوري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

د کابل حکومت دی پدی پوه شی چی عطا نور هیڅ شی ندی څومره چی زر کیږی دا سپک انسان دی د قانون منګلوته اوسپاری او که چیری دا همداسی خود سری ته پریږدی نو لری به نوی چی یو ډیر غټ درد سر جوړ شی لکه څنګه چی دوستم رزیل خصی شو دا هم باید د هغه په شان خصی شی دا پلید شخص په اصل کی هیڅ شی ندی یوازی غپای زده ده او بس نو لازمه دا چی دا د شرم څیره د تل لپاره د افغانستان د پاکی خاوری نه پاکه شی.