شعـــــرونه

غزل- انورالحق حقیق

 

شپه تیـــــــــــاره ده په شېبو باران وريـږي

ډېوه وچه ده دړوکــــه هــــــم مــړه کیږي

ابـــــا نشــــــــته د پټو خــــړوب ته لاړ دی

یخ شمــــــــــال د سپینو واورو هم لګیږي

یو بلۍ د پاس کوټو په ښویېـــــــــدو شوې

بل بامونه په توشــــــــکو راڅڅــــــــیږي

ابۍ وایي خدایه خیر کړې خدایه خیر کړې

دا اسمـــان خو نن بې شانه ډېر غوریږي

له هیبتـــه د ابۍ ټېـــکري کې پټ شـــــــم

زه وېریږم چې د ونو ســــــــــر خوځیږي

انور الحق حقیق

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x