دیني، سیرت او تاریخ

عمر رضی الله عنه او بشري قوانین

عمر بن الخطاب رضی الله عنه به ىمدیني په کوڅوکې دشپې مهال دمسلمانانو دحال پوښتنې له پاره ګرځیدی، د یوه ماشوم ژړا یې واوریدله، هغه کورته ورنږدې شو او پوښتنه یې وکړه چې ماشوم ولي ژاړي؟ دماشوم مور ورته وویل: له تي مي پریکړی دی. دایوه طبیعي پیښه ده هرځای ماشومان له تي جلاکول کیږي بیا څه موده ژاړي ورسته عادي شي، عمر دا پیښه عادي ونه بلله هغه په خپل اولس له مور اوپلار هم مهربانه و، دماشوم له مور سره یې خبرې وغځولې اخر ورته معلومه شوه چې هغې ماشوم له مناسب مودې مخکي له تي جلاکړی ده.

ځکه په عمري نظام کې به چې ماشوم له تي جلاکړل شو له بیت المال نه به سل درهمه ورکول کیدل، د دې مور سلو درهمو ته اړتیا وه نو ځکه یې ماشوم له وخته مخکي له تي جلا کړی و، عمر چې داخبره واوریدله کورته ولاړ، دماشوم دسلو درهم قانون یې تعدیل کړ او هغه داسي چې دتي پریکولو په مهال نه بلکي دماشوم دپیدا کیدلو په مهال به سل درهمه ورکول کیږې څو ماشومان په مناسب وخت کې له تي جلاکړل شي. دا هم دماشومانو دحقوقو په اړه نوی قانون و او دیوه ماشوم په ژړا سره له نامناسب وخت نه مناسب وخت ته تعدیل شو.

یوه بله شپه عمر رضی الله عنه په مدینه کې ګرځیدی، له یوه کور نه یې د یوې ښځې په غږ کې شعرونه واوریدل هغې ویل: داشپه څومره اوږده او توره شوه، خواشینې یم چې جانان مي نشته څو لوبې ورسره وکړم. داسمانونو دپاسه یې چې عرش ده دهغه عرش خاوند که نه وی د دې کټ اړخونه به مي ایستلي و. دی هغه کورته ورنږدې شو او غږ یې پرې وکړ: څه چل ده خورکۍ؟ هغې ورته کړه څو میاشتې کیږې میړه مي جهاد ته تللی دی یادیږي مي… امیرالمؤمنین عمر بن الخطاب کورته ولاړ دخپلې لور ام المؤمنین حفصي رضي الله عنها کره ورغی، هغې ته یې وویل: لورې! څومره وخت ښځه بې میړه صبر کړلی شي؟ لوریې وشرمیدله سریې ښکته کړ، ده ورته وویل: لورې مه شرمیږه، ان الله لایستحي من الحق، الله حق نه پریږدي بیانوي یې ته هم په حق خبره شرم مکوه، زما پوښتنه د امت دمیرمنو له پاره ده کنه نه مي کوله، لور یې ورته وویل: څلور، پنځه اوشپږ میاشتې.

عمر کورته راغی، دخپلو لښکرو مشرانو ته یې ولیکل: لښکریان له څلورو میاشتو زیات مه ایساروئ، همدا خبره قانون وګرځیدله، داسي قانون چې دمسلمان امت دښځو مهم حق یې خوندي کړ، دې قانون دپارلمان او تنفیذی قوې جراوبحث او اوږدو جنجالونو ته اړتیا ونه لیدله، بلکي یو عمر بله دمدیني دښار یوه اوسیدونکي میرمن او دعمر لور حفصه، دوی دریواړو دا قانون رامنځته کړ او دښځو دمهم حق په اړه یې خورا په ساده توګه تصویب کړ.

زیدبن الخطاب د عمر رضي الله عنه ورور و اوپه ده ډیر کران و، د ردة په جګړو کې وژل شوی و یوه ورځ عمر دمدیني په ښار کې د ده له قاتل سره مخامخ شو دا وخت هغه مسلمان شوی و او دعمر داولس یو غړی و، عمر رضی الله عنه هغه ته وویل: په خدای قسم که ځمکه له روانو وینو سره مینه وکړي هم زه به له تاسره مینه ونکړم، هغه ورته وویل: ای امیرالمؤمین ! نو دا به زما په حقوقو کې نقصان راولي؟ عمر ډاډ ورکړ : نه ستاحقوق په دې سره نه تاواني کیږې. هغه کس په ډیره بې پروایي له ده نه په روانیدو شو او ورته ویې ویل: دښځو دمینې خبرې دي راخیستې دي، یعني زما او ستا دحقوقو او واجباتو موضوع ده زه ستا مینې ته اړتیا نلرم.

عمر دوخت واکمن و داکس یې د خواږه ورور قاتل و په زړه کې پرته کرکه یې هم ورته ښکاره کړه خو هغه په سخریه او پوزخند سره ورته وویل: دښځو دمیني خبرې دي راخیستې دي زه ستا مینې ته اړتیا نلرم، عمر هغه ته هیڅ هم ونه ویل او خپله لاره یې ونیوله داد عمر بن الخطاب په واکمني کې د بیان او تعبیر دحقوقو خوندیتوب ده ، هغه حر او ازاد انسان و د وخت ستر واکمن ته یې په ډیره روښانه توګه او هغه چې په زړه کې یې و بیان کړل. همدا داسلامي نظام دبیان دحریت موضوع ده او ډیره روښانه ده.

په عربو کې مهرونه ډیر زیات و دعمر په شوري کې دا شکایت وشو اخیر دشوري په موافقت د ولور په اړه قانون رامنځته شو او هغه دا چې له څلور سوه درهمه به ولور زیات نه وي، مسجد نبوي ته خلک راوغوښتل شوو او نوی قانون ورته اعلان شو په ناستو خلکو کې یوه پیغله پورته شوه او عمر ته یې وویل: امیرالمؤمنین! موږ ستاومنو او که دقران؟ عمر ورته وویل: هغه څنګه ؟ پیغلي ورته وویل: قران وایې: وان تؤدوا الیهن بقنطار… یعني تاسو کولی شې ښځو ته په مهر کې ډیر مال ورکړئ، (قنطار) په عربي کې ډیر مال ته وايې.

عمر بله هیڅ خبره هم ونکړه او په ډاګه یې وویل: اصابت المرآة واخطآ عمر. یعني یوه ښځه حق ته ورسیدله او عمر خطاشو، سمدستي یې خپل اعلان کړی قانون لغو اعلان کړ. د وخت دامیر په مخکي یوه پیغله ښځه په ډیره اسانې سره په قانون باندي نیوکه کولی شي او په ډاګه یې مخالفت اعلاانولی شي، خو عادل امیر یې څو دقیقي هم په الغاء کې ځنډ نه کوي او سمدستي یې لغوه کوي، دا دښځو دحقوقو ساتنه او د ټولنې هر فرد ته دبیان دازادي پوره حق ورکول دي.

دا څو تاریخي کیسې دعمري نظام دبشري قوانینو په اړه موږ ته دهغه نظام دعدالت او دانسانیت د رښتیني خدمت پوره حال راکوي، نن هم په نړۍ کې دښځو دحقوقو ډنډورې پوره ګرمي دي خو که فرضا ښځو ته یوڅه حقوق رسیدلي ومنو هغه دخورا درانه قیمت په پرېکولو سره ورته رسیدلي دي، دښځود حیا او انسانیت دلوټلو په بدل کې هغې ته داسي حقوق ! ورکړل شوي دي چې هغه یې دحیا او درنښت د دوامداره تروړلو لامل ګرځیدلي دي.

حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x