افغانستان

فارياب: د دوو قومندانانو په ګډون ۱۷ اربکيان د طالبانو ليکو ته ورغلي

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي ويلي چې، فارياب ولايت چهلګزي لسوالۍ کې د دوو قومندانانو په ګډون ۱۷ اربکيان طالبانو سره ي ځای شوي دي.

احمدي زياتوي چې، دغه کسان د دوی د جلب و وجذب کميسون په هڅو له دوی سره يو ځای شوي دي. طالبانو رسنيو ته د دغو کسانو نومونه هم ليږلي چې، د دوی صفونو ته ورغلي دي.د دغو کسانو نومونه په لاندې ډول دي.

فیض الله ولد خلیفه ګل محمد ، فضل الحق ولد سردار ، حبیب الله ولد سردار ، نورمحمدولد ابراهیم ، اسماعیل ولد ابراهیم ، عبدالکریم ولد عبدالحمید ، عبدالواحد ولد عبدالحمید ، موسی ولد ظریف بیګ ، حسین ولد سید بای ، عبدالمحمدولد نورمحمد ، امیرمحمدولد نورمحمد، تاج محمدولد مرتضی ، غلام غوث ولد مولاداد، امان ولد امیر ، قومندان غلام غوث ولد عبدالکریم ، قومندان اسکندرولد محمدیوسف ، احمدشاه ولد غوث محمد دغه.

قاري محمد يوسف احمدي وايي چې یاد شوي کسان اوس د دوی له ملګرو سره يو ځای شوي دي. بايد و ويل شي چې، په دې وروستيو داسې خبرونه ډېر راځي چې د هيواد په بېلا بېلو سيمو کې د ملي اردو عسکر، پوليس او اربکيان د طالبانو صفونو ته ورځي.

د کورنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x