پاکستان نن سیمي فاینل ته لاره وموندله

shahidنن ټکی آسیا: نن پاکستان خپل حریف ویسټ انډیز ته په یو غټي ماتي ورکولو سره سیمي فاینل ته لاره وموندله.

ویسټ انډیز چې د مېچ ټاس (پچه) یې وګټله، اول یې د بېټنګ فیصله وکړه، او په خپل وار یې صرف 102 منډي جوړي کړي، او ټوله لوبغاړي یې وسوځله.

د پاکستان له خوا څخه لومړي وکټ عمر ګل واخیستی، او تر هغه پوري محدود سو، د هغه وروسته محمد حفیظ چابک وکټونه په خپل نامه کړه.

د پاکستان کپتان شاهد خان افریدي په خپل وار څلور وکټه واخیستله، او سعید اجمل چې د عبد الرحمن پر ځای راغلی وو، هم دوه وکټه په خپل نامه کړه، او یو بل وکټ عبد الرزاق واخیستی.
د پاکستان له خوا تر ټولو بې خونده بالنګ د وهاب ریاض وو، چا چې په شپږ اوره کې د 29 منډو وهل وخوړه او یو وکټ یې هم نه واخیستی.
د ویسټ انډیز ټوله لوبغاړي صرف په 102 منډو په 43.3 اوره کې وسوځول شوه.
پاکستان په ډېره اسانی سره بېله کومه لوبغاړي د سوځولو څخه په 21 اور کې هدف ته ورسیده او لوبه یې په لسو وکټونو وګټله.
د لوبي غوره لوبغاړي محمد حفیظ خوښ کړه سو، چا چي د دوو وکټونو په اخیستلو سربېره 61 منډي هم جوړي کړې.
پاکستان لومړی لوب ډله ده چې سیمي فاینل ته ورسیده، سبا د انډیا او اسټرالیا تر منځ لوبه کیږي، او هر یو چې دغه لوبه وګټي، هغه به د پاکستان سره په سیمي فاینل کې مخامخ کیږي.
ځکه چې لوبه په انډیا کې دننه کیږي او دانډیا تکړه لوبغاړی سهواګ هم د خپلي ناروغی څخه ځان خلاص کړی، او د لوبي لپاره پوره تیار دی، ځیني خلګ ګمان کوي چې انډیا به دغه لوبه وګټي، او بیا به د پاکستان او انډیا تر منځ یو مهم او د پرېشر ډکه لوبه وي.
که چيري انډیا دغه لوبه بایلي نو بیابه د دفاعي چمپین اسټرالیا او پاکستان تر منځ سیمي فاینل تر سره کيږي.
د پاکستان راتلونکی سیمي فاینل به د اسټرالیا یا انډیا ( چې هر یوه د صبا لوبه وګټله) سره د انډیا په موهالي سټیډیم کې کیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.