نړۍ

بیل ګيټس يو ځل بيا د نړۍ تر ټولو شتمن اعلان شو

نن ټکی آسیا:د ټيکنالوژي مايکرو سافټ کمپنۍ بنسټګر يو ځل بيا د نړۍ ترټولو شتمن سړی اعلان شو. يوې امريکايي اقتصادي مجلې “فوربز” د نړۍ تر ټولو شتمنو کسانو د لست خپرولو سره بل ګيټس د نړۍ تر ټولو مالدار سړی اعلان کړی دی.

د فوربز له قوله سږ کال د بل ګيټس شتمني ۷۶ میليارده ډالره دی چې، تېر کال يې سرمايه ۶۷ مليارده ډالر وه. فوربز مجله زياتوي چې، تېرو ۲۰ کالو په ترڅ کې ۱۵ کاله بل ګيټس د نړۍ د اول نومره شمتن ځای خپل کړی دی.

سږ کال بل ګيټس د میکسيکو د مخابراتي شرکت د مرشر کارلوس ځای نيولی او سږ کال هغه دوهم نمبر دی. فوربز مجله ليکي چې، نړۍ کې د ميلياردانو شمېر ۱۶۴۵ دی، چې دا پخپله يو لوي ريکارډ دی.

سږ کال د نړۍ د شلو لويو شتمنو په لست کې هغه څوک شاميليدای شي ، چې شتمني يې له ۲۰ میليارده ډآلرو زياته وي او په دغه لست کې دا ځل ۳۱ کسان شامل دي. د ۲۰۱۴ کال د شتمنو په لست کې ډېری هغه کسان دي چې، ټيکنالوژي شرکتونو سره يې اړيکې دي. سږ کال تر ټولو ډېرې سرمايه جوړونکی د فيس بک مالک مارک زکربرګ دی.

تېر کال يې شمتني ۲۸ ميليارده وه، چې سږکال پنځوس ميليارده ډالرو ته رسيدلې.

د فيس بک اجرايي ريس په لومړي وار دغه لست کې راغلی.همدارنګه د واټس اپ بنسټګر جين کام او براين ايکټن هم د ميليادرانو په لست کې د لومړي ځل لپاره راغلی دی.په دغه ليست کې تر ټولو زيات ميليادران د امريکا دي چې، ۴۹۲ کسان دي. ۴۶۸ اوروپايان او ۴۴۴ اسيايان هم په دغه لست کې شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x