fbpx
Indian-Flag

د پاکستان په ګټه خوښۍ؛ ۱۳۰ کشمیري محصلین له پوهنتونه ویستي

د پاکستان او هند تر منځ د کرکټ سیالي له یوه سوړ جنګه کم نه وي، هر هېواد غواړي چې په هر صورت یې له بل څخه وګټي. تېره ورځ پاکستان هند ته په وروستي اور کې د شاهد افریدي په برکت ماتې ورکړه.

پاکستانيانو ددغې ګټې خوشحالي د نړۍ په کونج کونج کې  لمانځله، کشمیریان چې زیاتره يې پاکستان پلوي هم دي، هم ځانونه  له پاکستان سره په دغه خوښۍ کې شریک کړ. هند کې ځينې کشمیري محصلینو  د پاکستان د کرکټ په ګټه خوښي کړې چې ددغې خوښۍ په جرم کې ادارې  ټول ۱۳۰ کشمیري محصلین  له پوهنتونه ویستي.

د اتراپردیش ایالت د «میرټ» پوهنتون  کې کشمیري محصلینو  د پاکستان د میچ ګټلو وروسته خوشحالي او جشن کولو  او دا هنديانو ته د زغم وړ نه و. تر لوبې وروسته شخړه رامنځته شوه، خو د ځينې محصلینو په وینا هغه مهال بېرته ختمه شوه. د شپې مهال یو ځل بیا هندوانو د  کشمیري محصلینو په لیلیو وروختل او د هغوی د کوټو شیشې یې ماتې کړې او زیات شمېر سامان يې اخوا دیخوا ورته وغورځول.

د پوهنتون ادارې  له دې امله ۱۳۰ کشمیري محصلین له پوهنتونه خارج کړي او هم يې ۵۰۰۰ هندۍ کلدارې جرمانه کړي. ادارې پریکړه کړې چې تر سږ کال به  هیڅ یو کشمیري ته په پوهنتون کې داخله نه ورکوو.

ادارې ویلې چې هر هغه محصل چې له پاکستان سره مینه لري، هلته دې خپلې زده کړې  بشپړې کړي.

ددغو ۱۳۰ کشمیري محصلینو د ویستلو کې د «خلکو دیموکراتیک ګوند» احتجاجا د هند د قانون جوړونې اسمبلۍ څخه وتلي او دا یې د بیان آزادۍ خلاف عمل بللی.

 

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د