نظــر

اسلاموفوبیا او بنسټ پالنه

د اسلام پر ضد د غرب جنګ یو ښکاره حقیقت دی چې هېڅ عاقل شخص ورځینې سترګې نشي پټولای. دا جنګ د نورو جنګونو په ادامه خو په بل شکل او بېل رنګ کښې روان دی. دا جګړه ډېره پراخه ده، په ډېر مکر او لویې حیلې مخته ځي، د نوې مفکورې، روڼ اندۍ، تمدن او تهذیب په نامه یې نوی دین رامنځته کړی دی چې ډېر کم د فراست خاوندان پرې پوهیږي او د مخنیوۍ په خاطر یې لازمې او د وس مطابق لارې چارې لټوي.

په غرب او د نورې نړۍ په مسیحي مرکزونو کښې د اسلام پر ضد حکومتي او کلیسایي بنسټونه  دداسې یوه ذهنیت په خپرولو کښې مصروف دي چې ګواکې اسلام او مسلمانان د انسانیت دښمنان دي او دوی ددې خپلې دعوې د رښتینولۍ د ثبوت په خاطر ډیرې استخباراتي معاملې او تبلیغاتي جنګونه پر لاره اچولي دي چې په عامه توګه د مسلمانانو په اړه ذهنیت بدل کړي او په پایله کښې یې هغو خلکو ته چې ددوی د موخو د ترلاسه کولو او د غربیانو د کلیسایي اهدافو لپاره روزل شوي دي، لاره هواره کړي او د غربي رسنیو، د غربیانو په چوپړ کښې د پرتو رسنیو، آزادو بحثونو، مناظرو او نورو اطلاعاتي وسایلو له لارې یې د خلکو په وړاندې دومره وپړسوي چې د هغه مفکوره، طرز، او روش ټول د خلکو لپاره ایډیال وګرځي ،او عوام کالانعام پرته لدې چې سوچ او فکر وکړي دا هر څه ډېر ژر جذبوي.

غربیان خپلو هېوادونو ته د اسلام ننوتل او هلته یې په پراخه کچه د خلکو له خوا د زړه له کومې منل په وېره او هیبت کښې اچولي دي. اسلام د خپل فطریت له امله چې د انساني ژوندانه ټول ابعاد په نظر کښې نیسي د هر عاقل او منطقي انسان له ادراک څخه لرې نشي پاتې کېدای او په ځانګړې توګه هغه خلک چې له روحي او رواني کشمکش سره مخ دي د اسلام د سپېڅلي دین ته ډېر ژر لبیک وایي. غربي مسیحي او صهیونستي حکومتونه په پراخه پیمانه ددې کوښښونه کوي څو اسلام د عیسوي دین له هغه اړخ سره مشابه کړي کوم چې د فرانسې له انقلاب څخه تر مخه په اروپا حاکم وه. او خپل پرمختګ د رنسانس له دورې وروسته په داسې توګه بیانوي چې ګواکې مسلمانان هم تر هغه وخته پرمختګ نشي کولی او نه د انساني ژوندانه له دې تېزې قافلې سره منډه وهلی شي تر څو چې دوی له دین سره هغسې تعامل ونکړي لکه څنګه چې دوی (اروپایانو) کړی وه. کلیسا نمایشي عبادتځی پاتې شو او سیاسي، اجتماعي او پوځي واک ورڅخه ټولنې او د ټولنو مشرانو ته ولېږدول شو چې په ترڅ کښې یې دین له سیاست څخه جلا کړ. خو اسلام داسې ندی.

اسلام د عیسويت په پرتله سره لدې چې تعبدي دین دی یو ټولنیز، جامع، سیاسي، اقتصادي، او نظامي دین دی چې د انسان د ژوندانه هېڅ کوم تت اړخ ورڅخه پاتې ندی چې ددغه دین وړانګه دې نه وي وررسېدلي.

عیسویان او صهیونستان د خپلې بې سابقې دښمنۍ په لړ کښې چې له اسلام سره یې لري هېڅکله دا نه لورېږي چې ددوی په منځ او ددوی له ټولنې کوم داسې کس یا تحریک راپورته شي چې هغه دې د اسلام د اصلي معنا او روح نمونه او مثال واوسیږي او پدې کوښښ کوي چې مسلمانان هلته تر سخت رواني فشار لاندې راولي چې ونشي کړای اصولي دعوتګر او د اسلام د حقې لارې مبارز او مجاهد ترې جوړ شي. هو، دلته استثناأت شته دي. لکه برتانوی عبدالمجید  چې دوې اونۍ مخکې د حلب په مرکزي زندان یې کامیاب استشهادي برید ترسره کړ او د عبدالمجید په څېر په لسګونو نور اروپایي مجاهدین چې د شام، افغانستان او صومالیا ځمکو ته یې هجرتونه کړي دي.

په عمومي توګه غربي دولتونو مسلمانان داسې ندي پرې اېښي چې پر هغو دې کنترول ونلري. د مسلمانانو د نوي او ځوان نسل لپاره یې د اسلامي ښوونځیو او مراکزو دیني او علمي منابع، لکه کتابونه او نور ویدیویي فلمونه په داسې یو فکري بنسټ برابر او تنظیم کړي دي چې هغه کتابونه او د ښوونځیو نصابونه اصلا د اسلام د روح معنی او تفسیر نه وړاندې کوي. د مثال په ډول د انګلستان په اسلامي ښوونځیو کښې چې د مسلمانو ماشومانو او ځوانانو لپاره جوړ شوي دي په کتابونو کښې یې د (حل او حرمت) مسایل ډېر بابېزه نیولي دي. لکه د احکامو په نامه په یو کتاب کښې یې داسې راغلي ول؛ دا ښه خبره ده چې د خنزیر غوښه باید ونه خوړل شي او په اسلام کښې یې منع راغلې ده خو کله کله په خاصو حالاتو کښې یې خوړل فرق نه کوي. ددې خبرې باریکۍ ته لږ ځیر شۍ چې څنګه یې د خنزیر غوښه په تحریف شوي شکل حلاله ګرځولې ده. دلته یې داسې قطعي ندي ویلي چې د خنزیر غوښه حرامه ده، په قران کښې یې له خوړلو څخه منع راغلې ده او خوړونکي ته یې سخت عذابونه مقرر شوي دي. او همدارنګه، د حرج حالت یې داسې ذکر کړی دی چې مبهم دی او ویلي یې دي (په خاصو حالاتو)، اوس چې دا خاص حالات کوم دي په ده پورې اړه لري چې څنګه یې تعبیروي. یعنې که له مسیحي ملګرو سره په مېلمستیا او مېله کښې برابر شوې نو چې د خنزیر له غوښې مخ وانه وړوې، که دې سخت ژمي له یخنۍ په تنګ راغلې نو کولی شې چې یو دوه ټوټې یې خولې ته کړې، که چیرې کباب ته دې هم شوق کېده نو کولای شې چې یو دوه ټوټې یې په سیخ کښې ورتېرې کړې.. او همداسې نور.

له بله پلوه، د غربي مسلمانانو په شمول د نورې اسلامي نړۍ ټولو مسلمانانو ته یې د اسلام روح او د اسلام د ساتنې لویه فریضه چې جهاد دی داسې ورمعرفي کړی چې جهاد خشونت دی، تاوتریخوالی دی، جګړه ده، ورانی دی، کلي او کورونه ورانوي، ښارونه ورانوي، اقتصاد ورانوي، مور او پلار، خپلوان او عزیزان درڅخه اخلي، یوازې پاتې کیږې، او په همدې مقیاس نورې داسې سل رنګه حیلې او مکرونه پوف کوي چې نن سبا د ټولې اسلامي نړۍ د ځوانانو غبرګون د جهاد په اړه وینو چې ډېر دردونکی او ځورونکی دی. غربیان، په غربي پوهنتونونو او علمي مراکزو کښې روزل شوي تکنوکراتان، او دلته په عوامو کښې د هغوی له فکر څخه متاثر شوي خلک ټول په همدې نظر دي چې له جهاد پرته بله لاره هم شته چې هغه لاره د زغم ده، د سیاست ده، د انتخاباتو ده، او د یوې سوله ییزې مبارزې لاره ده چې ټوپک کښېږده او قلم راواخله، جنګ پرېږده او عملي جهاد ته چې جهاد النفس دی راودانګه، او د یوه آزاد او خپلواک ملت په رغولو کښې ګډون وکړه، ارتجاعي ذهنیت پرېږده او د پرمختګ او تطور په لاره کښې قدم پورته کړه. خو موږ وینو چې سل کلن استعمار او استثمار شوی الجزایر لا پخپلو پښو ندی درېدلی، سل کلنه مستعمره شوې تونیسیا په پښو نده درېدلې، د هندوستان زر کلن اسلامي حکومت د تاریخ هغې کندې ته وغورځېده چې تر ابده به یې د سر پورته کولو خوبونه څوک ونه ویني، د پاکستان په نامه اسلامي هېواد د استعماري اهدافو هغه ځاله وټوکېده چې تر ننه یې د اسلام د دین له بدنامولو او تحریفولو بل کوم د پام وړ کار ندی کړی او دادی د دیموکراسۍ، ګلوبلایزیشن، لیبرالیزم او هیومنیزم نوی زیږېدلی بچی دولس کلن شو خو نوم یې تر پخوا بد، اداره یې تر پخوا کثیفه، دیپلوماسي او سیاست یې تر پخوا ډېر شړېدلی او  ویجاړ دی او د نورو اسلامي هېوادونو تجربو ته په کتو سره په آینده سلو کالو کې هم ګومان نه کوم چې په پښو دې ودریږي. دوکتور عبدالرحمن عویس پخپل کتاب (د اسلامي تمدن مړاوې پاڼې ـ د محمود صلاح ژباړه) کښې د اسلامي دولتونو د سقوط عمده او اصلي عامل د جهاد پرېښودل، د خپل درد د دوا لټول له دښمن سره او د خپل مسلمان ورور په مقابل کښې صلیب ته پناه وړل په ګوته کړي دي. که داسې یوه دقیقه څېړنه ددې ټولو اسلامي دولتونو، تحریکونو او غورځنګونو وکړو نو همدې نتیجې ته رسېږو چې یقیناً مسلمانان هغه وخت د تمدن او مدنیت له صفحې ورک شول چې کله دوی دښمن ته ګونډه ووهله، توره یې ماته کړه، قران ته یې شا کړه او په مختلفو نومونو یې یو د بل د وینو ویالې وبهولې.

برېښنایي بنسټ پالنه:

غربیان د غربي مسلمانانو د ذهني جمود او تحجر په لاره کښې د غربي فکره دیني علماؤ تر څنګه خپلې رسنۍ په پراخه کچه استعمالوي، انترنتي ویب پاڼې کنترولوي او د هغو ویب پاڼو په چلولو بندیز لګوي چې د اسلام اصلي مفهوم تر خلکو رسوي. دوی دغه سایبر جنګ ته چې له اسلام سره یې کوي د E-Radicalization یا برېښنایي بنسټ پالنې نوم ورکوي. دوی په غرب کښې مېشتو ټولو مسلمانو کورنیو ته خبرداری ورکړی چې خپل ماشومان او نوي تنکي ځوانان دې د برېښنایي بنسټ پالنې څخه وساتي او ددوی د روزنې کلک څارونکي واوسیږي.

لیکواله بیلین فرناندز لیکي؛ په هغه سروې کښې چې د (جان ټرسټ) په نامه د ښځو یوې خیریه مؤسسې په انګلستان کښې د ۳۵۰ کورنیو په منځ کښې پدې موخه ترسره کړه چې نوموړې کورنۍ څومره ددغې (آنلاین بنسټ پالنې) په اړه پوهیږي. پایله یې دا وه چې ۹۰ سلنه کورنۍ په دغه اړه نه پوهیدې چې برېښنایي یا آنلاین بنسټ پالنه څه ته وایي. همدارنګه ددې سروې په نتیجه کښې دا معلومه شوه چې ددغو کورنیو ۹۰٪ سلنه ماشومان پر لیکه (آنلاین) اسلامي لیکچرونه اوري پداسې حال کښې چې کورنیو یې په اړه معلومات نه درلودل.

بیلین زیاتوي؛ ښکاره خبره ده چې د نړۍ ډېر خلک به پدې اصطلاح نه پوهیږي چې برېښنایي یا آنلاین بنسټ پالنه څه ته وایي پداسې حال کښې چې دا هر څه د یوې خاصې مذهبي ډلې سره ترسره کیږي چې هغه مسلمانان دي. ددغه غربي بنسټ (جان ټرسټ) اخلاقي معیارونه هم لړزېدلي دي. دا ځکه چې ددې بنسټ له څلورو ملاتړ کوونکو څخه د برطانیې د پارلمان یوه وکیله (بارونس شریلا فلاترـ Baroness Shreela Flather) پاکستاني او بنګله دیشي مهاجر پدې تور تورنوي چې دوی د دولتي امتیازاتو د ترلاسه کولو په خاطر ډېر ماشومان نړۍ ته راوړي چې دا ښکاره د مسلمانانو پر ضد د دولت تعصب او حقد ښکاره کوي.

د وال سټریټ ژورنال  Wall Street Journalمسلمانه راپورتره (اسراء نعماني) د نیویارک د پولیسو د ډیپارټمنټ له لوري تر تحقیق لاندې ونیول شوه او ورته وویل شول چې باید د خپلې بې پرې توب په اړه وضاحتونه ورکړي. پدغه اړه اسوشیټد پرس Associated Press په ۲۰۱۱ کال کښې دا په ډاګه کړه چې د نیویارک د پولیسو ډیپارټمنټ له خپلو وظیفوي پولو څخه پښه اړوي او هغه څه ترسره کوي چې ددوی په کاري لایحه کښې نشته او که چېرې د فدرالي نظام له لوري پدغه ډول د قومي ټولنو په اړه تحقیق ترسره کېږي نو دا به د مدني آزادۍ په وړاندې ښکاره تېری وي.

اسراء نعماني وروسته په Daily Beast ورځپاڼه کښې د امریکا په موقف باندې چې ددې او د مسلمانانو په اړه یې اختیار کړی ولیکل؛ ما پروسږکال هم وویل چې زما په اړه دقیق معلومات وکړۍ، او سږکال هم وایم چې زما څارنه وکړۍ. په حقیقت کښې په هغه ډول څارنه چې تاسې یې د مخدره توکو په موخه د کولمبیایي ټولنې  او د سپینو پوستو د توکمیز تعصب په موخه د  (کو کلوکس کلن Ku Klux Klan) کوۍ، او باید مسلمانان پدې موخه وڅارۍ ځکه چې موږ مسلمانان د خپل ځان پولیسي او نظارت په ښه او کافي توګه نشو کولی.

بیلین په همدې لیکنه کښې وایي چې د نیویارک پولیس په دغه ښار کښې مسلمان ټکسي چلوونکي او عام وګړي تر کلکې څارنې لاندې نېولي دي او ددوی هره کړنه څاري. همدا راز که ووایو د نیویارک د پولیسو د ډیپارټمنټ یوه بله لاسته راوړنه به دا وي چې دوی د (۲۰۰۷ کال لارښود) طرح او تولید کړی چې نوم یې (افراطیت په غرب کښې ـ د کور دننه رامنځته شوی خطر) دی. په دغه بې منطقه لارښود کښې د مسلمانانو وضعیت ته په کتنې سره ددوی آنلاین یا پرلیکه د افراطیت مختلف طرزونه او روشونه په ګوته کوي چې په اړه یې داسې راغلي دي:

د ښوونې او فکري تلقین په دغه دوره کښې هغه خلک چې غواړي خپله مغزشویي (brainwashing) پخپله وکړي خپل ټول وخت یې د افراطیت او بنسټ پالو سایټونو ته وقف کړی دی… انټرنیټ نن سبا د افراطیت د مفکورو په یوه لوی هال تبدیل شوی دی چې بنسټ پالنې ته وده ورکوي او همدا بنسټ پالنه او افراطیت دی چې آخري برید یې جهاد ته رسېږي او لدې لارې ټولنه په یوه جهادي فکر باندې روزل کیږي.

د ژورنالست (مټ کینارډ Matt kenard) د کتاب له عنوان (بې اصوله پوځ: امریکایي پوځ څه ډول پخواني نازیان، بدماشان، او جنایت کاران خپل پوځ ته له تروریزم سره د جنګ په موخه جلب او جذب کړل) معلومیږي چې امریکا د مسلمانانو د وژلو په خاطر څرنګه جنګي جنایتکاران، بدماشان او اوباشان پخپل پوځ کښې جذب کړل. همدارنګه هغه پخپل کتاب کښې دې ټکي ته هم اشاره کړې ده چې د امریکا پوځ ځینې خاص (ویډیو ګیمونه) جوړ کړي دي چې د ځوانانو په منځ کښې د جنګ او جګړې روحیه قوي کړي او نظامي جنګ یې په ذهن کښې په زړه پورې انځور کړي. ددې خبرې د ښه ثبوت په خاطر کینارډ ویلي دي چې په ۲۰۰۲ کال کښې Army Game Project  په نامه یوه لوبه انټرنیټ ته د ښکته کولو (ډانلوډ) په خاطر پورته شوه په تعقیب یې امریکایي پوځ څه وخت وروسته بل ګېم جوړ کړ چې د هغه ډیرې صحنې د عراق د جنګ پر بنسټ جوړې شوې وې.

دا هر څه پخپله ددې ګواهي ورکوي چې امریکا د جنګ غوښتونکی، خپرونکی او د مسلمانانو د ځمکو، مال، جایداد، طبیعي منابعو، تېلو او ګازو غل او ډاکو دی او هر چیرې جنګ د همدوی له امله خپور شوی دی نه د مسلمانانو له لوري، مسلمانانو چې هر څه کړي یوازې ددوی د مظالمو او بربریت ځواب یې ورکړی دی او بس. د غربي لیکوالانو لیکنې په همدې مشاجرې او منازعې اعتراف دی چې روان جنګ د اسلام او مسلمانانو ضد یو جنګ دی چې غربیانو په پوځي، فکري او رواني لحاظ د مسلمانانو پر ضد روان کړی دی او د ډېرې ځورونې ځای یې دادی چې پدغه جنګ کښې ډېر زیات مسلمانان د خپلو مسلمانانو په مقابل کښې له عیسوي او صهیونستي انسان خوړونکو سره یو ځای شوي دي.  

امریکا او غربي ټول هېوادونه په اروپا، امریکا، ددوی په حلیفو هېوادونو او اسلامي نړۍ کښې د اسلاموفوبیا پدیده رامنځته کړې او د مسلمانانو پر ضد له تعصب، کینې اوحقد نه د یو ډک تصور او فکر د جوړولو په تکل کښې دي چې تر ډېره بریده کامیاب دي. دوی مسلمانان تر څارنې لاندې نیولي چې ددوی پر ضد کوم فکر ته دعوت ورنکړي، د مسلمانانو ویب پاڼې کنترولوي، تعلیمي نصابونه یې تحریف کړي، د حقاني علماؤ د لکچرونو په اورېدو باندې بندیز لګوي، او کورنیو ته د خپلو ماشومانو د سالمې (امریکایي!) روزنې توصیې کوي. خو خپله یې په بدل کښې د تروریزم د روزلو په خاطر ویډیو ګېمونه جوړ کړي او د مسلمانانو د حرفه اي وژلو په خاطر یې له ماشومتوبه څخه روزنه کوي.

لیکوال: عبد البصیر عتیقزی، کالم: امت، نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x