
هلمند مارجه ولسوالۍ کې اتو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي ويلي چې، د هلمند ولايت مارجه ولسوالۍ کې يې د ملي اردو يو رينجر د ځمکني ماين په واسطه الوځولی.
احمدي وايي چې، دا پيښه نن غرمه د مارجې ولسوالۍ يوولسم بلاک پر غزيدلي سرک د ځای پر ځای شوي ماين په واسطه رامنځته شوې ده. په چاودنه کې شپږ عسکر وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.