ادبي لیکني

په مخه دې ښه – سید رحمن سالار

شنیز هدیرهتردې دا ښه ده چې غوا هم خرڅه کړوو او پټي هیڅ ونه کرو،هره ورځ جګړه، جګړه، سړی د غوا په وښو پسې هم پټي ته نشي تلای، همدا ښه ده چې هرڅه زحمت وي، یوازې پرما به وي، دا ماشومان خو به له ستونزو خلاص شي، همدا به د خدای (ج) رضا وي، کنه نو یوازې د باغ مو دومره پیسې کېدې چې غله او د کور نورې اړتیاوې مو پوره کړي، کچالو، غنم او دا نور خو به مو چې خرڅ کړل له نورو خلکو سره مو هم مرسته کولای شوای.

ځانته پخپله ځواب:
نو دا هم معلومه نده چې د ایران کار به څنګه شي،ګزاره به مو سره وشي او کنه، هغوی هم شیعه ګان دي، ګمان مې نه کېږي چې له دوی سره به کار کول آسانه خبره وي.

 پخپله: نو چاره نشته، مجبور یې، نور به څه وکړې؟ پیسې نشته چې تجارت وکړې، نور کار خو نشته، ددې بلې میاشتې د اوړو پیسې له کومه کوې؟

پخپله: راځه خدای ج مهربانه دی، ولاړ خو به شم، که نه کېده بیرته به راشم، چې خدای خولې راکړې روزي به هم را رسوي.

نور نو شپه په تمامېدو ده، په کوټه کې د شپې د ختمېدو څرک ولګید او شیان پیکه پیکه تر سترګو کېږي، زه په همې چورتونو کې وم چې ټلفون ته زنګ راغی.

سلام علیکم:

سلام علیکم جوړ پخیر:

زه وحید یم، وبښه موټر مې په بازار کې و، دروازې ته درنغلم، زحمت کېږي تر بازار پورې را کوز شه.

سمه ده دادي لمونځ کوم درځم.

ځانته وایم: یره اوس به ادې ژاړي، راځه همداسې سوکه دروازه خلاصه کړه او ځه پخپله مخه.

نه، بیا به مې د مور دیدن آرمان وي، راشه توکل په خدای کړه، یوځل دا لمونځ وکړه.

 سوکه پورته شوم، چې د کوټې ور مې خلاص کړ، چې مور په دې یخ دهلیز کې د لمانځه پر ځای ناسته ده او دواړه لاسونه یې په دعا نیولي، او چراغ ورته لګېدلی، خدای خبر چې ټوله شپه به یې څو رکعته لمونځ او دعا ګانې کړې وي،په ضعیفو سترګو یې راته وکتل،زويه ته یې؟
هو مورې دلته خو یخ دی، کوټه کې به دې لمونځ کړی و، ناروغه به شې.

مور: نه زویه ډېر یخ نشته، ماویل چې څوک له خوبه ونه باسم، تاته مې هم د اوداسه اوبه دلته تشناب ته راوړې، ورشه اودس دې وکړه.

زه: مورې ما پخپله اوبه راوړلې، حق د تادی چې مادرته راوړې وای، سترګې دې هم نه ویني، وبه لوېږې.

مور: نه په دلیل تلای شم، له ځان سره پام کوم، نه لوېږم.

ستا تګ څنګه شو؟

زویه زما خو زړه نه دی چې ولاړ شې، روزي رسان خدای دی، زه ستا جلاکېدل نه شم زغملای، عمر راباندې تېر دی،نور دغم زور نه لرم ، که ته ولاړ شې زه باور لرم چې تاپسې به مړه شم.

زه:
مورې خدای دې ستا غم نه راویني، داسې خبره مه کوه، خو که زه ولاړ نشم، چاره نشته،شک نشته چې خدای روزي رسان دی، خو سبب غواړي، د ایران مسافري سخته نه ده.

مور مخ واړاوه، زه پوه شوم چې سخته خپه ده، له مخې یې لرې شوم او د اوداسه په پلمه مې ځان غلط کړ، اودس او لمونځ مې وکړ، یوه جوړه جامې مې په بکس کې راسره واچولې، په بیړه را ووتلم، چې مور جانې د کوټې وره ته قرآن کریم راوړ، په یولاس یې قرآن کریم د وره سرته پورته کړی او په بل لاس یې د سترګو اوښکې پاکوي، دعا زمزمه کوي خدایه ما مې ګران زوی پر تا سپارلی…..

د مور او اولادونو وضعیت داسې بده اغیزه راباندې وکړه او سخته ژړا راځي، خو اوس که وژاړم نو بس غم مې پیښ کړ، هسې مې ژړا بیرته په زور په سینه کې غلې کوله، خوله مې نه شو چوله کولای، د سر په اشاره مې له ټولو سره خدای په اماني وکړه، دروازه مې چې خلاصه کړه اوروان شوم دا کلي داسې خپه خپه راته تر سترګو کېدو، بیرته مې خپلې دروازې ته تر شا وکتل چې دوه کلن او درې کلن زامن مې په دروازه کې ولاړ دي، له یخه یې لاسونه په لستوڼي کې پټ کړي او حیران حیران راپسې ګوري، شاوخوا مې وکتل څوک نه و، نور مې په سینه کې ژړا نه ځاییده، بې اختیاره مې په زوره وژړل، سینه مې یوڅه سپه شوه، بیرته مې ځان ټينګ کړ، هسې نه څوک په مخه راشي شرم دی، اوس به وايي دا څومره بې غیرته دی، سترګې مې آسمان لوري ته ونیوې، خدایه! د هرڅه مالک او هرڅه ستا  په قدرت کې دي، دا هم ستا رضاده چې په خپل وطن کې کار نشته، بس په ټولو هېوادوالو د خدای رضا ده، هغه خلک چې ټول وخت مسافر وي، هغه چې په کالو کالو بندیان دي، هغه چې په غرو کې دي، هغه چې یوبل ته ګوته په ماشه ناست دي، دا ټول د هغو مشرانو د غدارۍ له امله وشول چې دا ملک یې له داسې برخلیک سره مخ کړی، چې دا کابو ۳۵ کاله کېږي مرکزی دولت نشته، بدمرغۍ دي، وژل دي، کډوالۍ دي، نا امنۍ دي….

خدایه هغوی چې زموږ د ملک د ورانۍ اساس یې ایښی او د شخصي هوس او خیالونو لپاره یې زموږ نظام نړولی، که مړه دي مه یې بښې او که ژوندي دي ویې شرموې.،

شاته مې وکتل، نور در وازه پنه شوې وه، یوازې د کلا یو کنج معلومېدو، د شنیز هدیرې ته چې د لارې پرسر پرته ده،را ورسیدم، د شهیدانو زیارتونو او بیرغونو ته مې وکتل، یوڅو دقیقې ودرېدم، دعامې ورته وکړه، پر هدیره آرامه فضا واکمنه ده،د شهیدانو او نورو مړیو بیرغونه آرام آرام رپېږي هاخوا د خپل شهید ورور او ور پورې غاړې ته د پلار، تره او نورو خپلوانو بیرغونه ښکارېږي، آرام آرام رپېږي ته وا چې دا ټول ماته لاسونه ښوروي او مخه ښه راسره کوي، یوځل مې ویل نږدې ورشم خو چې وخت ته مې وکتل، ماویل موټر به رانه ولاړ شي، بیرته کورته نشم تلای، له دې ځایه مې دعا ورته وکړه، په مخامخ غرونو مې نظر ولګید، عجیبه احساس و، اوچت مغرور سرونه یې داسې راته برېښېدل لکه په اشارو چې راسره خبرې کوي او وايي په خیر ولاړ شې، موږ شته یوو، دښمن به هیڅ ونشي کولای، ستونزې په هرچا ورځي، دادي زموږ حال ته وګوره، هوا څومره یخه ده، لا پسې یخیږي، خو زغمو یې، موږ د شاتګ او تیښتې وال نه یوو، موږ ته چې تر څو خپل واکمن د حرکت امر نه وي کړی، حاضر یوو چې په هرو سختو شرایطو کې آرام او ساکن و اوسوو.

له دنګو غرونو سره مې خیالي مرکه شوه، زما لومړی پوښتنه داوه.

اې دنګه او ځواکمنه غره، زه ستاسوو دې جوړښت ته حیران یم، د بدن جوړښت مو ډېرې لوړې ژورې لري، آغاز او انجام مو سخت پيداکېږي،تل ساکن او تیارسی ولاړ یی، پراخې لمنې  لرﺉ، که د ځانګړنو په اړه مو لږ معلومات راکړی؟

غر: ددې پوښتنې ځواب ډېر وخت ته اړتیا لري، خو زه یې لنډ ځواب درکوم، زموږ جوړښت کې خدای خپل قدرت بیان کړی نه یوازې انسانان، بلکې د خدای بې شماره مخلوق ته زموږ په وجود کې رزق مققر شوی،د مظلومانو لپاره مو لمنې پراخې او دروازې پرانیستې دي، د ځمکې د کنټرولولو لپاره د میخونو حیثت لروو، د اوبو،مالګې، ګازو، سرو زرو، میسو اوسپنې او بې شماره کانونو سرچینه یوو….

زه: ستاسوو د عظمت او مقاومت لامل څه دی؟

غر:

موږ پر خپل واکمن، یقین او باور دواړه لروو، چې هغه قادر مطلق دی، موږ په خپلو کې اتفاق لروو، چېرې چې غردی، حتما له غرونو سره په اړیکه کې دی، یوبل ته مو لاسوونه ورکړي،د واکمن امر منو، په خپلو کې جګړې نه کوو، ستاسوو د ناکامۍ او کمزورتیا لامل ستاسوو نفاق، دښمنۍ او له ځان سره خیانت دی، نور دې وخت نه نیسم، دادي لمر زموږ په څوکو وزرې وغوړولې،دمه جوړوي، باید زه یې هرکلی وکړم، ستا دې په مخه ښه وي، د کلي کور په اړه اندېښنې مه کوه، خدای موږ ستاسوو د مرستې لپاره ګومارلي یوو، زموږ غیږ تل د مظلومانو پر مخ پرانیستې ده، د خدای په مرسته به له مظلومانو ملاتړ کوو، افغانان غیرتي خلک دي،موږ یې له ډېر پخوا راهیسې پېژنو، په زرګونوکاله کېږي چې له یوبل سره مو د ملګرتیا تړون لاسلیک کړی.

په مخه دې ښه.

 —————————–

یادونه: دا زما د ژوند او ريښتونې کیسه ده. لیکوال: سید رحمن سالار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x