نړۍ

سرتاج عزيز: په سیمه کې د هیچا برلاسي نه منو

د پاکستان د بهرنيو چارو او ملي امنيت مشاور سرتاج عزيز ويلي چې، پاکستان په سيمه کې د هيڅ کوم هيواد برلاسي نه مني. سرتاج عزيز نن په د پاکستان ملي پارلمان ته په خپله وينا کې و ويل چې، د پاکستان بهرنۍ او دفاعي پاليسي د کورنۍ پاليسي برخه ده او دوی غواړي چې اول په ټول هيواد کې امنيت راشي، چې د جمهوري ادارو او ولسي وګړو ژغورنه به په ټوله نړۍ کې زموږ په اړه مثبت اغېز وکړي.
سرتاج عزيز و ويل چې، د بهرنۍ پاليسي دوهمه برخه اقتصادي پرمختګ دی چې هدف يې نورو هيوادو سره د مرستې پر ځای تجارتي اړيکو ته اهميت ورکول دي.
سرتاج عزيز زياته کړه چې، د بهرنۍ پاليسي درېيمه برخه جغرافيايي پاليسي ده. د سرتاج عزيز په وينا دوی غواړي په سيمه کې د پاکستان جغرافيايي اهميت پر روښانولو کار وکړي او له دې لارې د سيمې او نړۍ له هيوادونو سره تجارتي او اقتصادي اړيکې قوي کړي.
د بهرنيو چارو مشاور و ويل چې، هندوستان سره د تجارتي اړيکو پر وخت به د خپل هيواد هر اړخيزه ګټې په نظر کې ساتو.
سرتاج عزيز د خپلو خبرو په ترڅ کې و ويل چې، د پاک ايران د ګازو پايپ لاين پروسه اوس هم د دوی د ترجيحي مسايلو په اول کتار کې ده او دوی به د امريکا د فشار له امله هيڅکله به له دې پروسې لاس په سر نشي.
ده د خپلو خبرو په پای کې و ويل چې، دوی پر امريکا دا خبره روښانه کړې چې، د پاکستان امنيتي حالت ته به په ترجيحي اساس ګوري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x