ورلډ کپ: پاکستان اسټرالیا ته په 4 وکټه ماتي ورکړه

pakistan_australia_match_worldcup2011نن ټکی آسیا: د ورلډ کپ د روانو لوبو په سلسله کې پاکستان نن د اسټرالیا څخه په څلورو وکټونو باندي لوبه وګټله، او د خپل ګروپ لومړی نمبر یې تر لاسه کړ.

د پاکستان په دغه کامیابي کې اول بالرانو مهم رول ولوبوی کله چې د اسټرالیا توله لوبغاړي په 47م اور کې د 176 منډو په جوړولو سره د میدانه وشړل.

د پاکستان په بولرانو کې عمر ګل تر ټولو زیات 3 وکټه حاصل کړه، دوه عبد الرزاق او شاهد افریدي، محمد حفیظ، عبد الرحمن او وهاب ریاض یو یو وکټ حاصل کړی، مصباح الحق یو لوبغاړی رن آوټ کړی.brett_leeد اسټرالیا په مقابل کې پاکستاني بېټسمېنانو هم ښه مثبته لوبه وکړه، که څه هم د پاکستان اول وکټ (محمد حفیظ 5 منډي) صرف د 12 پر سکور باندي اوټ سو، مګر بیا وروسته د پاکستان وکټ کېپر کامران اکمل 23 ګټوري منډي جوړي کړي، او په دریم نمبر راتلونکي اسد شفیق د سخت فشار په وخت کې 46 منډي جوړي کړي، یونس خان 31 عمر اکمل 44 عبد الرزاق 20 منډي جوړي کړي.
د بلي خوا د پاکستان نایب کپتان مصباح الحق په صفر او خپله کپتان شاهد افریدي صرف په دوو منډو جوړولو سره اوټ سو.
د لوبي غوره لوبغاړی عمر اکمل خوښ کړه سو، ځکه چې د سخت فشار په وخت یې ډېره ښه لوبه وکړه.
د اسټرالیا له خوا تیز بال غورځوونکي بریټ لي تر ټولو کامیابه بالر وو، او په خپلو اته اورو کې 4 وکټه واخیستله..
پاکستان اوس په خپل ګروپ کې اول نمبر باندي راغلی او د ګروپ بې د څلورمي لوبډلي سره به یې کوارټر فاینل لوبه په 23 مارچ باندي وي.
او اسټرالیا چې په خپل ګروپ کې اوس په څلورم پوزیشن باندي راغلی، د ګروپ بي د اول نمبر ټیم سره به یې راتلونکي مقابله وي، چې اوس جنوبي افریقه پر دغه نمبر راغلی.
د بلي خوا نن په یوه بله لوبه کې بنګلادیش د جنوبي افریقي څخه په غټه کچه ماته وخوړه، او د 284 په مقابل کې صرف په 78 منډو خپل ټول وکټونه له لاسه ورکړه، او په دې ماتي سره د بنګلادیش سفر په ورلډ کپ کې پای ته ورسیدی.
د بنګلادیش کپتان شکیب الحسن پر دغه ماتي او د ورلډ کپ څخه د وتلو له وجي د خپل قوم څخه بخښنه وغوښته.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.