نړۍ

پوتین: «کرائمیا» ته که ګواښ زیات شي، یوکرا ین کې مداخله کوو

پوتین وايي که په ختيځ  یوکراین کې روسي ژبو  خلکو د روس څخه د مرستې غوښتنه وکړه نو ماسکو به خامخا ددې ځواب ورکوي.روسی ولسمشر ولادي میر پوتین ویلي چې تردې مهاله یوکراین ته د روسي پوځیانو د لیږلو  اړتیا نشته. ده  هغه راپورونه په کلکه رد کړي چې ګوندې روسي پوځونو د «کرائیمیا» یوکرایني اتباع محاصره کړي. دی وايي چې هلته د روس ملاتړی پوځ  موجود دی.

د پوتین په وینا روس ددې پوره حق لري چې په ختیځ یوکراین کې د ولسي خلکو د ساتنې لپاره ټول وسایل  استعمال کړي. روسي ولسمشر  د  وکټریانوکوچ د واکه لرې کول «غیر قانوني او په زور واک اخیستل» ګڼلي.

پوتین  په وینا «شدت خوښو» یوکراین په خورا ستونزمن حالت کې واچولو. پوتین وايي که په ختيځ  یوکراین کې روسي ژبو  خلکو د روس څخه د مرستې غوښتنه وکړه نو ماسکو به خامخا ددې ځواب ورکوي.

ده ویلي « که په ختیځ سیمو کې امینت خرابېدل پیل شي نو موږ ته د ټولو وسایلو د استعمال حق حاصل دی».

روسی ولسمشر هغه راپورنه په کلکه رد کړي چې ګوندې دوی د کرائمیا پوځي چاوڼۍ نیولي.

له بلې خوا یوکراین ویلي چې روس په دې وروستیو ورځو کې په زرګونو پوځيان کرائمیا ته لیږلي.

تر هغې وروسته چې روس د یوکراین «کرائمیا» ته ځواکونه لیږلي، د امریکا او اروپايي هېوادونو لخوا له سخت عکس العمل سره مخ شوي، ددوی په وینا که روس خپل پوځونه یوکراین ته ولیږي نو دوی به په روس پراخ اقتصادي بندیزونه ولګوي.

څو ورځې مخکې امریکايي ولسمشر بارک اوباما ویلي و چې د یوکرائن آزادي او خودمختاري پیمالول روس په تاریخ کې بدناموي او په مستقبل کې ددې بیه ورکوي. د اوباما په وینا دا د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x