ورزش

کرکټ: افریدي بنګلادیش وډباوه، خوږ یې هندوستان کړ

نن ټکی آسیا: په دې عنوان سره د یاهو کرکټ چي د نړیوال کرکټ تر ټولو مهم ویب پاڼه بلل کیږي، د پاکستان د تیري ورځي د بریا خبر ورکړ.

تیره ورځ د پاکستان او بنګلادیش تر منځ د میرپور په شیربنګلا سټیډیم کي د آسیايي جام د سیالیو په ترڅ کي مقابله وشول، چي د افریدي په چټک بیټنګ او وهلو ډبلو سره د پاکستان په ګټه تمامه شول، نوموړي خپل پخوانی ریکارډ یو ځل بیا تازه کړ، په کوم کي چي په اتلس بالونو باندي پنځوس منډي جوړي کړي وې.

تیره ورځ یو ځل بیا په داسي یو وخت کي چي د پاکستان د بریا څرک نه تر سترګو کیده، افریدي لوبه په بله واوړوله، او خپله لوبډله یې د ګټي په لور ور مخ کړه، دا لومړی ځل نه دی چی افریدي بایللې لوبه ګټي، بلکي دوه ورځ تر مخه یې د هندوستان په خلاف هم په ورته مقابله کي ښه لوبه وکړه، او پاکستان ته یې میچ ور وګاټه.

د پاکستان د ننۍ بریا له وجی هندوستان او بنګلادیش د آسیايي جام د فاینل لوبي څخه بې برخي شول، اوس به پاکستان او سیرلانکا ددغه جام د ګټلو لپاره د رواني میاشتي پر 8مې نیټې فاینل لوبه کوي.

د نن په لوبه کي بنګلادیش پچه وګټل، او د بیټنګ فیصله یې وکړه، او په خپل وار یې 326 منډي جوړي کړې، او یوازي یې 3 لوبغاړي وسوځېدل.

د بنګلادیش سره د پاکستان بال غورځونکو، او فیلډرانو ټولو مرسته وکړل، ځکه چي عبد الرحمن په خپل لومړي اور کي ۳ پر لپسې نو بالونه وغورځول، چي له کبله یې د نور بال غورځوني څخه منعه شو، او نورو هم څه خاص فعالیت نه درلود، بلکي ټولو په غلط وخت غلط بالونه وغورځول، او د بنګلادیش لوبغاړو ته یې د شپیږو او څلوریزو امکانات برابر کړل، او ورسره فیلډنګ کونکو هم خپل مرسته ونه سپمول، کیچونه یې ضایع کړل، د بال د مخه لیري سول، تر څو هغه له میدانه په ارامه ووزي، غلط ځایونه یې ترو وکړه، چی کوم لوبغاړی اوټ نه شي، او ډیر نور.

کله چي پاکستان بیټنګ شروع کړ، داسي نه ښکارېده چي پاکستان به تر ۲۶۰ منډو لا ځان ورسوي، او داسي تمه کیدل چی بنګلادیش به دا لوبه په بونس پوانیټ باندي ګټي، او له همدې لاري به ځان فاینل ته رسوي، خو د پاکستان اوپنرانو شهزاد (103) او محمد حفیظ (52) لوبه په یو ښه ملګرتیا پر مخ بوتله، تر دې چی محمد حفیظ په 97 باندي اوټ شو، او ورسره مصباح الحق (4) په 102 مجموعي منډو اوټ شو، ورپسې د امپایر په غلطه فیصله شعیب مقصود په 105مه منډه اوټ شو، خو د هغه وروسته شهزاد (103) او فواد عالم (73) لوبه تر 210 منډو وغځوله، او بیا شهزاد بولډ اوټ شو، د هغه پر ځای د نن ورځي تر ټولو ناکامه لوبغاړی عبد الرحمن میدان ته راغلی، او یوازي اته منډی جوړي کړي، او په 225 منډو باندي بیرته له میدانه وشړل شو.

د عبد الرحمن وروسته شاهد افریدي راغلی، او د هغه د راتګ سره سم لوبه د پاکستان طرف ته واوښتل، ځکه چي په لومړیو اتلسو بالونو یې 50 منډي جوړي کړې، هغه اوه شپږیږي، او دوه څلوریزي ووهلې، او په یوازي سر یې په 25 بالونو باندي 59 منډي جوړي کړې، او بیا رن آوټ شو.

فواد عالم د شهزاد او بیا وروسته د افریدي سره ډیره ستراتیژکه لوبه وکړه، نوموړي هر کله هغوی ته د بیټنګ کولو چانس ورکاوه، تر څو شپږيږي او څلوریزي ووهی، او خپله به یې په یو او دوه منډو لوبه کول، خو چی افریدي اوټ شو، هغه هم یو دوه پر لپسې شپږیږي ووهلی، او پاکستان یې نور هم د ګټي خواته نیژدې کړې.

د افریدي وروسته عمر اکمل راغلی، نوموړي په 9 بالونو 14 منډي جوړي کړې، او بریا یې خپل د هیواد په برخه کړه.

د دې لوبي تر ټولو غوره لوبغاړی شاهد افریدي ونومول شو، چاچي د لوبي په وروستۍ برخه کي تر ټولو مهم رول ولوباوه، او لوبه یې بیرته د پاکستان په ګټه تغییر کړه.

د یادوني وړ ده چي نن 5-3-2014 به د افغانستان او هندوستان تر منځ لوبه کیږي، او صبا 6 – 3- 2014 به د سیرلانکا او بنګلدیش او په اتم تاریخ به د سریلانکا او پاکستان تر منځ فاینل لوبه وی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x