افغانستان

جيمز بي کانګم: د امنيتي سند ځنډ او خڼد له سختو ستونزو وسره مخ کړي يو

د افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو سفير ويلي چې، د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون پر وخت نه امضا کول له يو شمېر سياسي او تخنيکي ستونزو سره مخ کړي دي.

د نورو امريکايي چارواکو پر خلاف د امريکا سفير و ويل چې، که افغانستان له امريکا سره امنيتي تړون امضا نکړي، نو فکر نه کوي چې، د دواړو هيوادو په اړيکو کې دې څه بدلون راشي.
د امريکا سفير و ويل چې، د افغانستان لويې جرګې د دغه سند لاسليک تصويب کړی او له دې وروسته يې هم ولسمشر نه امضا کوي.
جيمز و ويل چې، د امنيتي تړون نه لاسليکول موږ له يو شمېر سياسي او تخنيکي ستونزو سره مخ کړي يو.
د امريکا سفير و ويل چې، که امنيتي سند لاسليک نشي، نو دوی به د افغانستان په اړه پر نوې تګلاره کار پیل کړي او د ۲۰۱۴ تر اخره به خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.
د يادونې وړ ده چې، ولسمشر کرزي ويلي چې، تر هغه به دا سند لاسليک نه کړي تر څو چې، امريکا دا ډاډ ورنکړي چې، افغانستان کې به امنيت راولي، د افغانانو پر کورونو به چاپې نه وهي او افغانان به نه وژني.
هغه ورځ ولسمشر له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې و ويل چې، د دا دوولس کاله افغانان د امريکا او غرب د ګټو لپاره و وژل شول او دته ځان يو غوليدلی انسان ښکاري، ځکه چې، دا دولس کاله يې امريکا سره تل رښتونولي کړې او په مقابل کې يې له امريکا هيڅ رنګه اخلاص او دوستي نه ده ليدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x