نړۍ

ترکيې د اوکراين د مسلمانو لږه کيو د ژوند په اړه انديښنه وښوده

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوګان د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين سره په ټېلفوني خبرو کې و ويل چې دی د اوکراين کرايما سيمه کې د مسلمانو لږه کيو د ژوند او امنيت په اړه انديښمن دی.
اوردوګان د ورسيې ولسمشر سره د اوكراين او د كريما د ازادې سيمې پر حالاتو خبرې وكړې.
د ترکيې لومړي وزير څرګنده كړه چې په اوكراين كې روان كړكېچ بايد د نړيوالو منل شويو قوانينو او هېوادونو ترمنځ د ښو اړيكو په چوكاټ كې آوارې شي.
اردوګان په كريما كې د تركي مسلمانانو لږه كيو د راتلونكې په اړه خپله اندېښنه د روسيې د ولسمشر سره شريكه كړه. اردوګان وويل چې د كريما په سيمه كې چې اصلي اوسېدونكې يې روسان او تاتاري مسلمانان دي، بايد د ژوند او امنيت په اړه يې جدي پام وشي. اردوګان د خپلو خبرو په پای کې و ويل چې، په كريما كې د ټولنو توكمونو غړي بايد باثباته ژوند ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x