نړۍ

پاکستاني طالبانو حکومتي مرکچيانو ته وزيرستان ته د ورتګ بلنه ورکړې

د پاکستاني طالبانو يو جګپوړي مشر ويلي چې، د حکومت مرکچيانو ته يې رسمي بلنه ورکړې چې، د مخامخ خبرو لپاره وزيرستان ته ورشي او دوی يې هرکلی کوي.
دغه طالب مشر چې نوم يې نه دی څرګند شوی، ويلي چې، د مذاکراتو پر مهال چاودنې اوبريدونه د دوی کار نه دی او بايد داسې پيښې د خبرو اترو په منځ کې خنډ نشي.

د حکومت مرکچي ټيم يوه غړي هم د دغې بلنې پخلی کړی او ويلي يې دي چې، له دوی غوښتل شوي چې، وزيرستان ته دې د مخامخ خبرو لپاره ورشي.

د يادونې وړ ده چې، وړمه ورځ د پاکستان پلازمينه اسلام اباد يوې محکمې کې چاودنو او ډزو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. پاکستاني طالبانو و ويل چې، دوی په دغه پيښه کې لاس نلري او هغه يې وغندله.

بل پلو سرچينې وايي چې، د پاکستان حکومت فيصله کړې چې، له دې وروسته به طالبانو سره مخامخ خبرې اترې پیلوي. سرچينې د چارواکو له قوله ليکي چې، د دغو مذاکراتو مرکزي مشر به د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودهري نثار علي خان وي.

له همدې امله د حکومت مرکچي ټيم د طالبانو مرکچيانو سره د ليدو په موخه نن اکوړه خټک ته ځي. ويل کيږي چې د حکومت مرکچي ټيم د عرفان صديقي په مشرۍ نن په اکوړه خټک له مولانا سميع الحق سره ګوري.

سرچينې وايي، په دغه ليدنه کې به طالبانو سره مخامخ خبرو اترو په اړه کړنلاره ټاکل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x