افغانستان

فارياب: طالبانو اووه اربکيان وژلي

د هيواد په شمال کې د فارياب ولايت محلي چارواکي وايي چې، د وسلوالو طالبانو په بريد کې اووه اربکيان وژل شوي دي.

د فارياب ولايتي چارواکي وايي چې، طالبانو د دغه ولايت قيصار ولسوالۍ اون بيکي سيمه کې د اربکيانو پر يوه پوسته وسلوال بريد کې اووه کسان و وژل. ويل کيږي چې دغه پيښه پرون سه شنبه ناوخته شوې ده. وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې، پرون سه شنبه د طالبانو وياند قاري محمد يوسف ويلي وه چې، فارياب ولايت قيصار ولسوالۍ کې اوولس اربکيان د دوی ملګرو سره يو ځای شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x