ارګ: د امریکا هره ستراتیژي راته بې پوښتنې منظوره ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۶): د ګډحکومت ولسمشریزه ماڼۍ په خپل هیواد افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د راتلونکې ستراتیژۍ په اړه هیڅ اندېښنه نه لري او هره احتمالي استراتیژي ورته د منلو وړ ده.

د ارګ ماڼۍ ویاند (دواخان مینه پال) وايي چې د سپینې ماڼۍ د هر ډول پرېکړې هرکلی کوي او زړه یې په دې تکیه دی چې «د افغانستان حالات امریکایانو ارزولي دي»، نو اوس که هر اقدام کوي خامخا به په کې خیر نغښتی وي.

ټاکل شوې چې نن د جمعې په ورځ د امریکا ولسمشر ټرمپ له امنیتي چارواکو او سلاکارانو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي. ویل کیږي چې په دې غونډه کې به د اضافي ځواکونو رالیږل، د ټولو عسکرو ایستل، له بلک واټر امنیتي کمپنۍ سره د جګړې قرارداد کول او داسې نور انتخابونه تر بحث او څیړنې لاندې وي.

خو د ارګ ولسمشریزې ماڼۍ ویاند دواخان مینه پال د خپل هیواد په اړه د امریکا هرې احتمالي پرېکړې ته مخکې له مخکې هرکلی ویلی او له امریکا غږ راډیو سره په مرکه کې يې زیاته کړه:

«د دوی [امریکایانو] امنیتي مقاماتو خپلې ارزونې کړي دي، نو هر تصمیم چې په دغه برخه کې نیول کیږي دا د افغانستان د ثبات او امنیت سره مرسته کوي».

نوموړي دا ونه ویل چې ګډحکومت خپل غوراوی او انتخاب هم لري او که نه، خو د امریکایانو «ارزونې» یې اعتباري وبللې او ټینګار یې وکړ چې د ټرمپ هره ستراتیژي ورته قبوله او منظور ده.



3 تبصرې

  1. کنړ کی کوم خان د هغه کلی یا سیمی شاوخوا هغو خلکو ته لنګر چالان کړی وو چه څوک به رښتنینی تنبلان ( طبیعی بیکاره ) خلک وو یعنی کومه ستونزه به یی درلودله کا به یی نه شو کولایی . خو د هغه سیمی هر چا به ځان په تنبلانو کی اچولی وو بهانی به یی کولی [چه پشی او یا اوږی می خږیږی او داسی نور ] خان هغه لنګرخانی ته چه خلکو ته یی پکی ډودی ورکوله اور اچولی ، طبیعی ده چه له مرګه هر چا ځان ژغورلو تولو منډی کړی ، مګر دوه کسان پاتی شوی [ یو یی چیغی وهی چه ومی ژغوری وسوم ، هغه بل یی ور ږغ کړی چه زما د باره هم چیغی ووهه چه وشوم یعنی د سوخیدو ویلو توان یی هم نه درلود ] نو خان هماغه دوه کسان وساتل او نور یی وشړل .
    د کابل غلامان هماغه تنبلان او بیکاره غلامان دی ، څه لنګرخانه چه ورته امریکا جوړه کړی او او څه چوشکونه یی خولو کی ورکړی بیکاره ، نااهله او نابوهه خلک دی څه چه ورته امریکا ورکوی په هره بیه چه وی هغوی ته منظور ځکه دی چه یو خوا ته [[ پاڼ او بله خوا یی پړانګ یعنی طالبان قرار لری ]]]
    تړون د خپلواکو سره کیږی اوس خو به ټولو هیوادوالو او نړیوالو ته د کابل د غلامانو د بیدون چون او چرا غلامی په دآګه شوی لکه فاحشه چه د خپلو لوڼدانو به اړه وایی څرنګه مو خوښه وی هغسی کوی د شا له خوا او که دمخه له خوا خوند درکوی ماته بی تفاوته ده صرف جیبونه او خیټی مو ډکی ساتی د میکپو او نیکتایو د پاره ډالری او ایرو راکوی .
    اوس به تاسی ته پټه لګیدلی وی چه امریکایانو له دوی قضایی مصونیت ولی اخستلو له غلام قاضی او له غلام ریس قضایی امنیت د دوی د ټولو معنویاتو باندی واک او لاس لرلو قضایی مصونیت هدف وو ، کوم چه دوی په دفترو ، لیارو او کوڅوک کی ساتی .
    سربیره پردی چه د پهره دارو عسکرو له خوا یی په کورونو کی څه تیریږی هغه خو به وی ، مګر مونږ ته کابل کی د ډیرو مهمو کسانو له خوا د نوم نه ښودلو په شرط وویل شو ، چه ډیړو لوړپوړو غلامو جارواکو ته ځانګړی میلی او میلمستیا جوړوی، هغه میلمستیاوو کی هر څوک نه وی یوآخی دوی او د اشغالګرو لوی جنرالان شتون لری کله چه یی په کبابو او شرابو ښه وپړسوی ، ځینی عسکرو ته چه هغه نیشه نه وی دنده سپارل شوی چه هم په دغو غلامانو او هم یی په میرمنو څه چه یی خوښه وی هغه ترسره او ویدیو ګانی یی ډکی کړی، بله ورځ بیا ځآنله هماغه لوړپوړی چارواکی راغواړی ډیر ځانګړی مجلس کی ورته هغه ویدو ګانی علنی کوی. ورته اخطار ویل کیږی تاسی ته له دی وروسته سپین چیکونه درکول کیږی چه څومره ځانته لیکی هغه ولیکی ، مګر زمونږ له اوامرو که مو سرغړونه وکړه دغه ویدو ګانی به عوام الناسو ته علنی کوو نو به هغو ویدو کانو یی د تل د پاره یرغمل نیولی ، که کوم یو هغه مجالسو ته نه راځی هغوی به زور راولی او دغه عمل ورسره تر سره کوی .
    نتیجه : نو دواخان مینه پال بیچاره چه د جمهورر ریس خوله ده څه چه ویلی مجبوره دی څه چه د لونډانو ( د اشغالګرو ) خوښه وی ودی کړی معنویات ورته نه دی پاتی په مادیاتو خو دا پاتی ژوند په ارامه ، عیاشیو او فحاشیو کی تیر کړی له کومه چه یی طالبان مزاحمت څه چه د دغه ټولو شرمونو او غلامیو یی سزا ورکوی جه د چارواکو له کورونو یی د شنو سترګو او سرو ویستانو ماشومان راوځی او دځینو خو دغه ماشومان کالجو او پوهتونو ته رسیدلی یعنی د اشغالګرو وریرونه او یا خورینه دی مننه

  2. ١٦ كال مخكي چي امريكا زموژ هيوادي ونول نو د ارگ سخه اجازت اخستلي و نه همداغسي اوس هم هر پريكره چي وكي غلام خان به ورته هركلي واي د تعجب زاي نه دي

  3. څوک چې د یو چا په نکاح شوې ښځه وي او په پیسو اخیستل شوې وي نو لازمه ده چې د مېړه هره خبره ومني !
    څوک چې غلام ،فاسد ، قاطل وي او د اسلامي اخلاقو خلاف حرکت کوي نو له هغه څخه ګیله نشته او د له منځه وړلو تدبیر یې په کار دی ! دا بې ناموسان به د الله پاک په ملتیا له منځه لاړ شي ځکه دوی له منځه مردار او وراسته شوي دي !

    نالت پر دې فاسدینو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.