افغانستان

طالبان: ډیر ژر به له امریکايي اشغال څخه د ازادۍ کلیزه هم ولمانځو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۶): طالبانو د هیواد د ازادۍ او استقلال د ۹۸یمې کلیزې په مناسبت اعلامیه خپره کړې او دا ورځ یې «له افتخاره ډکه او د هیواد د نجات تاریخي ورځ» بللې.

اعلامیې د یادې ورځې په مناسبت ولس ته مبارکي ورکړې او تاسف یې ښودلی چې له استعمار څخه د ازادۍ کلیزه په داسې حال کې راځي چې «لا هم زمونږ په ګران هیواد کې د انګریزانو په شمول امریکايي ښکیلاک د اشغال او یرغل ناولې پنجې ښخې کړي دي».

په اعلامیه کې طالبانو په بهرنیو ځواکونو غږ کړی چې په افغانستان د یرغلونو له تاریخ څخه عبرت واخلي او د دې هیواد د اشغال هیله او تمه له زړونو وباسي.

طالبانو دغه راز د هغو کسانو لپاره «شرم او مختوري» غوښتې چې په وینا یې د اوسني اشغال عاملین او ګوډاګیان دي او زیاته کړې يې ده چې هیوادوال به ډیر ژر له امریکايي اشغال څخه د هیواد د ازادۍ کلیزه د زمري د ۲۸مې په څیر ولمانځي.

یاده اعلامیه نن ټکی اسیا ته رارسېدلې، چې اهمیت ته په پام سره یې کټ مټ نشروو:

له انګریزانو څخه د هیواد د استقلال اخیستلو د ۹۸ کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

د زمري د میاشتې ۲۸ نیټه د افغان میړني ولس هغه له بري او پرتمه ډکه ورځ او د خوښیو شیبي دي چې د وخت د انګریزي طاغوت درې ځلیزو یرغلونو په وړاندې افغانانو د خپل مجاهد روحانیت او بادرکو علماء کرامو په رهبري د بې سارو قربانیو او سرښندنو په نتیجه کې انګریزي استعمار ته تاریخي او شرموونکي ماتې ورکړه او په پای کې اتلو افغانانو په نړیواله توګه د ۱۲۹۷ هجري لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۸ نیټه برتانوي امپراطوري د خپلې ویاړمني خپلواکی منلو ته اړویستله.

مونږ د دغې سترې ورځي په رارسیدو خپل مجاهدولس ته مبارکي وایو او د خپلو اتلو او ننګیالیو اسلافو میړانو او قربانیو ته درناوي وړاندي کوو.

خو متأسفانه له انګریزي استعمار څخه د استقلال ترلاسه کولو ۹۸ مه کلیزه په داسې شرایطو کې پر موږ راځي چې لا هم زمونږ په ګران هیواد کې د انګریزانو په شمول امریکايي ښکیلاک د اشغال او یرغل ناولي پنجي ښخې کړي دي په افغانستان کې یې زرګونه پوځیان دافغان ولس په خلاف جګړه پرمخ بیايي او له تیرو ۱۶ کلونو راهیسي یې زمونږ ملي خپلواکی او سیاسي استقلال یرغمل کړی دی.

مونږ امریکایانو او اوسنیو پرنګیانو ته وریادوو چې تاسو باید د خپلو نیکونو له هغو درې ځلیزو یرغلونو څخه کلک عبرت او درس اخیستی وای، چې په خپل ټول قوت، ستراتیژیو او ډول ډول حربو په کارولو یې انتهايي هڅې وکړي ترڅو دغه ننګیالی ولس تسلیم او په ټاټوبي یې خپله امپراطوري وچلوي، چې بالاخره یې پایلې هغوئ ته له سخت ندامت او شرمندګۍ ډکي وې او په ټیټو سترګو له افغانستان څخه وتلو ته مجبور شول او د افغانستان استقلال یې په رسمیت وپيژاند.

دا چې تاسو خپل یو نیم لک پوځ او څلور لکه ګوډاګي عسکر له خپل ټول جنګي ماشین سره استعمال او دوه تریلیونه ډالر مو خاوري ایرې کړل او بیا هم په دې ونه توانیدئ چې نور افغانستان څه چې یوازې د کابل ښار د ځان لپاره خوندي او د خپلې خوښې حکمراني پکې وچلوې نو پوخ یقین ولرئ چې له دې وروسته هم د هیڅ پرمختګ او بریا چانس نلرئ، نو ستاسې لپاره غوره مشوره او د نجات لاره دا ده چې له افغانستان څخه پښې سپکې کړئ او افغانان پریږدئ تر څو لکه د نړۍ د نورو ملتونو په څیر په ارامي او سوکالۍ کې ژوند وکړي.

په پای کې په داسې حال کې چې د زمري د۲۸ نیټې پر ویاړونو افتخار کوو او د هیواد د نجات تاریخي ورځ یې بولو، ورسره یوځای د اوسني اشغال عاملین او ګوډاګیان یې مختوري، شرمیدلي او رسوا غواړو او په الهي نصرت کلک باور لرو چې هغه شیبې ډیرې نږدي دي چې زموږ هیوادوال به لکه د زمري د۲۸ په څیرله امریکايي طاغوت څخه د ګران هیواد د نجات او خلاصون زیری هم واوري او د بري شیبي به یې لکه د زمري د۲۸ په شکل هرکال لمانځي.

ان شاالله تعالی

دافغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۸/۱۱/۲۶هـ ق

۱۳۹۶/۵/۲۷هـ ش ــ 2017/8/18م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

داسلام اوکفردعدالت فرق د طالبانواومجاهدینووروڼودخاص توجه وړ کم وخت چه دیونان سلطان سکندرایران ونیوۍ فوج یی کم وو پرایران یی داوږدی مودی له پاره حاکمیت نسوکولای نویی دیونان دهغه وخت پوهانواوپلاسپه ووته خط ولیکۍ .چه ایران دهستیوډک ملک دۍ خوزما فوج دونه ندی چه همیشه یی ترتسلط لاندی وساتی ،موږته داسی هدایت وکۍ چه داملک دهمیشه دپاره ترخپل اشغال لاندی وساتلای سو،کفاروپوهانواوعالمانوداسی داسلام ضد مشوره ورکړه چه نن یی ټول کفارپه اسلامی ملکو کی استعمالوی:پرلوړوچوکیونااهله اووطن فروشان مقررکه چه هغوی پدی پوهیږی چه داقدرت موږته دی بیګانوو راکړۍ دۍ که بیګانه ولاړسی پردی چوکیوموږخپل ملت نه پریږدی نوستاسووهرخدمت ته حاضردی،اوپه… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)۰

هو دا سرګند حقیقت دی چی شیطانه امریکا نور دا توان نلری چی افغانستان همداسی یرغمل اوساتی افغانستان د طالبانو په څیر سرښندونکی لری او انشاالله چی امریکا او د هغی ګوډاګیانی ماتی سره مخ کړی دی او ډیر ژربه هغه ورځ راسی چی افغانان به د امریکا د ماتی ورځ هم ولمانځی ژوندی دی وی د افغانستان د اسلامی امارت مجاهدین او مړه دی وی د امریکا غلامان د شرو فساد بد نامه ډله اد طالب مجاهدینو نه مو دا هیله ده چی ډیره هڅه وکړی چی عام ولس ته مو په هیڅ وجه کوم ضرر ونه رسیږی ځګه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x