muhabbat heart

له واده مخكي مينه

عن ابن عباس ، قال : جاء رجل إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقال : إن عندنا يتيمة وقد خطبها رجل معدم ورجل موسر وهي تهوى المعدم ونحن نهوى الموسر فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” لم ير للمتحابين مثل النكاح ” . رواه ابن ماجه في سننه والحاکم في المستدرک والطبراني في المعجم الکبیر والاوسط ورواه البیهقي ) .

ژباړه: عبدالله بن عباس رضي الله عنه وایې: یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویې ویل: له موږ سره یوه یتیمه ده یو غریب سړی یې ځان ته غواړي او بل شتمن سړی یې هم غواړي، خو زموږ یتیمه غواړي له غریب سره نکاح شي، اوموږ غواړو شتمن ته یې ورکړو، رسول الله صلي الله علیه وسلم وویل: په نکاح سره ډیر ښه محبت او مینه رامنځته کیږي.

شرحه:

د حدیث د دې جملې: ” لم ير للمتحابين مثل النكاح ” په شرحه کې د حدیثو شارحین لیکي: ومعنى الحديث أن الرجل إذا نظر إلى المرأة وأحبها، فعلاج ذلك الزواج بها، یعني یوسړی چې پردۍ ښځې ته وګوري او مینه یې ورسره پیداشي د دې مینې علاج داده چې له هغې ښځې سره دي واده وکړي. امام المناوي رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې لیکې: که یو سړی پردۍ ښځې ته وګوري او زړه ته یې د هغې مینه ننوځي نو که له هغې سره نکاح وکړي دامینه به یې لازیاته شي،: إذا نظر رجل لأجنبية وأخذت بمجامع قلبه فنكاحها يورثه مزيد المحبة، او د حدیثو مشهور شارح امام الطیبي رحمه الله هم دا خبره کړې ده.

مطلب داشو چې دعشق او مینې لوی علاج واده ده او له نبوي لارښوونې سره سم که څوک له داسي چاسره واده وکړي چې مینه ورسره لري دامینه به یې په نکاح سره لازیاته شي. اوداخبر په تجربه سره ثابته ده چې اکثره داسي لیدل شوي دي چې یوڅوک یوه کمزورې ښځه نکاح کړي خو له نکاح وروسته یې له هغې سره پوره مینه زیاته شي او الله ښه دخوند ژوند ورنصیب کړي.

دا نبوي حدیث د نن سبا ځوانانو له پاره ښایسته او په زړه پورې لارښوونه ده، که څوک په دې حدیث عمل وکړي الله به یې د لوبېپور میریډ یا له واده مخکي میني له لعنت نه وژغوري، له واده مخکي مینه، اړیکې او هغه غځول شرعا ناروا، حرام او ګناه کبیره ده او دا ستره ګناه هم د غرب له خوا دختیځوالو له پاره یوه پلیته ډالۍ ده بناء دالله ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم موږ ته پاکه او ښایسته لاره بیان کړې ده که چرته مو له چا سره مینه پیداشوه د دې مینې علاج په واده سره وکړئ او په واده سره مینه لازیاتیږې. ” لم ير للمتحابين مثل النكاح “.

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د