امنیتي چارواکي: په غورماچ کې د ملي اردو ۸۰ تنه سرتیري محاصره دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۶): امنیتي چارواکي د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې پر داسي مهال د ۸۰ تنه سرتیرو د محاصرې خبر ورکوي چې د تيري یکشنبې په ورځ طالبانو د غورماچ ولسوالۍ پر مرکز سپین بیرغونه ورپول.

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وایي چې شاوخوا ۸۰ تنه د ملي اردو عسکر د تېرو شلو ورځو څخه په غورماچ ولسوالۍ کې د طالبانو تر محاصرې لاندي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دریم کنډک د دریېمي لوا قومندان فرید طلوع نیوز ته ویلي چې دغه سرتیري د غورماچ ولسوالۍ په چینایي کمپ کې محاصره دي.

نوموړۍ وایي چې ددوی دوه تنه سرتیري لس ورځي وړاندي ټپيان سوي چې تراوسه په ټپي حالت کې ددوی سره پراته دي، حکومت دوی ته هیڅ مرسته نه ده رسولې ان تر دې چې ددوی ټپيان هم نه دي تداوي سوي.

د ملي اردو سرتیري ډیر ځله د مرکزي حکومت څخه شکایتونه کوي چې د جګړې ډګر ته تر لېږلو وروسته د هغوی هیڅ ډول مرسته نه کوي، ډیر وختونه د ژوندي پاته کیدلو په موخه هغوی طالبانو ته ځانونه تسلیموي چې بیا وروسته د طالبانو له لوري یا خو خپله تداوي کیږي او یا هم سره صلیب ته سپارل کیږي.

3
تبصره وکړئ

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

ښځی د نارینه وو کړنی نه شی ترسره کولی . د کابل غلامان یوآخی غلامان نه دی ناوړتیا او فساد کی هم تر غوږونو ډوب دی ، هغو نااهلو غلامانو ته پولیس او عسکر د تشناب کاغد مثال لری چه کونی پری پاکی کړی او نور یی هیسته وغورځوی ، کوم معاشونه ، مرمی او مهمات چه ورکوی له هغو هم غلاوی کوی او هغه څه چه ورکوی هغه هم په خپل وخت او ښه کیفیت نه رسیږی ، حتی د جنګ کولو او نه کولو په قومانده کی یی ګډودی او ویشنه ده څوک ورته یو او څوک ورته… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

د ملی اوردو ځواکونه هم زمونږ افغانان دی او د دی خاوری بچی دی او طالب ځواکونه هم د همدی خاوری بچی دی د دواړو په وژلکیدو باند سخت غمجن کیږم الله پاک دی امریکا نابوده کړی چی ډیر افغانان یی د افغانانو په لاس له مینځه یوړل دوړو خواوته دا زما پیغام دی چی د یو بل له وژلو لاس واخلی او دابه ښه وی چی دواړه خواوی سره یوځای شی او امریکا ته دی یو مختورنه ماتی ورکړی.

افغان
میلمه
افغان

فهیم صاحب او مسلمانو افغانانو ورونو سلامونه او نیکی هیلی می ومنۍ ! ستاسی فرموده سمه ده چه دواړه خواوی افغانان مړه کیږی افغان هم ورته مه وایه دواړه خواوی مسلمانان وژل کیږی . خو یوه ډله خپلواکی غوښتونکی او بل اړخ خپلواکی ځپونکی او د امریکا او ناتو یعنی نړیوال کفر په قومانده تمویل او تجهیز جنګیږی د هغوی له خوا روزل شوی او روزل کیږی. دا د نړیوال یهودی استعمار سرمایداری طبقاتی فتنه ده لمړی یی هغو هیوادو کی چه دوی حکومتی تسلط لری ( یعنی دوی ورته خپل هیوادونه وایی ) طبقاتی ټولنی یوه سلنه ( خپله… نور لوستل »