افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن

امریکايي قومندان «نیکلسن» هم افغانانو ته د ازادۍ مبارکي ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۶): په افغانستان کې د مېشتو امریکايي پوځیانو عمومي قومندان افغانانو ته د ازادۍ د کلیزې مبارکي ورکړې.

جنرال (جان نیکلسن) نه یوازې د امریکایانو بلکې د هغو ۳۹ نورو هیوادونو په استازیتوب هم مبارکي ویلې چې دا مهال یې عسکر په افغانستان کې پراته دي.

نوموړي په یوه مطبوعاتي پیغام کې ویلي:

«زمونږ د ۳۹ هیوادونو د ایتلاف د ټولو غړو په استازیتوب نن د افغانستان شریفو خلکو ته خپلې نیکې هیلې او د زړه له کومې مبارکي ورکوم».

امریکايي قومندان زیاتوي چې افغانانو ته په داسې حال کې د ازادۍ مبارکي ورکوي چې د لسګونو هیوادونو عسکر ورسره په هیواد کې اوږه په اوږه ولاړ دي.

«دا مبارکي په داسې حال کې وړاندې کوم چې مونږ په خپل اوږدمهاله مشارکت کې اوږه په اوږه سره ولاړ یو او د افغانستان د ازادۍ ۹۸یمه کلیزه لمانځو».

جنرال جان نیکلسن هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې يې روانه «ملګرتیا او همکاري» کلونه کلونه نوره هم وغځیږي.



یوه تبصره

  1. نیکلسن د کابل د غلامانو په حماقت او بی ناموسۍ خاندی ، وایی زمونږ د ټانکو او الوتکو لاندی د غلامی ژوند تیروی مونږ درته ریسان ، وزیران ، جنرالان ، وکیلان ، قاضیان ، والیان او ولسوالانو ټاکو او مونږ مو له عسکره تر جنرال او له ماموره تر ریس جمهوره معاش ورکوو بیا هم تاسی د خپلواکی چیغی وهی ، وایی چه دا هم زمونږ قومانده ده چه هم دا درسره کوم او هم دا ، د همدی او همدی سرته رسولو د پاره مو درڅخه قضایی مصونیت تر لاسه کړی . د هیواد قضایی مصونیت خو بی له هغی هم زمونږ په لاس او واک کی دی مګر دغه قضای مصونیت چه مو درڅخه اخستی هغه دد وی د کورونو دننه قضایی مصونیت دی چه لمړی د بادرانو او بیا د غلامانو وار وی ، نیکلسن ځکه خاندی او په خپله دی پیاوړتیا ویاړنی او خوشالی کوی مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.