taliban.with-rinjer

طالبان وايي، چمتال کې يې مهمې پوستې او ستراتيژکه سيمه نيولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۶): د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي، چې دوه مهمې پوستې او ځينې کلي د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

د طالبانو له لوري نن ټکی اسيا ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی وسله والو پرون ماښام د چمتال ولسوالۍ مربوط د جرکلا او اينکلا په سيمو کې د محلي پوليسو او د حاجي غوث الدين سيمه کې د دولتي ځواکونو په کنډک بريدونه پيل کړل، چې اوس هم ادامه لري.

طالبانو ويلي، تر دې دمه يې دغه کنډک او د فدامحمد او قومندان مسعود مهمې پوستې او نهه کلي چې مهمه ستراتيژيکه سيمه ده نيولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې تر دې دمه ۷ دولتي سرتيري وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

د طالبانو په وينا، په جګړه کې دوه ټانګونه ويجاړ شوي او د دوه رينجرو په ګډون ۸ موټرسايکلونه او په زياته اندازه پوځي توکي هم د دوی لاسته ورغلي دي.

يوې ځايي امنيتي سرچينې پېښه تائيد کړې او رسنيو ته يې ويلي، چې اوس مهال جګړه د چمتال ولسوالۍ مرکز ته په نږدې سيمو کې روانه ده او د وسله والو طالبانو له لوري د دولت ځينې نورې پوستې هم د کلکې کلابندۍ لاندې دي.

سرچينه زياتوي، که سيمې ته تازه دمي سرتيري وانستول شي، ښايي دغه پوستې هم د دولتي ځواکونو له ولکې ووځي.

تر اوسه په دې اړه ولايتي چارواکو څه نه دي ويلي.

شاوخوا پنځه ورځې مخکې هم په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې وشوې، چې طالبانو يې د پنځو پوستو او يوويشت کليو د نيولو خبر ورکړی و.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.