نظــر

د خپلواکۍ ورځ دي هغو ته مبارکه وي چي دا هيواد خپلواک غواړي

استاد عبدالمالک همت

نن د روان کال د زمري د مياشتي ۲۸مه د ګران هيواد خواږه او زړه ته راتېرافغانستان د خپلواکۍ د بيا ګټلو ۹۸ مه کليزه ده. دا ورځ دي پردي پالو ته نه، بلکي خپلواکي پالو او پرهيواد مينو افغانانو ته نېکمرغه او مبارکه وي.

موږ او تاسي پوهيږو چي زموږ مسلمان، درانه او پتمن خلک په اوسنيو وختونو کي د خورا ډېرو ډول ډول کړاوونو سره مخامخ دي. که رشتيا ووايو د ګران هيواد افغانستان خلکو د دوی د بهرنیو او کورنيو دښمنانو د ډول ډول ظلمونو له امله هيڅ وخت روغه ورځ نه ده ليدلې. واک ته د شاه امان الله غازي تر رسېدو دمخه د دغو دښمنانو له بېخرتو ظلمونو څخه تر پوزي راغلي ول. د هيواد ديني کړيو او روحاني ډلو د هيواد د بهرنيو دښمنانو د لاسوهنو او د واکمنو او د هغو د ځيره خورو او نورو فاسدو عناصرو له ظلمونو او عیاشیو څخه سخته کرکه کوله او په هيواد کي د يوه داسي اسلامي افغاني نظام په هيله ول چي د انګرېزانو تر ښکېلاک لاندي نه وي. د هغه مهال روڼ اندو کټ مټ د دغو ديني عالمانو او روحانیونو دريځ درلود. د استبداد او ښکېلاک پر ضد د هيواد هر قشر په خپله ونډه مبارزه کوله او زياتي قربانۍ يې ورکړې. په دغو احوالو کي شاه امان الله غازي د هيواد د روڼ اندو او جيدو اسلامي عالمانو تر اغېز لاندي راغی او د بهرنيانو د ښکېلاک، د هيواد د وروسته پاته والي او د عام ولس د خوارۍ او دربدرۍ په ليدو يې د بهرنیو او کورنيو دښمنانو ضد دريځ ونيو.

ټول تاريخونه شاهدي ورکوي چي ټول ولس او د پوځ جنرالانو او سرتېرو او د هيواد ديني عالمانو او روحانيونو د ګران هيواد د خپلواکۍ د اخيستلو لپاره د انګرېزانو په وړاندي د جهاد د اعلان په سر او مال ښندلو او تودو احساساتو هرکلي وګړ او د هيواد له ګوټ ګوټ څخه خلکو د هيواد د خپلواکۍ ګټلو لپاره د انګرېزي ښکېلاک په وړاندي جهاد ته ورودانګل.

خو له بده مرغه د خلکو د دې جهادي او هيواد پالو ولولو او زور او زوږ سره جوخت انګرېزانو د پوځي جګړه ييزو عملياتو ترڅنګ جاسوسي اډانې هم پر خوځښت راوستلې. په خلکو کي يې د خپلواکۍ د جهاد پر ضد د زښتو زياتو پيسو په ښندلو سره زهرجن تبليغات پيل کړل، يو شمېر خلک يې د مجاهدينو ضد کړنو ته چمتو کړل او په دولت کي ډېر خاين مامورن يې د دې هيواني پاڅون په وړاندي کارشکنۍ ته وګومارل. اما څنګه چي د هيواد د خپلواکۍ د دې ستر اسلامي وطني جهاد پوځي او انتظامي لارښوونه د ډېرو اسلامي عالمانو او روحانيونو په لاس کي وه بالاخره د زښتو زياتو قربانيو او سرښندنو په پايله کي د افغانستان خلکو د خپل هيواد خپلواکي بيرته وګټله. له بده مرغه په راولپنډۍ کي د انګرېزي لوري سره د خپلواکۍ د اخيستلو افغاني لوری چي مشري يې سردار علي احمد خان کوله په خبرو کي بريالی نه وو، بلکي د دغه سردار او نورو خيانت پکښي دخيل وو، ځکه د دغو خبرو په پايله کي چي د خپلواکۍ کومه معاهده وسوه په هغې کي د برتانوي هند او افغانستان تر منځ د ډيورنډ توره کرښه بيا هم بېلوونکی کرښه وګڼل سوه. له دې امله د دې کرښي په دواړو خواوو کي افغانانو اعتراضونه وکړل او چيغي او نارې يې پورته سوې. بيا د خپلواکي د دوهم کنفرانس په ترڅ کي چي د مخکنيو ژمنو سره سم په منصوره کي جوړ سو د افغاني پلاوي مشر محمود طرزي څه بابېزي هلي ځلي وکړې، خو حقيقت دادی چي په دې اړه د بنسټيزو هلو ځلو اراده موجوده نه وه.

لنډه دا چي د هيواد د خپلواکۍ په دې ستر جهاد کي د ډېورنډ کرغېړني کرښي د دې او هغي خوا ډېرو ديني عالمانو، د مدرسو طالبانو، سيدانو او روحانيو هم په عملي توګه ونډه درلوده، هم يې مقتديانو، شاګردانو، پيروانو او مريدانو د هغو په لارښوونه برخه پکښي اخيستې وه او هم يې تبليغ ورته کاوه. که په دغه اتلواله جګړه کي د دغو خلکو پر نومونو او کارنامو څېړنه وسي يو غټ کتاب به ځني جوړ سي.

په دغو هيوادنيو ډغري وهلو کي د ځينو ديني عالمانو نومونه په دې ډول دي: ستر عالم او مجاهد حاجي ملا عبدالرزاق اندړ، د هغه زوی حافظ عبدالرب. هندی مهاجر مولوي محمد بشير. د بابړي ملا صاحب. د ترنکزو حاجي صاحب. ايپي فقير. د سوات حاجي صاحب. مولانا محمود الحسن مولوي تاج محمد صاحب. مولوي فضل ربي. د چکنور حاجي صاحب. نامتو عالم مولانا عبيدالله سندي. مولوي صالح محمد کندهاری. سيد اکبر پادشاه. مولوی بهرام خان اڅکزی. ملاخير محمد او بېخي ډېر نور.

له بده مرغه لکه چي تر اوسه معمول دی علمای کرامو د دولت په لوړو مقامونو کي برخه نه درلوده او د شاه امان الله سره يې له نژدې اړيکي نه وې، له بله پلوه امان الله ښه او بد دوستان او همکاران هم نه پېژندل. ډېر جاهل، د ټيټي سويې او سواد درلودونکي، غوړه مال، ځان غوښتونکي، خاين بډي خواره، خپل چاروکي او د انګرېزانو ګومارلي عناصر پر راګرځېدلي وه. ډېرو د امان الله خان سره په ظاهره ځانونه دوستان ښوول، خو په پټه يې د هغه پر ضد دسيسې جوړولې او د پردو په ګټه يې کړني کولې. پخپله شاه امان الله غازي هم په دربار کي په ناز او نعمت روزلی شهزاده وو، تېروتني يې ډېري کولې، په اسلامي احکامو او مسايلو کي يې معلومات نه درلوده. کم تجربه او احساساتي وو، ژر غولېدی ، تصميم به يې په تلوار او تر مهال دمخه نيوی، تر وخت دمخه په لږ وخت کي د ډېرو سمونونو غوښتونکی وو، خو که به څه لږه ستونزه پېښه سوه ژر به له خپله هوډه اوښتی. ډېر اقدامات او کارونه يې د اسلام د سپېڅلي دين له نظره هم سم نه بلل کېدل.

د شاه امان الله خان يادوسووعجولانه اجراآتو د انګرېزانو او د هغو د پلويانو تبرونو ته ډېر ښه لاستي ورکړه، د هغو د تخريب او تبليغ ماشين يې خورا زيات ګړندی او اغېزمن کړ، ډېروخاينو اشخاصو او ناپوهو او راتلونکو مصايبو ته پام نه کوونکو عناصرو د دې پر ځای چي د امان الله سره د هغه د ناسمو په سمولو او تصحيح کولو کي کومک وکړي، د هغه دغه کړني او تکلونه يې د هغه، خپلواک افغاني دولت، هيواد او خلکو پر ضد او د انګرېزانو او د هغو د ګوډاګيانو او راتلونکو، مستبدو ظالمو او انګرېز پلوو حاکمانو په ګټه استعمال کړل. پايله داسوه چي شاه امان الله غازي او د هغه لږ شمېر ملګري د ماتي سره مخ سول او هيواد او خلک د نور ډېر مهال لپاره د بدمرغيو په تيارو کي پاته سول.

د دغو او ډېرو نورو عواملو له امله په هيواد کي ګډوډي، ناامنۍ او قطاع الطريقۍ رامنځ ته سوې. انګرېزان بل ډېر خطرناک چال هم ولاړل او د حبيب الله کلکاني په نامه يو نالوستی سور غل يې په لطايف الحيل د دولت د خاينو مامورينو او کورنيو دښمنانو په همږغي له سماوار چي توب او غلا څخه د هيواد او خلکو بدمرغه کولو ته وګوماره او حمايه يې کړ. چي د دغه ناسور اغېزي تر اوسه د افغانستان وروڼه قومونه لمسوي او ډېر سخت يې زوروي.

د انګرېزانو په ملاتړ د سقاو زوی او ورسره ملګري غله تر دې کچي پياوړي سول چي د افغانستان د واک پر ګدۍ کښېنستل او ورسره سم هيواد او خلک د ناورينونو په ډېرو سختو ګړنګونو کي ډوب سول.

اوس چي بيا موږ د مهال د ښکېلاکګر ځواک جګړه پالي امريکا او هماغه مکار انګرېز تر ځناورانه نيواک لاندي او د نورو ګاونډيو هيوادونو د دسيسو او دښمنيو په ګرداب کي په سختۍ سا باسو، موږ ته په کلکه په کار ده، چي د ښکېلاک په چوکيو، امتيازونو، ډالرو او تبليغاتو ونه غوليږو، دښمن هماغسي ښکېلاکګردښمن دی، زموږ خلک دي پوه سي چي که دا ځل هم د دښمن په مکاريو وغوليږي سخت به خوار سي. کومو خلکو ته چي د امريکې او نورو دښمنانو په لطف وکرم څه ارګاه او بارګاه برابره سوې وي او خولۍ يې په غوړو کي سوې او د پيسو ټولولو موکه په لاس ورغلې وي په غوليږي دي نه ( په زياته دي خلک او ځوانان په دغو خلکو نه غوليږي او نه داچي پسي وځغلي او پلوي او ملاتړ يې وکړي، پرمخونو دې ورتو کړي). ځکه دا هر څه کاذب شخصيتونه يې په ناړو پوري نښلول سوي دي او شتمنۍ يې هم بيرته تر پوست څڅيږي او پر دې سربېره به يې پښت ـ پښت ته د بې ننګۍ او د امريکې او د هماغه پخواني انګرېز د غلامۍ پېغور ورپاته وي. تاريخ هر څه په خپله حافظه کي ساتي، هيڅ شی نه هېروي او قضاوت هرومرو کوي.

نو راځئ د دغه اوسني مکار او پيسه مست، خو ماتي ته بېخي نژدې سوي دښمن په وړاندي يو موټۍ سو ، سرناخلاصۍ پرېږدو او ټول د يوه سوک په څېر ورته ودريږو او خوله يې ور کږه کړو. وماعلینا الا البلاغ المبين.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x