د ټرمپ سوچ د افغانستان په طبیعي زېرمو کې بند دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۶): فارین پالیسي مجلې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي يې دي چې تېره میاشت د امریکا ولسمشر ټرمپ د یوې کیمیاوي کمپنۍ له مشر سره غونډه درلوده او د افغانستان د سترو طبیعي زېرمو د اقتصادي ارزښت او استخراج په اړه یې خبرې کړي.

د (امریکن الیمنټس) کمپنۍ چې فلزي او کیمیاوي مواد تولیدوي، رئیس (مایکل سلور) په غونډه کې ټرمپ ته ویلي چې په افغانستان کې د مسو، اوسپنې او نورو کم یابه فلزي عناصرو ډيرې سترې زېرمې تر خاورو لاندې پټې دي، چې ارزښت یې یو تریلیون ډالرو ته رسیږي.

فارین پالیسي مجله لیکي چې د افغانستان طبیعي زېرمو ته د ټرمپ هوس او اشتها په لومړي ځل ولسمشر اشرف غني راوپاروله. د یو امریکايي چارواکي په وینا، اشرف غني د ریاض کنفرانس په څنډو کې له ټرمپ سره وکتل او هغه ته یې وویل: «مونږ په ډېره ستره خزانه باندې ناست یو». نوموړي همدا راز ټرمپ ته وویل: «ولې د چین په ځای امریکايي کمپنۍ دا کار نه کوي؟».

د (امریکن الیمنټس) کیمیاوي کمپنۍ له مشر سره په غونډه کې په دې تاکید شوی چې ټرمپ او د هغه مرستیالان باید په افغانستان کې یوه عاجله حل لاره پیدا او د کلونو روان بندبست ته د پای ټکی کیږدي، ترڅو د اشرف غني په وینا، امریکایانو ته د سترو خزانو د استخراج زمینه برابره شي.

فارین پالیسي مجله لیکي چې که څه هم په شپاړس کلنه جګړه کې د ۲۴۰۰ عسکرو تر وژل کیدو او د څه باندې یو تریلیون ډالرو تر مصرف وروسته اوس په امریکا کې د جګړې د غځولو لیوالتیا ډیره کمرنګه ده، خو دا چې له افغانستان څخه د طبیعي زېرمو د شتون هڅوونکې خبرې راځي، د ولسمشر ټرمپ اشتها راپاروي.

مجله سپینې ماڼۍ ته د یوې نږدې سرچینې په حواله لیکي چې ټرمپ د یوې تجارتي ګټې په لټه کې دی او غواړي په روانه جګړه کې د امریکا مالي زیان جبیره کړي.

خو د افغانستان د جګړې په اړه د ټرمپ متناقض او مشکوک دریځ په پنټاکون کې نهیلي راټوکولې، په کابل کې يې وېره ګډه کړې او په امریکايي اداره کې يې جنجالونه پیدا کړي. دغه راز یې د یادې کیمیاوي کمپنۍ او د بلک واټر قراردادي کمپنۍ په څیر جهتونو ته هم لار پرانیستې چې له موقع څخه استفاده وکړي؛ څوک د معادنو د استخراج ژمنې ورکوي او څوک سینه ډبوي چې په شخصي جنګیالیو د جګړې رخ بدلولی شي.

مجله لیکي چې ټرمپ په سخت امتحان کې ګیر دی او نه پوهیږي چې څرنګه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه مهار کړي. خو دا چې له نورو انتخابونو څخه د مایوسۍ حد ته رسیدلی د بلک واټر انتخاب یې یو څه پام جلب کړی.

د جمعې په ورځ ټرمپ له خپلو سلاکارانو او امنیتي چارواکو سره غونډه درلوده او تمه وه چې د افغانستان په اړه به نهايي پرېکړه وکړي. خو په جورج واشنګټن پوهنتون کې د بهرنیو اړیکو د چارو استاذ (سټیفن بیډل) فارین پالیسي مجلې ته مخکې له مخکې وړاندوینه کړې وه چې هیڅ کومې پرېکړې ته به ونه رسیږي.

د پنټاګون اوسني او پخواني چارواکي وايي چې ټرمپ د جون په میاشت کې یوه هڅه وکړه چې خپل ځان له جګړییزو چارو لرې وساتي او د دفاع وزیر ته یې د اضافي عسکرو د لیږلو صلاحیت ورکړ. خو نوموړي یې خبره نادیده ونیوله او دا کار یې تر هغه وځنډاوه ترڅو ټرمپ یوه واضحه تګلاره لاسلیک کړي او په دې توګه یې د لوبې بال بیرته د ټرمپ خوا ته وغورځاوه.

فارین پالیسي مجلې ته یو پخواني حکومتي چارواکي ویلي چې د دفاع وزیر «نه غواړي افغانستان ته اضافي عسکر ولیږي په داسې حال کې چې دا احتمال موجود وي چې هسې نه سبا ورته امر وکړي چې اوس ټول ځواکونه بیرته راوباسه».

پنټاګون وايي چې د تېرې می په میاشت کې د افغانستان په اړه یو تصمیم ته ډیر نږدې شوي وو او تمه وه چې ټرمپ په بروکسل کې د ناټو کنفرانس ته له همدې طرحې سره لاړ شي. په دې طرحه کې د افغان عسکرو د تربیه کولو لپاره د اضافي عسکرو لیږل او له پاکستان سره توند ډیپلوماتیک چلند شامل وو. دغه راز له طالبانو سره د سولې په خبرو هم ټینګار شوی و. خو ټرمپ ونه منله او د طرحې له پوځي برخې سره یې مخالفت وکړ.

فارین پالیسي مجله وړاندې لیکي چې د ټرمپ لپاره افغانستان تر ټولو ناوړه اقتصادي ګټه ده، ځکه چې ډیر وخت ته هم اړتیا لري او په اخیر کې یې د کامیابۍ هیڅ تضمین نشته.

خو یو بل امریکايي چارواکي نوموړې مجلې ته ویلي چې د جمعې په ورځ ټرمپ له خپلو سلاکارانو سره په دې ستراتیژۍ بحث کاوه چې د عسکرو شمېر ۱۵۰۰۰ ته لوړ شي او له پاکستان سره په اړیکو کې بدلون راشي. خو د دفاع وزارت نظر دا دی چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د خپلو لوجستیکي اکمالاتو لپاره پاکستان ته محتاج دي.

فارین پالیسي مجله وايي چې که څه هم پوځي جنرالان او ډيپلوماتان په دې نظر دي چې د افغان حکومت د ژغورلو او د جګړې د خاتمې یوازینۍ لار له طالبانو سره مذاکرات دي، خو اوسمهال د امریکا د حکومت داخلي بحثونه د دې پرځای چې له طالبانو سره د مذاکراتو په څرنګوالي راوڅرخي، په نظامي عملیاتو او د افغان ځواکونو په روزنې راغونډ دي.

خو که هره پوځي طرحه غوره کیږي، د مجلې په باور، د ټرمپ لپاره په کې د افغانستان طبیعي زیرمې لومړیتوب لري.

افغانستان د خپلو طبیعي زیرمو په مټ دومره پرمختګ کولی شي لکه د چین هیواد چې په ۹۰یمو کلونو کې پرمخ ولاړ

همدا اوس د امریکا د سوداګرۍ وزیر (ویلبر روس) د افغانستان د طبیعي زیرمو په اړه په سروې بوخت دی او د بهرنیو چارو وزیر (ریکس ټیلرسن) په افغانستان کې د یو داسې اوږدمهاله ثبات د رامینځته کولو په لارو چارو څیړنې کوي چې د امریکايي کمپینیو د سرمایه ګذارۍ لپاره په کې زمینه برابره وي.

د امریکايي ځواکونو پخوانی قومندان جنرال ډیویډ پټرایس د افغانستان طبیعي معادن «بې اندازې لوی پټ قوت» بللي. دغه راز د امریکن ایلیمنټس کیمیاوي کمپنۍ مشر (مایکل سلور) وايي چې افغانستان د خپلو طبیعي زیرمو په مټ دومره پرمختګ کولی شي لکه د چین هیواد چې په ۹۰یمو کلونو کې پرمخ ولاړ.

خو دا یو حقیقت دی چې د افغانستان طبیعي معادن نه شي کولی چې د هیواد دغه وضعیت بدل کړي او د کابل اوسنی حکومت وژغوري. د مجلې په وینا د دغه قوت د استخراج لپاره تر هرڅه مخکې لومړی د زیربناوو، سړکونو او پلونو رغونې ته اړتیا ده، د هغسې امنیت راتګ خو ډيره لیرې خبره ده چې شخصي کمپينو ته د کار ډاډمنه فضا برابره کړي.

دا هم باید وویل شي چې په افغانستان کې نایابه او قیمتي طبیعي معادن په هلمند ولایت کې دي، حال دا چې د دغه ولایت اکثره خاوره د طالبانو په واک کې ده. سربېره پر دې، په دې وروستیو کې د اوسپنې او مسو نرخونه په ناڅاپي توګه ډیر ښکته راولوېدل او افغان حکومت ته د یو شمېر معادنو د استخراج په پروژو کې د فساد ګوتې ونیول شوې.

فارین پالیسي مجله لیکي چې ښايي ټرمپ یو داسې جوړجاړی خوښ کړي چې په افغانستان کې امنیت ټینګ کړي او اقتصادي فرصتونو ته زمینه برابره کړي. خو دا نه ده څرګنده چې سپینه ماڼۍ به د کابل حکومت، سیمه ایز قوتونو او لوبغاړو، پاکستان، ایران، چین او روسیې ته څرنګه قناعت ورکړي.

په جورج واشنګټن پوهنتون کې د بهرنیو اړیکو د چارو استاذ (سټیفن بیډل) په دې باور دی چې له نظامي لارې د جګړې په ګټلو ټینګار او د یوه اړخ محوه کول یو سیاسي ناورین ته لار هواروي او وايي چې امریکایان اصلا د جګړو د ختمولو په طریقه نه پوهیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.