افغانستان

ولسمشر کرزی په درې ورځني سفر سريلانکا ته ولاړ

نن چهار شنبې له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، ولسمشر کرزی په درې ورځني سفر سريلنکا ته روان شو. خبرپاڼه زياتوي چې، کرزی د سريلانکا د ولسمشر مهيند راجاپاسکا په بلنه دغه هيواد ته ولاړ.

ويل کيږي چې، حامدکرزي د يو لوپوړي پلاوي په مشرۍ دغه دسفر پیل کړی چې، درې ورځې به دوام وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې، ولسمشر به د دغه درې ورځني سفر په

ترڅ کې د سريلنکا د ولسمشر سربېره له يو شمېر جګپوړو دولتي چارواکو سره هم وګوري.

 

ويل کيږي چې، د دغه سفر موخه د دواړو هيوداو سياسي، تجارتي او اقتصادي اړيکو ته پراختيا ورکول دي. خبرپاڼه زياتوي چې، د ولسمشر په پلاوي کې د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني، د ولسمشر د بهرنيو چارو سلاکار يحيی معروفي، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر سپنتا، د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد په ګډون يو شمېر نور وزيران او چارواکي هم ګدون لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x