هند: د اورګاډي چپه کېدو پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۶): د هندوستان د اتر پرديش په ايالت کې د اورګاډي د چپه کېدو پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپيان دي.

د هندوستاني رسنيو د راپور له مخې، دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د ياد ايالت د مظفرنګر سيمه کې رامنځته شوې ده.

ځايي رسنيو په پېښه کې د ۲۳ کسانو د وژل کېدو او له ۱۰۰ زياتو د ټپي کېدو راپور ورکړی دی او زياتوي، ښايي د وژل شويو کسانو شميره له دې هم لوړه شي.

د دغه هېواد د ريل پټليو د ادارې وياند انيل ساکسنا رسنيو ته ويلي، چې ريل ګاډی د مظفرنګر د کتولي په سيمه کې له پټلۍ اوښتی او شپږ واګونونه يو د بل د پاسه غورځېدلي دي، چې ياده مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده.

نوموړی زياتوي، د پېښې ځای ته پوليس او د ژغورنې عمله په وخت رسېدلي او په واګونونو کې بند پاتې لسګونه کسان يې وژغورل او دغه راز ۲۳ تنه چې مړه شوي دي، جسدونه يې راوويستل شول.

تر اوسه د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو تر دې وړاندې هم په دغه ايالت کې د ریل ګاډو د ټکر کېدو او چپه کېدو پېښو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.