کرکټ ورلډ کپ: بنګلدیش انګلستان ته په دوه وکټونو ماتي ورکړه

bangladesh

نن ټکی آسیا: نن انګلستان یو وار بیا د کرکیټ لوبه د یو نسبتا کمزوري لوب ډلي په مقابل کې بایوله، نن د بنګلدیش کپتان د لوبي پچه وګټله او انګلستان ته یې بلنه ورکړه چې بېټنګ وکړي، چې انګلستان په خپل ټولو لوبغاړو سوځلو وروسته صرف 225 منډي جوړي کړې، په جواب کې بنګلدیش دغه هدف ته دوه اوره مخکې ورسیدی، یعني په 47 اور کې کله چې محمود الله یو خوندوره څلوریزه ووهله..

د بنګلدیش له خوا تمیم اقبال تر ټولو پیاوړی لوبغاړی وو، چې په یوازي سر یې 60 منډي جوړي کړې، او لوبي غوره لوبغاړی ونومول سو.

د یادوني وړ ده چې انګلستان مخکي هم خپله لوبه د ایرلینډ چې نسبتا یو بل کمزوری لوبډله ده، بایللی وو، او د انډیا سره یې خپل اولنی لوبه برابره کړې وه.

د انګلینډ راتلونکې لوبه به د ویسټ انډیز سره وي، او په هغه لوبه کې به مالومیږی چې انګلینډ به کوارټر فاینل ته ورسیږی کنه..

نن په بله لوبه کې چې د ویسټ انډیز او آیرلینډ تر منځ وسوله، لوبه ویسټ انډیز په اسانی سره وګټله..

د لوبي د ګټلو وروستی حالات په ویډیو کې:

{youtubejw}DjyI5w572y0{/youtubejw}



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.