افغانستان

قیوم کرزی د زلمي رسول په ګټه د نوماندۍ څخه تیریږي

نن ټکی آسیا: د افغانستان پخواني وزیر خارجه او راتلونکو ولس مشریزو انتخاباتو لپاره نوماند زلمي رسول وویل چي د کرزي ورور قیوم کرزی به دده په حق کي د خپلي نوماندۍ څخه تیر سي، او زیاته یې کړه چی دوی غواړي په ګډه کار سره وکړي.

نوموړي وویل چي په دې اړه لا زمونږ تر منځ خبري اتري پای ته نه دي رسیدلي، خو ډیر ژر به دا پریکړه نهائي شي، او اعلان به شي.

بل خوا قیوم کرزي ته نیژدې سرچینو خبر ورکړی چي په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کي به ددې پریکړي اعلان رسما وشي.

باید وویل شي چي یوازي یوه میاشتي راتلونکو انتخاباتو ته پاته ده، او د راتلونکي میاشتي اپریل پر ۵ نیټې به انتخابات تر سره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x