نظــر

استقلال ـ ځوانه ته نو خوا مه بدوه !

لیکوال : قاري محمد يونس

د ګران هيواد د خپلواکۍ د بيرته تر لاسه کولو د ۹۸ کليزي په مناسبت مي ستا خوښي وليدل ، زړه کي ډېر خوښ شوم چي لا هم د ځوانانو په زړو کي پر خپلواکۍ افتخار او له وطن سره مينه ژوندۍ ده !

خو … ځوانه … ! آيا تا له ځان سره دا فکر هم کړی چي دا خپلواکي څه شی ده او له خپلواکۍ مخکي زموږ ژوند څنګه وو ؟

بېګاه مي د ګران هيواد په تاريخ کي د همدغو پوښتنو اړوند څو بابونه وکتل ، د ټولو کتابونو خلاصه دا وه چي له پاچا امان الله خان مخکي د ۳۹ کلونو لپاره انګريزانو د افغانستان خپلواکي نه منل او هر څه يې په خپله خوښه تر سره کول ، پداسي حال کي چي په دغه دوره کي اميرعبدالرحمن خان ، امير حبيب الله خان او امان الله خان پر افغانستان حکمرانان وه ، اوس نو پوښتنه داده چي د افغانستان پاچاهانو د انګريزانو په حاکميت او د هيواد د خپلواکۍ نه منلو په حالت کي څنګه پاچاهي کول ؟ انګريزانو د افغانستان کوم ډول خپلواکي نه منل ؟ د دغو پوښتنو لپاره د پوهاند حسن کاکړ » د پاچا امان الله واکمنۍ ته يوه نوې کتنه « نومي کتاب په زړه پوري ځوابونه درلودل ، نوموړي د خپل کتاب په ۲۰ مخ کي ليکلي : ( افغانستان د برتانيي لاس لاندي هيواد نه وو ، افغانستان په کورنيو چارو کي پوره خپلواک وو خو باندنۍ اړيکي يې له ۱۸۸۰ نه تر دغه وخته پوري د هند د برتانوي حکومت له لاري تر سره کېدلې ) يعني افغانستان له استقلال مخکي يوازي د بهرنيو اړيکو په برخه کي ازادي نه درلودل .

ځوانه ! راسه سره مقايسه يې کړو ! د يرغلګرو انګرېزانو نظامي زور چي افغان مجاهد اولس ور اوبه کړی وو او پاچا امان الله خان يوازي د بهرنيو اړيکو واک له انګرېزانو تر لاسه کړ او د يوه مستقل هيواد په توګه يې له نړيوالو سره اړيکي جوړي کړې آيا موږ د يرغلګرو امريکايانو ، انګرېزانو او نورو متجاوزينو په شتون کي اوس د خپل هيواد د کورنيو او بهرنيو چارو خپلواکي لرو ؟

د دولت په سرکي له حامد کرزي نيولي تر اشرف غني او عبدالله پوري تاسو ټول پېژنئ ، آيا دوی افغان اولس ټاکلي ؟ په امريکايي چورلکو کي د کرزي راوړل او د جان کېري په لاس د غني او عبدالله شراکتي اداره جوړېدل د غلام دولت ښه مثال نه دی ؟ که په اصطلاح اولسمشر نسي کولای خپل يو والي له دندي ګوښه کړي او هغه د بهرنيو سفارتونو په ملاتړ او اشاره ده ته اخطارونه ورکوي آيا دا هيواد په کورنيو چارو کي خپلواکي لري ؟

د هيواد فضاء او ځمکه چي دي د بهرنيانو په واک کي وي او د هيواد په اړه چي دي فيصلې په کېمپ ډيويد کي کېږي آيا ته د باندنيو اړيکو په برخه کي د خپلواکۍ فکر هم کولای شې ؟

ځوانه ! سره مقايسه يې کړه ! د امان الله خان له ازداۍ اخيستلو مخکي مو ډېره خپلواکي درلوده که اوس ؟ هغه وخت چي افغانستان يوازي د باندنيو اړيکو اختيار نه درلود امان الله خان افغانستان آزاد نه باله او د ازادۍ کوښښ يې وکړ ، اوس چي نه د کورنيو چارو اختيار لرو او نه د بانيو چارو، څرنګه استقلال لمانځو ؟

ځوانه ! دادي زړه ته لوېږي چي اشرف غني به د امريکا سفير ته يوه ورځ د امان الله خان په څېر خبره وکړي ؟

( ما خپل ځان او خپل هيواد پوره آزاد ، په خپل اختيار او خپلواک اعلام کړ ، له دې وروسته به زما هيواد هغسي خپلواک وي لکه د نړۍ نور دولتونه او قدرتونه چي دي ، هيڅ بهرنی هيواد به پرېنښودل شي چي يو وېښته قدر حق ولري چي د افغانستان په دننيو او باندنيوچارو کي ګوتي ووهي او که کوم چا دغسي وکړل زه تيار او آماده يم چي په خپلي دغي توري سره يې مرۍ پرې کړم ) پاچا امان الله دخپلي اوږدې وينا په پای کي برتاوي ايجنټ حافظ سيف الله ته مخ واړاوه او په نرمه يې ورته کړه چي : اوه سفيره ! ته پوه شوې چي ما څه وويل ؟ هغه ځواب ورکړ چي هو زه پوه شوم . » د پاچا امان الله واکمنۍ ته يوه نوې کتنه « ۱۹ مخ

ګوره ځوانه ! زما مطلب ستا سپکاوی او تاته پېغور درکول نه دي ، زه ستا ويښول غواړم ، له خپلواکۍ سره ستا د لېونۍ ميني حق اداء کول غواړم ، د امان الله خان په څېر پردي و شړه ، که په رضاء نه ځي کوتک ورپسي را واخله ، اوس هم د امان الله خان د دورې په څېر افغاني شاه زلمي د هيواد د خپلواکۍ لپاره جګړه کوي ، د هغو مرسته وکړه ، د پرديو يرغلګرو په خوله يې د هيواد دښمنان مه بوله ، له ځانه داسي څوک مه جوړوه چي يرغلګر دي د خپلو ازادي غوښتونکو وروڼو سره و جنګوي ، يرغلګر په سوله او خبرو نه شړل کېږي کنه امان الله خان به خپل اولس ته له انګريزانو سره د جګړې امر نه کولای ….

او په آخر کي ….

ګوره ځوانه ! که دي د ظاهري هوسا ژوند په خاطر له پرديو يرغلګرو سره خواخوږي وکړه او خپلو ازادي غوښتونکو وروڼو ته دي بد وويل نو خپل غازيان نيکونه به په قبر کي خفه کړې !!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x