نړۍ

خورشيدشاه: په مذاکراتو کې د پوځ ګډون به خطرناکې پايلې ولري

د پاکستان پارلمان کې د اپوزيسيون مشر او د پيپلز “خلکو” ګوند جګپوړي مشر سيد خورشيد شاه ويلي چې، که پاکستاني طالبانو سره په مذاکراتو کې د پوځ برحاله افسران راګډ شول، پايلې به يې ډېرې خطرناکې وي.

سيد خورشيد شاه نن په پارلمان کې د ملي امنيت په پاليسۍ د خبرو پر مهال و ويل چې، حکومت په خپله يا د مرکچيانو په واسطه، له طالبانو سره خبرې کوي، دوی يې ملاتړ کوي؛ ولې که د پوځ برحاله افسران پکې ګډون وکړي پايلې به يې ډېرې بدې وي.

خورشيد شاه زياته کړه چې، د پوځ دنده د حکومت امر منل وي. د نړۍ اصول دا دي چې، پوځ له جګړې وروسته په مذاکراتو کې ګدون کوي او که مذاکرات ناکام شي، نو ګډون به ډېرې خطرناکې پايلې ولري.

د يادونې وړ ده چې، د پاکستان لومړي وزير ميا محمد نواز شريف پرون په اسلام اباد کې و ويل چې، له دې وروسته به حکومت طالبانو سره مخامخ خبرې اترې کوي او په دغو خبرو کې به د پوځ يو لوړ پوړی افسر د پوځ په استازيتوب ګډون کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x