
آیا د آزادۍ ورځ ولمانځو ؟
ليکوال : امين وردګ
موږ آزادي پېژنو ، د آزادۍ ورځ هم پېژنو او د آزادۍ د لمانځلو خلک خو لا ښه پسې پېژنو ؛ اما نه هغه مهال آزاد شوي يو ، نه وروسته له هغه او نه هم اوس !
دا منو چې : امان الله خان په دغې ورځ باندې له انګليس څخه (د افغانستان د آزادۍ په نوم) څو کرښې تر لاسه کړې دي ؛ مګر ستونزه دلته ده چې : موږ لا هم آزاد شوي نه يو او د پخوا په پرتله هنوز د غرب اجيران او مزدوران هم شوو .
پاتې د نه وي !
امان الله خان هم چې ؛کوم تمدن او ثقافت غوښتل ؛ نو په مختلفو ډولونو يې له معاصر تمدن او آزادۍ سره شباهت او تړاو شته : ځک چې : امان الله خان هم هغه مهال د علماوو له تند غبرګون سره مخ شوى ٶ چې ؛ آخر يې د سقاو له خېلخانې (حبيب الله کلکاني) څخه ماتې وخوړه او له وطنه هم د هغو هېوادونو په لور لاړ ؛ له کومو يې چې : آزادي اخيستې وه (!!!)
که امان الله خان له غربي ايډيالوژۍ سره جوړ نه واى نو نن انګرېزانو خپلو ماتحتو او مطيعو ته دا اجازه نه ورکوله چې ؛ د (دوى په وړاندې) دې ؛ د دوى د ماتې ورځ پداسې وسائلو او وسايطو سره بدرګه کړي چې : ټول ورکړي هم دوی دي او مالي لګښتونه هم دوی ورکوي !
يا کېداى شي دا خبره هم وي چې : پدې ښوودنو سره د دوى عقلي موقف معلوم کړي / يا د دوى دا حرکات د ځانونو د پاره يوه تفريحي لهزه و ګڼي !
خو په هر صورت کې نن ؛ د دې ورځې لمانځل _البته د انګرېزانو له شتون سره_ يا حماقت دى او يا هم آزادۍ ته توهين.
عجبه نه ده ! دا خو داسې مانا لري لکه یو ماشوم ته چې : څوک پیسې ورکړي او بیا ورته ووايي : هله شاباس ! په کوڅو کې ګرځه او خلکو ته وايه چې : هغه پلانی کاکا مې داسې او هغسې (….)کړ ؛ بل څه خو زما په اند نه ترې جوړيږي !
قسم چې ځينو بې ضميره مشرانو خو زموږ (ویاړلی) تاريخ په شرمونو و شرمولو !
څلوردېرش (۳۴) ولایتونه مو په څلورو بدل شوي ؛ موږ لا هم وايو چې : آزاد یو !
موږ په ريښتیا هم انګرېزان په تور مخ (له دغه ملکه شړلي) مګر اوس یو ځل بیا راغلي ! نو زه په اوس وخت کې د آزادۍ د لمانځلو سخت مخالف یم او دا کار ماشومانه بولم ؛ ځکه چې : اوس موږ ته د آزاۍ د ورځې لمانځل د ماشومانو لوبه غوندې ده ؛ نو زه وایم چې : خدای ته وګورئ ! هغه د پخوانیو خلکو خبره ((ښځې درته ناستې دي)) لږ شرم وکړئ ! دا څومره بې ضميره شوئ ؛ افغانان خو هېڅکله هم داسې ناپوه نه وو چې : د اشغال په صورت کې به يې آرام خوبونه کول ؛ دا په تاسو څه وشول ؟
تاسو او الله چې : نیکونو به یې زموږ په خاوره کې ډېر وحشت کړی وي ،که لمسیانو يې ؟
تاسو ولې نه پوهېږئ ! لاندې نقشې ته وګورئ او فکر پکې وکړئ ! د دې پر ځای چې : هسې دا(سره ، شنه اوزرغونه جنډۍ) په ځانونو پېچۍ ؛ نو ښه به دا وي چې : ملاوې مو د غیرت په سپينو ټوټو وتړئ او هوډ وکړئ چې یو ځل دغه سورمخي او شینسترګي وشړو ، بیا به که خیر ؤ آزادي لمانځو ، مېلې به کوو ، سره را ټوليږو به ، خوشالیانې به کوو ؛ مګر اوس یې وخت نه دی ، ځانونه مه شرموئ .
نن هغوی (غربیان) په جهر نارې درته وهي چې : موږ په افغانستان کې د امريکې دفاع کوو او ستاسو( ع ـ غ) هم ورته وايي چې : هوـ هو ښه خبره ده ! که تاسو لاړ شئ ؛ نو دښمن به مو (الله مکړه) امريکې ته درپسې درشي ؛ نو ښه دا ده چې : مه ځئ او هر څه چې کوئ ، همدلته یې وکړئ! نور کاکا بیا ويلي چې : له موږ نه امریکایانو د پپسۍ بوتل جوړ کړل ، خو تاسو بیا هم نه خجالت کېږئ او نارې مو بندې کړې چې ؛ آزادي مو مبارک ، خوشالي مو مبارک .
پاکستان چې : کله مولان بجلي ګهر (رحمه الله علیه) وخوړ ؛ نو ایله یې غوږونه په آرام شول ؛ نن هغه دی ! هغوی هم ډولونه غاړو ته اچولي او ډنګووي یې چې ګواکي : آزادي يې تر لاسه کړې ؛ حال دا چې : کشمير ته لاهم (مقبوضه کشمیر) وايي او هلته هره ورځ د هندوانو له لاسه د بې شمېره مسلمانانو پاکې وينې توییږي ؛ مګر دوی بې غمه خپله ورځ لمانځي او یو ـ بل ته د آزادۍ مبارکۍ ورکوي ، له میرانشاه ، میرلې ، صوات او باجوړ نه چې ؛ نن څومره بې ګناه او عام مسلمانان بې کوره شوي ؛ یوازې الله ته معلومات شته ؛ مګر دوی لاهم خپلې سارنګې غږوي ، موږ خو حق وايو ؛ نور که هر څه راپېښېدل ؛ هغه د الله کار دی.
زموږ خو په مسلمانانو باندې زړه سوزيږي ؛ هغه که د افغانستان مسلمانان دي ، که د پاکستان ، که د ایران ، هند او یا هم نورې اسلامي / غیراسلامي نړۍ.
موږ باید لومړی په ګرېوانونو کې سرونه ټيټ کړو ، په خپلو کوکوړیو ظلم و نه کړو ، ريښتيني عادلانه نظامونه جوړ کړو ؛ بیا آزادۍ ولمانځو ، نه په داسې حال کې چې : د بل په غېږو کې د آزادۍ لمانځلو هڅې کوو.
اګر که خو زه له لویه سره په اوس وخت کې د آزادۍ د لمانځلو سره سم نه یم جوړ ؛ ځکه چې : اصلاً خو مسلمانان هغه مهال آزاد وو ؛ کوم وخت کې يې چې : یو امیر لرلو ، نن خو چې : له پاکستان نه څوک افغانستان ته راځي ؛ باید پاسپورت او ويزه ولري، یا هم چې : له افغانستان نه څوک پاکستان ته ځي هم باید دا دواړه ولري ؛ نو آیا دا آزادي ده ؟
حال دا چې : په اروپا او امریکا کې نه پاسپورت شته نه ويزه ؛ خو موږ د یوه پلار دوه زامن ؛ یو د بل کره باید ويزه واخلو ؛ هغه هم له داسې چا چې : بل چا راته کېنولي وي .
نو اول په ريښتیا آزادي ، بیا يې لمانځل.