افغانستان

روس: په افغانستان کي د مخدره موادو ټول مسؤولیت امریکا او ناټو ته راجع دی

نن ټکی آسیا: د روسیې د مخدراتو موادو سره د مبارزې مسؤول فیکټور ایفانوف ویلي چي د افغانستان د مخدره موادو په کرهنه او تجارت کي امریکا او ناټو په پوره توګه شریک او مسؤول دي.

د روسي خبري اژانس ایتار تاس وايي چي دا خبري نن ښاغلي فیکټور ایفانوف د مخدره موادو سره دمبارزې لپاره په یوه جوړ شوې کانفرانس کي وکړي، نوموړي وویل چي په هغه وخت کي په افغانستان کي د مخدره موادو او هیروینو تولید زیات شو، کله چي په دغه هیواد کي امریکا او ناټو په زرګونو فوځیان درلودل،

او هغوی هر وخت کوشش کړی چی خپل مسؤولیت د افغان حکومت پر غاړه ور وغورځوي، او هغوی مسؤول وګڼي، خو په اصل کي ټول مسؤولیت ناټو او امریکا ته راجع دی.

او زیاته یې کړه چي په کال ۲۰۱۰ کي چي کله په بروکسل کي د ناټو د غړو هیوادونو غونډه وشول، په هغه کي روس د افغانستان د مخدره توکو د تولید د مخنیوي لپاره جامع پلان ناټو ته وړاندی کړی وو، خو هغه د امریکا او ناټو له خوا په ګډه له پامه وغورځول شو.

نوموړي وویل چي د افغانستان څخه د وتلو وروسته امریکا او ناټو د افغانستان د مخدره موادو سره د تعامل لپاره هیڅ پلان نه لري، چي له کبله یې کیدای شي چي په ډیر لنډه موده کي د مخدره توکو تجارت په ډیره لوړه سطحه جګ شي.

نوموړي وویل چي نړۍ او روسیا په ګډه په افغانستان کي د مخدره موادو په انتاج او تجارت کي د یو بیړني حالت سره قرار لري، ځکه چي امریکا او ناټو د مخدره موادو څخه ډک افغانستان تر شا پریږدي، په کوم چي امریکايي جګ پوړي چارواکي هم اعتراف لري، او په دې هم اعتراف لري چي دوی ددې افت څخه د مخنیوي لپاره هیڅ پلان نه لري، او مخکني پلانونه او کوششونه یې هم ټول ناکام شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x