افغانستان

طالبانو د خپلواکۍ ۹۸ یمه کلیزه په ځانګړو مراسمو لمانځلې/ انځوریز

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۳۰ زمری، ۱۳۹۶): طالبانو له انګریزي ښکېلاک نه د آزادۍ اخیستو ۹۸ یمه کلیزه په ځانګړو مراسمو لمانځلې.

د طالبانو له لوري خپاره شويو انځورونو کې یو شمېر طالب ځواکونه په عسکري جامو، ځانګړو وسلو او ډول ډول موټرو کې د نمایش په ډول ښکاري.

د طالب چارواکو د ټیلګرام چینل نه نژدې ۳۰ انځورونه له انګریزانو نه د خپلواکۍ د ۹۸ یمي کلیزي د لمانځلو په نوم نن ټکي اسیا ته را لیږل شوي.

ښایي د طالبانو له لوري د استقلال جشن د تیري ورځي لمانځل د دوی د حکومت تر سقوط را په دې خوا لومړی ځل وي.

د یادوني ده چې طالبانو دوې ورځي وړاندي د یوې اعلامیې په خپرولو سره (( افغان مجاهد اولس)) ته د استقلال د ۹۸ یمي کلیزي د مبارکۍ تر څنګ له امریکایي ښکېلاک نه د آزادي ګټلو هیله څرګنده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

ډیر ښه هیله ده چی په نیږدی راتلونکی کی د شیطانی او فاسدی امریکا دماتی کلیزه هم ولماځو انشاالله

هارون

دا چې طالبانو د افغانستان د استقلال د بېرته اخستلو ورځ د خپلو امکاناتو په لرلو سره ونمانځله، دا یو ډېر ښه او نیک عمل دی. طالبان هم افغانان او په دې هېواد مین خلک دي خو نه پوهېږم چې ولې یې د افغانستان ملي بېرغونه پورته نکړل. خلک دا هم وایي چې خدای دې دوی یعنې طالبانو ته دا توان او جرات هم ورکړي چې کم د کمه د آزادۍ و نوم سره یو څل د غازي امان الله خان نوم هم واخلي. د یوه آزاد او یو موټي افغانستان په اومید

Pattang

امانالله يؤ ترسو بي عقل إنسان وو أو دافغانستان أزادي دوزيرو قام وأخيستله خو ددي قام نوم هيڅوک هم نه اخلي !امانالله په ځان تمامه کړه هخه ډير دارن ترسو سړی وو، هغه اسلام خلاف او د ليبرالي ديموکراسي يو ترسو چړي وو چي خپلي ښځي يی په اروپاکي داسي لوڅ کالي اغوستي وو لکه هندي رقاصه !! اوس هم د دي خپل پلار وژونکي فاسد انسان لپاره غربي د ليبه رالي ديموکراسي پلويان پروپاګنده کوي

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x