نړۍ

درې خليجي هيوادو له قطر څخه خپل سفيران ور غوښتي

د عربي رسنيو له قوله درې خليجي هيوادو له قطر څخه خپل سفيران و ويستل. د سعودي رسنۍ وايي چې، متحده عاربي اماراتو، سعودي عربستان او بحرين له قطر څخه خپل سفيران ويستلي دي. سرچينې وايي چې، دغو درې هيوادو د خپل امنيت او ځمکنې تماميت په موخه دا کار کړی دی؛ ځکه چې قطر د خليجي اتحادي هيوادو پر شرطونو عمل نه کوي.

دغو خليجي هيوادونو د ګډو ګټو يو تړون امضا کړی وو او پکې ويل شوي وو چې، هيڅ هيواد د دغو شرطونو مخالفت نشي کولای. دغو هيوادونو ويلي چې، د قطر حکومت مصر اخوان المسلمين ډلې ملاتړ کوي چې د پوځي کودتا په نتيجه کې يې حکومت نسکور شوی وو. همدا رنګه د ایران او شام په اړه هم ځانګړې تګلاره لري. تېره مياشت هم د قطر د بهرنيو چارو وزير د ايران دوره کړې وه. دغو هيوادو ګوتڅنډنه کړې چې، که قطر خپله کړنلاره سمه نکړه نو د خليج د همکارۍ ټولنې او عرب ليک غړيتوب به يې وځنډوي

. د يادونې وړ ده چې، د مصر منتخب ولسمشر محمد مرسي د پوځي کودتا په واسطه له واکه لرې کړای شو. ځينو باوري سرچينو ويلي چې، دغه کودتا د سعودي حاکم رژيم او متحده عربي اماراتو په مالي او سياسي ملاتړ ترسره شوه او د قطر هيواد د کوتا مخالفت وکړ او ويې ويل چې، د ولس په رايو ټاکل شوی دولت نسکورول له قانونه سرغړونه ده. له همدې ځايه د قطر او نورو خليجي دولتونو تر منځ شخړې مخ پر زياتيدو شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x