ورزش

کرکټ: هندوستان په ډیره اساني سره افغانستان ته ماتي ورکړه

نن ټکی آسیا: د آسیا جام په نړیوالو لوبو کي نن د افغانستان او هندوستان تر منځ لوبه وشول، چي د هندوستان په ګټه تمامه شول.

نن یو ځل بیا افغانستان د لوبي پچه وبایلله، او لومړی د بیټنګ کولو دعوت ورکړه شو، د افغانستان لوبغاړو په ټولو یوازي 159 منډي جوړي کړي، او په 45.2 وم اور کي ټول اوټ شول.

د افغانستان له خوا نور علي زدران (31)، شهزاد (22) او سمیع الله شینواري (50) منډي جوړي کړي، نور ټول تر لسو منډو مخکي اوټ شول. او ټول مشکل ورته سپین بالرانو جوړ کړ.

د افغانستان تر ټولو کمزوری اړخ د سپين بال په مقابل کی بیټنګ بلل کیږي، چي هندوستان پوره ګټه ځینی واخیستل، او په پرلپسې توګه یې د افغانستان اته لوبغاړي وسوځول.

د هندوستان له خوا سپین بال غورځونکي جډیجا ۴ وکټه واخیستل، آشواین ۳ او مشرا ۱ اوټ کړ، تیز بال غورځونکي محمد شمي هم دوه تنه لوبغاړي اوټ کړ.

د ۱۵۹ منډو په مقابل کي د هندوستان اوپنرانو اجنکې ریهانې (56) او شیکر داون (60) منډي جوړي کړې، او بیا د میریس اشرف او محمد نبي په بالونو په ترتیب سره اوټ شول.

هندوستان ټاکلی هدف یوازي په 30 اورونو کي تر لاسه کړ.

باید وویل شي چي د نن ګټي هندوستان ته هیڅ ګټه نه ده رسولې، ځکه چي هغوی له مخکي نه لا د بنګلدیش او افغانستان په ګډون د آسیا جام د ټورنمنټ څخه وتلې، او سیرلانکا او پاکستان به درې ورځي وروسته په فاینل کی یو بل سره مخامخ کیږي.

سبا د بنګلادیش او سیرلانکا تر منځ لوبه کیدونکې ده، چي څه خاص ګټه به ونه لري، البته د سیرلانکا لپاره به د فاینل لپاره پریکټس او د بنګلادیش لپاره به خپل د خوابدو شایقینیو د بیا راضي کولو یو موقع وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x