افغانستان

ترکیه: د دوو اولادونو مور افغانۍ میرمن تر مرګه په چړو ووهل شول

نن ټکی آسیا: تیره شپه د ترکیې په استانبول ښار کي یوه افغان میرمن د سړک پر سر په چړو وهل شوې، او ځای پر ځای وژل شوې ده.

 

د ترکیې څخه خپریدونکو رسنۍ ټی آر ټي پښتو خبر ورکړی چی یاده میرمن زرڅانګه فیضي نومیدل، تیره شپه شاوخوا په ۱۲ نیمو بجو په استانبول ښار کي په سپین میدان په چړو تر مرګه ووهل شول.

د زرڅانګې فیضي په اړه ویل کیږي چي ۲۱ کلنه میرمن ده، واده یې کړی، دوه ماشومان هم لري، او په دې ورستیو کې د ترکیې د سامسون ولایت څخه د کډوالۍ اسناد تر لاسه کړي.

د خبر له مخي ویل شوي چي ګمان کیږي، زرڅانګه د خپل میړه له خوا په چړو وهل شوې ،کوم چي اوس لادرکه دی، او امنیتي چارواکي وايي چي پلټنه یې پيل کړې، او د نیولو لپاره یې هلي ځلي کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x