افغانستان

د جوزجان ولايت خماب ولسوالۍ سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۳۰ زمری، ۱۳۹۶): د جوزجان ولايت خماب ولسوالۍ له درنې جګړې وروسته سقوط وکړ او اوس هم د طالب جنګياليو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه درنه جګړه روانه ده.

د جوزجان د پوليسو قومندان جنرال رحمت الله ترکستاني رسنيو ته ويل، چې د ولسوالۍ په پنځه کيلو مترۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او زياتوي، چې سیمه ييزو اربکيانو د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه اووه کلي طالبانو ته پرېښي دي.

د جنرال رحمت الله په وينا سلګونو طالبانو د خماب ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا پوستو بريدونه پيل کړي او هڅه کوي، چې ولسوالۍ ونيسي.

د دفاع وزارت وياند دولت وزيري بيا رسنيو ته ويلي، خماب ولسوالۍ کې جګړه روانه ده، خو د ولسوالۍ د سقوط په اړه نا خبري ښيي.

ژرونالېست بشير قاساني د ځايي سرچينو له خولې ليکلي، چې د ولسوالۍ مرکز او شاوخوا امنيتي پوستو سقوط کړی دی.

نورو سيمه ييزو سرچينو هم رسنيو ته د ولسوالۍ د سقوط خبر تاييد کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x