نړۍ

ټرمپ نن د افغانستان او سيمې په اړه خپله ستراتيژي اعلانوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۳۰ زمری، ۱۳۹۶): ټاکل شوې ده، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته له ډېرو جنجالونو او اختلافونو نن د افغانستان او سيمې په اړه خپله تګلاره اعلان کړي.

د ای بي سي نيوز راپور ورکړی، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن د افغانستان او سيمې په اړه خپله ستراتيژي روښانه کړي.

تېره ورځ د امريکا د دفاع وزير جېمزمېتس وويل، چې ولسمشر ټرمپ ورسره د افغانستان لپاره پر ستراتيژۍ هوکړه کړې، مېتس په دې اړه نور جزيات ورنکړل چې کله به دغه ستراتيژي اعلانيږي، خو زياته يې کړه ولسمشر  ټرمپ یوه پرېکړه کړې او هغه ډول چې ده پخپله وویل، غواړي چې دی یې خپله د امریکا خلکو ته واوروي.

ټرمپ په کمپ ډېوېډ کې له لوړپوړو جنرالانو سره له کتنې وروسته په خپله  ټوېټرپاڼه ولیکل چې په دغه ناسته کې يې د افغانستان په اړه پريکړه کړې.

ټرمپ به په دغه نوې ستراتيژۍ کې اعلان کړي، چې د امريکا جنګي ماموريت په خپله مخته وړي او که يې شخصي قراردادي کمپنيو ته ورکوي، د دغه نوې تګلارې په اعلان سره به روښانه شي، چې امريکا افغانستان ته نور ځواکونه رالېږي او که شته عسکر هم کموي.

د امريکا د ملي امنيت ځينې لوړپوړي چارواکي افغانستان ته د نورو امريکايي ځواکونو د رالېږلو پلوي دي، خو د ټرمپ د ادارې ځينې چارواکي بيا په  هېواد کې د جګړې له اوږدولو سره مخالفت کوي.

ويل کېږي، دغه نوي ستراتيژي چې څو مياشتې مخکې کې يې د اعلان کولو راپورونه ورکول شوي و د امریکايي چارواکو د مخالفتونو له امله ځنډېدلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x