نظرمحمدمطمین چیرته دی؟

لیکوال:ډاکتر فیض ځلاند — په کابل کې د چا ورکېدل هیڅ امکان نه لري چې د حکومت ، د اړونده حوزې، د کوم زور واکي او د حکومتي غله په کې لاس نه وي؛ ځکه کابل ښار د لسگونو امنیتي کامرو، سلگونو چیک پوسټونو او زرگونو پولیسو، امنیتي ( استخباراتي ) کارمندانو لخوا تر څلوریشت ساعته څار لاندې دی. له دې امله، په دې ښار کې د گڼو جنایي پېښو، غلا، اختطاف او هدفي وژنو تر شا تل د کوم غله، خاین چور واکي لاس وي. د امنیتي سکتور لپاره د ښار د امنیت د خوندیتوب تر ټولو ستره ستونزه همدا ده چې د امنیتي سکتور له داخله د ښار امنیت گواښل کیږي.

مطمین صیب له تېرو لسو کلنو راهیسې په کابل ښار، خوشال خان کې اوسیږي، هغه د گڼو نورو افغانانو په څېر له ځان سره هیڅ ډول وسله، ساتونکی او یا کوم بل کس د احتیاط د پاره نه گرځوي، هغه د یو سرشاره ملنگ په څېر د کابل په گڼه گوڼه کې د ځان په لټه هر سهار د پوهنتون د زده کړو د پاره له کوره وځي، یوه ورځ یې د کور مخې ته ډېر کاریگر ناست وو، ورته کاریگر زموږ د کور خواکې هم دیره وو، هر سهار چې را وځم دا کسان پخپلو خالي ټیلو کې ملاست وي، ما ترې وپوښتل چې دا کسان نن سبا زیات شوي، بیکاري تر دې ځایه را رسولي دي. مطمین راته وخندل چې دا کاریگر نه دي، د ملي امنیت استخباراتي مامورین دي، زموږ په تگ راتگ او میلمنو یې پام دی، زه ورته هک پک شوم چې دا څه وایې.
خو مطمین صیب لکه څنگه یې چې تخلص مطمین دی، همداسې ډاډه هره ورځ سرشاره د کابل په ناامنه ښار کې گرځي، د هر غله، خاین، ترهگر چارواکي په خلاف غږ پورته کوي، د سولې ناره په داسې انداز وړاندې کوي چې د منطق په وړاندې یې د ملي وحدت گڼ لوډسپیکر گونگیان شي، په لسگونو ځله مطمین صیب په ژوندیو خپرونو کې تهدید شوی خو د ده حوصلې به ماته هم حوصله را کوله چې گوندې د منطق ژبه د دې غلو لوډسپیکرې یوه ورځ نه یوه ورځ د ولس په وړاندې گونگ کړي، حق حقدار ته ورسیږي او په گران وطن کې د جنگ ټغر ټول شي. مطمین صیب د رسمي دندې تر څنگ چې د ساحوي انجینر په توگه یې له یو غیري دولتي ادارې سره لري، د افغان پوهنتون محصل هم دی. سهار وختي په شپږو بجو ازموینې ته له کوره ووت، ازموینه یې ورکړه، له ازموینې پنځه څلویښت دقیقي وروسته ابشارو سیمه کې د ملي امنیت په جامه کې د ارگ اختطافگرو له ځان سره یوړ. د پنځمې حوزې سره چې موږ تماس کې شو، هغوی نا خبري وښوده، موږ په تیرو دوو اونیو کې د ملي امنیت له مشر «ستانکزي صیب» سره په غیري مستقیمه توگه تماسونه ونیول، دارنگه مو په ملي امنیت کې د گڼو ریسانو ملگرو سره تماس ونیو، ټول یې له نیولو نا خبري وښوده چې بلاخره کرزي صیب د اتمر له قوله موږ ته ډاډ راکړ چې ملي امنیت سره دی.

په دې دوو اونیو کې د ارگ ماشومانو په مستعاره توگه د ملا جلیل په نامه فیسبوکي پاڼه جوړه کړه او هلته یې ناسم خبر خپور کړ چې گواکي مطمین صیب د ملا جلیل ډلې نیولی دی، خو هغه وروسته د ملا جلیل لخوا رد او رسوا شوه. د ملي امنیت مشر ستانکزي صیب، اتمر صیب، کرزي صیب، احدي صیب ، داودزي صیب ټولو یې له خلاصولو ځکه بخښنه وغوښته چې مطمین بیچاره د اشرف غني په امر ، هغه ته وفادارو ځینو کرکجنو، کینه‌گرو ماشومانو چې نن يې په موقته توگه د ملي امنیت دریشۍ په ځان کړي، د ملي امنیت په سپيڅلي دنده کې د شخصي ملیشو دنده ترسره کوي، او یوازي غني ته صادقه دي، د وطن، وطنوالو گټې ، امنیت ترې پاتې دی، هغوی نه د اتمر خبر مني، نه هم د ملي امنیت د مشر ستانکزي صیب تر قومندې لاندې دي، بلکې دوی غواړي چې د اشرف غني په حکم باید مطمین صیب خلاص کړي.

د مطمین صیب له ځای ځایگي څخه زموږ وروستي معلومات هم دا دي چې سخت شکنجه شوی، په زور ترې اقرار اخیستلی کیږي چې گواکې مطمین صیب په کابل کې د طالب جنگیالیو سره رسمي اړېکې پالي، تر څو دا اقرار بیا د ارگ د ډنډوره چیانو لخوا په خواله رسنیو او ځینو مزدورو رسنیو کې زمزمه شي، خو دا چې مطمین صیب له طالب جنگیالیو سره هیڅ ډول رسمي یا نارسمي اړیکې نه لري، نو هغه ددې اقرار څخه ډډه کوي. په دې وروسیتو کې داسې راپورونه هم را رسیدلي چې پر مطمین صیب فشارونه زیات شوي چې دا ومني چې گواکي د طالب جنگیالیو د کابل د څانگې د جگړ سره یې په بریدونو کې همکاري کړي، خو مطمین صیب له هر ډول اړیکو او ناقانونو کړنو سره اړېکه ردوي خو دوی چې اوس پخپل رنگ کې کوټ راغلي نه غواړي مطمین صیب سپین رخصت کړي بلکې غواړي مطمین صیب د بیان له ازادۍ څخه د گټې اخیستني، حقیقت ویلو او د سولې د غږ له پورته کولو څخه په شا کړي.

اشرف غني په مستقیمه توگه دې خاینو او ظالمو کارمندانو ته اجازه ورکړي چې د هر «اسلامي،افغاني، نړیوال» قانون په خلاف مطمین صیب شکنجه کړي، اقرار ترې واخلي او تر څو یې چې اقرار نه وي کړی تر هغوی يې پرې نږدي. زموږ گڼو کسانو ته ستانکزي صیب او اتمر صیب همدا ویلي چې د مطمین صیب را خلاصولو امر یواځې غني ورکولی شي.

د اشرف غني دا د

ماشومانو خوی، ځانغوښتنه،ورځچارې، د چاپلوسو غوړه مالو لاسنیوی په دې تمام شو چې د جیلاني پوپل، نبیل صیب، داود سبا، جهاني صیب او دا دی د ازمون په څیر خپل نژدې ملگري یې له لاسه ورکړل. د جهاني صیب لیکنې مو که تعقیب کړي وي نو د اشرف غني په حوس او حسد به مو سر خلاص شوی وي، که د ازمون د استعفا لیک مو لوستی وي نو د غني په وطن دښمنۍ به مو سر خلاص شوی وي، که د نبیل صیب استعفا لیک مو لوستی وي نو د غني د پټو معاملو کیسې به در معلومي شوي وي، دا ټول د غني په اشاره ترسره کیږي، غني په لوی لاس د گران وطن د ولسواکۍ مزل د ځان په دیکتاتورۍ بدلوي، کوښښ کوي د ناقانونه واک په وړاندې د هر چا په مرۍ پښه کیږدي.

موږ تېره اونۍ هم د مطبوعاتي غونډې تابیا لرله، خو د همدې ارگ له منځه موږ ته ډاډ راکړل شو چې مطمین صیب به په دوو ورځو کې خلاص شي، اوس په ارگ غږ کوو چې که مطمین صیب په روانه اونۍ کې خلاص نه شي، موږ به نه یوازې مطبوعاتي غونډې له لارې ټول جزیات له نړیوالو او ولس سره شریک کړو، بلکې د لارو بندولو او ټولو هغو لارو چارو ( ولسي مبارزې) څخه به کار واخلو چې د ارگ د کابل د ښار واکمني به له گڼو ستونزو سره مخ کړو.

موږ به د ملگرو ملتونو او نړیوالو ادارو دروازې و ټکوو، د بیان د ازادۍ اصل ته به د ارگ سپکاوۍ را برسیره کړو، د غني مستقیم لاس لرل، په ملي امنیت کې د غني د ملیشو او ځان ساتني کیسې به را برسیره کړو، له دې امله، په ارگ غږ کوو چې مطمین صیب ژر تر ژره را خوشي کړي.

د خپلواک لوی افغانستان په هیله !

یا رب توفیق



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

3 تبصرې

  1. زما په خیال هغه شپی ورځی رارسیدلی چه غلام غنی د داکتر نجیب د برخه لیک سره مخ شی، طالبانو خو تر اویا اتیا برخی هم زیاته خاوره خپلواکه کړی دغه شل پنځه ویشت برخه چه باتی ده هم د اشغالګرو د هوایی ځواک او وحشی بمیاریو له امله جرات نه کوی چه د دوی سره مظلوم اولس هم په شهادت ورسیږی او کورونه یی په کڼدوالو بدل شی که نه د افغانستان ټولی ولسوالی ، ولایتونه او حتی کابل د سقوط په درشل کی قرار لری ، [ نن دی که صبا دا مال د ررغون شاه ] د دغه سبیڅلی خاوری اصلی خاوندان به وراندی اسلامی بیرغ انشاالله رپوی.
    خو د طالبانو دمخه د کابل غلامه او فاسده اداره دومره شړیدلی چه طالبانو ته یی اړه هم نشته تر طالبانو به لمړی خپلو کی یو د بل وینی چشی او دغه وینی چښل به لمړی له ارګه پیل کیږی او هغه به لمړی د ع او غ وینی وی چه د ترکی ، امین او نجیب د برخه لیک سره به مخ کیږی .
    زه باور لرم چه امریکایان هم د هغه پسی چه راغلی وو ناهیلی شوی او د تیښتو لیاری لټوی د ځانو د باره د اوړو پوزه چیری جوړوی، که د اوړو پوزه بیامومی او زمونږ له هیواده پښی ځپلی کړی ، د کابل د غلامی او فاسدی اداری مثال د هوا کی ولاړی هغه ودانی دی چه د امریکایانو په اوږو ولاړه ده ، که امریکایان اوږی لیری کوی په هماغه شیبه به دړی وړی او په بل مخ وی څوک به د دغه غلامانو اندامونه او غوښی هم معلومی نه کړی تاسی ګوری چه د ع او غ د حکومت دوره هم ګمان نه ګوم که پوره شی.
    مطمن صاحب ، او مونږ ټول یوه ورځ مرو ، او یوه ورځ زیږول شوی یو ، کله چه مو د مرګ نیټه راشی نه یوه ثانیه مخکی او نه وروسته کیږو مهمه نه ده که هغه کس فقیر او که پاچا وی حتی که هغه کس کوم لوی ډاکتر هم وی ، او د چا مرګ که د نارغیو له امله وی ، که د جا له خوا یی مرک ورته لیکلی وی هغه هم نه بدلیږی که بدلیدی حتی د امریکا ډیر جمهور ریسان د ټول قدرت سره سره د یو چا له خوا ویشتل شو او همداسی مو عربی نړی کی او حتی افغانستان کی ولیدل او که د چا مرګ د جا له خوا نه وی که د ټولی نړی انسانان یی په ضد ولسوال پاڅون هم وکړی یو ویښته ته به یی هم ضرر ونه رسیږی،
    مګر هغه څه چه د سولی د پاره دروند او محترم ورور مطمن صاحب تر سره کړی که د نوبل جایزی د شو او حق شناسو په واک او لاس کی وی باید مطمن صاحب ته د نوبل چایزه ورکول شوی وی . ما ورڅخه ایمیل کی یوه ورځ پوښتنه وکړه چه د سولی د پاره ډیر مه لالهانده کیږی څه ستونزی درته پیشی نه شی اوس خو تر جنګ د سولی دشمنان زیات دی ، هغه راته ولیکلی چه یوه اړخ هم ګټونکی نه دی او ټولو اړخو ته کناهکار او بی ګناه انسانان وزل کییږی او د سولی د پاره شعارونه هم د څو مخو له خوا دی نو که زمونږ یوه نیمه خبره هم بنده شی نو د سولی دروازی به د تل د باره وتړل شی . خیر دی که زه د سولی قربانی شم ، ګالیله یو لوی کیمیادان عالم وو د ګآدی د یوه اسپ د باره یی خپل ژوند له لاسه ورکړو نو که زه هم د افغانستان د مظلوم اولس د ملی او بین المللی مافیه په واسطه د وینو رودونو د بهیدلو مخه ونیولی شم زما د باره لوی اجر دی .

  2. که دا کار ریښتیا ولسمشر کړی وی نو دایی بله غټه جفا ده له پښتون ولس سره ځه ولسمشر ته دا وایم چی ولی هغه فاسد او بیشرف کسان نه شکنجه کوی چی دا ۱۵ کاله یی هم دولت چور اوتالا کړ او هم د بیچاره او مظلوم ولس حقونه یی وخوړل آیا ولسمشره دا تاته غټ شرم نده چی ته خپل پښتون شکنجه کوی قدرمند ولسمشر درنه هیله کوم چی نور دا مظلوم پښتون ولس مه زوره وه او هر څونه زر چی کیړی مظمن صاحب خوشی کړه ټول پښتون ولس به درنه خوشحاله شی هیله کوم ولسمشره هیله کوم

  3. غني د فرهنګي، سیاسي، وځي، امنیتي او دفاعي ملیشو پاچا دی! خو په ښکاره یې ځان ولسمشر کړی دی! دوستم یې د داکتر نجیب پر مهال، چې دې یې مشاور و وغولاوه. اوس غواړي حکمتیار وغولوي. هو! که داسې نه وي؛ نو له ځلاندې رسنیزې ناستې مخکې دې په ښکاره راخوشې شي!

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.