nunn logo

د نن ټکی آسیا د نشراتي تګلارې په اړه وضاحت

نن ټکی آسیا- سرمقاله: نن ټکی آسیا له قریب درې نیم کاله مخکې د نورو افغاني رسنیو تر څنګ خپل نشراتي فعالیت پیل کړ. دا هغه وخت وه چې د افغانستان رسنیزه فضاء هم د تیري کوونکو اشغالګرو په تسخیر کې وه.

د هغوئ نشراتي محتویات، خبرونه، رپوټونه، او مقالې ټولې د اشغالګرو تردم او تاثیر لاندې ول.

که څه هم چې دغه رسنۍ د افغانانو لخوا ایجاد شوې او نشراتي توکې یې هم ټول د افغانانو په ژبه (پښتو او دري) خپریدل خو یواځې د هغو افغانانو چې یا د اشغالګرو تر څنګ او یا په فکري لحاظ د هغوی هم نظره ول.

د هغو افغانانو کوم چې د خپلې عقیدې له مخه یې له اشغالګرو سره کرکه لرله او یا د هغوئ د اشغال په مقابل کې مخالف نظر درلود د نظریاتو خپرو لو هیڅ مجال نه وه.

دغو رسنیو د بیان او فکر د آزادۍ تر شعار لاندې هر ډول بي بندوباري ته د دیموکراسي معیارونو پلي کول او د افغاني ټولنې د مترقي کولو نوم ورکاوه ، دهغوی په نشراتو کې هرې خبرې او هر څه ته ځای وه ، خو یواځې د مقاومت او یرغلګرو سره د عملي او نظري مخالفت، مقاومت او مقابلې په تورو کلک بندیز وه.

د دغسي اختناق او تحمیل په سختو شرائطو کې یو شمیر په وطن مین او با احساسه ځوانانو هوډ وکړ چې دبیان له آزادۍ څخه په استفادې سره د هغو افغانانو د افکارو د ترجماني لپاره کوم چې په هیواد کې د اشغالګرو د اشغال مخالف نظر لري داسې یوه رسنۍ ایجاد کړي چې وکولای شي په پوره آزادي او خپلواکۍ سره د هغوی ارمانونه منعکس کړي.

د همدې هدف لپاره یې د (نن ټکی آسیا) په نوم بریښنايي ویب پاڼه تاسیس کړه چې په تدریجې ډول یې د هیواد د نوموتو رسنیو په منځ کې ځای ونیو.

نن ټکی آسیا ویب پاڼه له سیاسي پلوه هيڅ کومه تنظیمي وابستګي نه لري او یواځې اسلامي او ملي اصیلو ارزښتونو ته ځان ژمن بولي.

د نن ټکی آسیا چلوونکي او کارکوونکي ټول ژمن او متعهد ځوانان دي چې یواځې د یوه اسلامي او ملي مسؤلیت په لحاظ یې دغه نشراتي مسؤلیت ته اوږه ورکړي، نه له چا څخه د کوم مادي امتیاز تمه لري او نه دې ورڅخه بل څوک د شخصي او تنظیمي فرمایشونو د عملي کولو هیله کوي.

په نن ټکی آسیا کې نشریدونکې مقالې او مضامین خپله د هغو د درنو لیکوالو د نظر ممثل دي.

نن ټکی اسیا د هیواد د ورځنیو پیښو او اړونده قضایاو د تحلیل لپاره خپله سرمقاله لري چې یواځې هغه یې د رسمي لید لوري استازیتوب کوي .

نن ټکی آسیا د شخصي مصلحتونو لپاره نه د چا په ملاتړ او نه هم د چا پرخلاف تبلیغاتي کمپاین کوي، بلکې ټول نشراتي فعالیت یې یواځې د هیواد د لوړو ګټو د تحقق او ملي وحدت د خوندیتوب لپاره دی.

نن ټکی آسیا له هر ډول تنظيمي او سلیقوي برخوردونو څخه ځان لیري ساتي، د قانون په چوکاټ کې د بیان پر آزادي باور لري خو د بیان د آزادي تر پلمه لاندې نشراتي بي بندوباري په کلکه غندي.

نن ټکی آسیا له پیله خپلواکه او بي پري تأسیس شوې او همداسې به ان شاء الله په پوره خپلواکي سره خپل نشراتي چوپړ ته دوام ورکوي.

نن ټکی آسیا د هیواد د ټولو متعهدو او ژمنو لیکوالانو فرهنګی مورچل دی، له همدې امله له خپلو ټولو ژمنو او وطن دوسته لیکوالانو او فرهنګیانو څخه په درناوي هیله کوي چې د دغه فرهنګي مورچل په لا تقویه کولو کې مو لاس نیوی وکړي او د خپلو قلمي مرستو د را لیږلو ترڅنګ مو په سالمو مشورو او نیکو توصیو هم ونازوي.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د