نظــر

سپین کاروان …!!

مولوي عبدالله سائل

وړمه ورځ مي د هغه کتاب کمپیوټري بڼه یا پی ډي ایف فایل ترلاسه کړ چې څو ورځي وړاندي یې په ټولنیزو پاڼو کې د چاپ او خپراوي اعلانونه نشر شول .
کتاب مې له سره ترپایه تر خغلنده نظر تېر کړ، چې وروسته مې ځیني ځایونه دقیق ولوستل. دا کتاب زیات وکم 2- نیم سوه پاڼې لري چې 500 مخونه کیږي. له کاغذي صحافته یې خبر نه یم چې څنګه به وي، خو کمپیوټري بڼه یې ډېره ښکلي ښکاري. نوښت او امتیاز یې د اسلامي امارت د فرهنګي چارو د کمیسون دي، چې د اهتمام چاري یې همدې فرهنګي ادارې سر ته رسولي دي.
په کتاب کې مطالب که څه هم د یوشمېر نورو لیکوالانو هم را اخیستل شوي ، خو د زیاترو مطالبو او په مجموع کې د ټول کتاب مؤلف، مرتب او لیکوال قاري سعید صاحب دی .
قاري صاحب زه له نژدې پیژنم ، ځوان با استعداده عالم ، مؤرخ لیکوال دی ، څومره چې دی ځوان دی ، همداسی یې قلم هم ځوان دی ، لیکنه یې خورا روانه ، جذابه او نه ستړي کوونکي وي .
نو د نوموړي په لاس لیکل شوی کتاب له دوو اړخونو ډېرجالب وو یو دا چې اصلاً دا کتاب د مطالبو له اړخه ډېردروند او نایابه کتاب ګڼل کیږي ، بل د یاد لیکوال ښایسته قلم هغه ته نوره هم ښکلا وربخښلي ده .
د کتاب موضوع چې له نامه نه یې څرګندیږي ، «د سپین کاروان سرلاري» ، د هغو مجاهدو، غازیانو تذکره ده چې د افغانستان د څه کم څلویښت کلن انقلاب د بهرنیو تیري کوونکو او د هغوی د کورنیو پلویانو په وړاندي یې د سرښندني زرین تاریخ رقم کړی او له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره تللي دی.
د روسي یرغلګرو په وړاندي یې د قربانۍ میدان ته رادانګلي او ورپسي یې د یوبل یرغلګر کافر، (امریکا او د هغه په مشرۍ د 39 ائتلافيانو) په وړاندي د جهاد او غزا عَلم پورته کړی چې لاهم جریان لري، او د افغانستان د مجاهد ولس د خپلواکۍ او استقلال رهبري یې انجام کړي ده.
په دې تذکره کې د سپیڅلي جهاد د سپین کاروان نیم سل 50 سرلاري یاد شوي ، د دې لپاره چې د ژوند داستان یې راتلونکو نسلونو ته د تاریخ په حافظه کې خوندي پاتي وي ؛ او د هغوی لپاره یو مشعل راه وي ؛ د طالبانو د فرهنګي کمیسون د تاریخ څانګي دا یو نوښت کړی چې خورا ارزښتناک ګام بلل کیږي.
دا ځکه چې د افغانستان د لسیزو انقلاب د نړۍ له نورو واقعاتو څخه رښتیا هم ډېر توپیر لرونکي واقعه ده ، دلته لومړي روسان له ډېر ستر ځواک سره راغلي او په مقابل کې یې داسي بې اسرې خلکو په تش لاس قیام کړی او هغه یې بریا ته رسولی چې واقعاً انساني عقل یې هیڅکله موازنه نشي کولای او ورپسي چې د امریکا په مشرۍ اوسنی یرغلګر ائتلاف د یویشتمې پیړۍ په لومړیو کې افغانستان ته له ډېر ستر پرمختللي پوځي قوت سره راغی، او په مقابل کې یې بیا همدغو د وسایلو له پلوه بې اسرې خو په ایمان مظبوطو خلکو د هغوی په وړاندي توره اوچته کړه ، د سرونو په قربانولو سره یې د هغوی نړیوال غرور چیلنج کړ ؛ دا رښتیا هم د نړۍ په تاریخ کې یو نایاب او د معمول خلاف معجزانه باب دی.
دا به هیڅکله دښمن ونه غواړي چې د دې خلکو تاریخ ژوندی پاتي شي او هغوی یې مسخ نکړي. له همدې ځایه ده چې د دې ډول خلکو تاریخونه زیاتره د داسی چا لخوا لیکل کیږي چې د هغوی پر ژرنده د دښمن اوبه توئیږي. د هغوی په لیکنو کې همیشه دا کوشش کیږي چې د دې ډول سپیڅلو اتلانو کارنامې پیکه کړي او په بل شکل یې معرفي کړي ، ترڅو د خپلي ماتي بدله همدلته تري واخلي ، د دې ډېري بیلګي موږ او تاسو پخپل ټاټوبي او په نړیواله کچه په اسلامي مبارزاتو کې موندلای شو.
نو دا چې د طالبانو د فرهنګي ادارې دغه نوښت کړی او د آزادۍ او خپلواکۍ د مجاهدو اتلانو ژوند لیکونه یې په مستند ډول د خوندي کولو کوشش کړی ؛ رښتیا هم چې دا یې دښمن ته یو بل معنوي ګذار ورکړی .
داسی ښکاري چې د کتاب په مطالبو کې چې د شهداؤ تذکرې دي ؛ په راټولولو کې یې ښه زیار ایستل شوی ، ترڅو پر حقایقو بنا او له باخبرو سرچینو څخه را غونډ کړل شوي مالومات وي.
د هر شهید تذکره چې سړی لولي؛ ډېر په زړه پوري عجیبه حکایات مخ ته ورځي، سړی هیښ پاتی کیږي چې په دې آخرالزمان کې چې د پیغمبرعلیه السلام له زمانې نه څومره ډېر را وروسته مخلوق یُو او بیا هم په دې امت کې داسي خدای پرسته او دین دوسته وګړي موندل کیږي ؛ ډېره هیله بخښوونکي وي او داچې د افغانستان په مجاهده خاوره کې دا ډول انسانان شتون لري نو دا نور هم د مسلمان د زړه تسلی ګرځي. چې ان شاءالله هیڅکله به د دې پاکو انسانانو په مدفن کې د شیطاني دښمن ارمان پوره نشي.
د کتاب یوه نیمګړتیا چې په سریزه کې یې فکر کوم د ځواب ویلو هڅه شوي ؛ هغه داچې د سپین کاروان د سرلارو شمېر خورا زیات دی ، په لسګونو او شلګونو یې حق نه ادا کیږي ترڅو چې یې په مکمل ډول دا لړۍ تکمیل شوي نه وي او د سپیني قافلې ټول شهیدان پکي ځای شوي نه وي ؛ د دې کتاب نیمګړتیا به همداسي پاتي وي. خو چونکه په سریزه کې ویل شوي چې دا تنها د پنځوسو تنو تذکره ده ، ورپسي به د نورو دا هم په راتلونکو ټوکونو کې راځي . امید دی چې دا کار وشي او دا لړۍ متوقفه نشي.
په درناوي

2017 – اګست – 21

ــــــــــــــ

د کتاب د متن د کښته کولو لپاره دلتـــــه کلیک وکړئ

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x