د کندهار محبس بنديانو اعتصاب کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۳۰ زمری، ۱۳۹۶): د کندهار د مرکزي محبس ” سرپوزې زندان ” د سياسي بلاک بنديانو تېر ماښام په اعتصاب لاس پوري کړی دی.
یادو بنديانو چي شمېر يې اوو سوو تنو رسېږي وروسته له هغه په اعتصاب لاس پوري کړ چي د زندان د چارواکو لخوا له بنديانو سره ناوړه چلند له زغمه ووت.
د اعتصاب په پيل کي تېر ماښام د زندان ساتونکو او بنديانو ترمنځ شخړه هم رامنځته شوې چي يو شمېر بنديان سخت وهل شويدي .
د کندهار محبس بنديان وايي چي د زندان چارواکي له دوی سره ظالمانه چلند کوي او په دې وروستيو کي يې د بندي علماوو سپکاوی ، د عبادت پر وخت د بنديانو توهين او نور ناوړه اعمال له زغمه وتلي وو

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د