ډمه اریانا او سیکولران چاته پیغور ورکوي؟؟

ابو یاسر افغان

ځیني مسائل او خبرې داسې وي چې یادول او نه یادول دواړه یې جدا جدا اثرات لري، تاسو به پۀ کابل کانټیننټل هوټل کې د اریانا سعید له کانسرت نه خبر یاست ځکه چې رسنیو ورته ښه پۀ درز کې کمپاین وکړ‍، د دغه کانسرت تر شا ډېر پټ او شیطاني اهداف شته، خو دا یوازې هغه چاته محسوسیږي چې څوک د ایمان نه برخمن وي، کنه نو چې پر ذهن یې د شیطان جالونه غوړیدلي او ماغزه یې د ډیموکراسۍ پر زهرو مسموم وي هغوی ته به دا هم یوه لویه بریا ښکاري او وایي به چې ملایانو ته مو ماتې ورکړه!!

د بحث خبره داده چې آیا رښتیا هم اریانا ملایانو ته ماتې ورکړه؟ پۀ ټولنیزو رسنیږ کې سیکولرانو او د کمال اتاترک ړندو مقلدینو دا غوبل جوړ کړی چې د اریانا راتګ د هغو ملایانو ماتې ده چې د دغې نړیوالې فاحشې د راتګ مخالف ول، هسې خو دا د هغه خلکو لپاره پیغور دی چې د دې رژیم برخه وال دي او دا معلومه خبره ده چې زمریان د ګیدړانو پۀ ګله کې خپل رعب لۀ لاسه ورکوي.

یو وخت ؤ د سیاف هم نوم او ریکارډ ؤ، د حکمتیار صیب هم او همداسې د دې رژیم د ډیرو مشهورو ګډونوالو نوم او شهرت ؤ، مګر همدا چې دوی اسلام د تقاضا برخلاف د صلیبی ټلوالی د ګوډاګي رژیم برخه وال شول، نو د شهید استاد یاسر خبره چې اوس به ډمې هم پیغورونه ورکوي، که مو یاد شي نو سیماثمر او ملالۍ جویا هم سیاف ته پیغورونه ورکړي وو او نن بیا هم همغه کیسه تکراریږي، کله چې د ملایانو خبره یادیږي، نو د سیکولرانو لومړنی هدف هماغه ټول ملایان صاحبان دي کوم چې د اشرف غني د مفسد رژیم پۀ چوکاټ کې دندې لري.

د عالم او یا زموږ د پښتنو پۀ اصطلاح د حق پرستو ملایانو صفت دادی چې پۀ هر ډول حالت کې به د مؤمنانو رښتونی او حقیقي رهبر وي، خلکو ته به سمه لاره ښایي او هر هغه څۀ چې ځانته یې خوښوي، نورو ته به یې هم غواړي، یا په بله اصطلاح او قول او عمل به یې سره تضاد نه وي، نن هم الحمدلله د اسلام او هېواد رښتوني خادمان او حق پرست علماء د نړیوال کفر پر خلاف د جهاد پۀ ګرمو سنګرونو کې د حق دفاع کوي او د مجاهدینو سره اوګه په اوګه د صلیبي اشغال پۀ خلاف مبارزه روانه ساتي. که خبره د اریانا د کانسرت شي، نو له کومې ورځې چې ډیموکراسي راغلې، له هغې وروسته ډمتوب او بې حیایي عامه خبره ده، رسنۍ هم له یوې مخې ډمتوب ته استخدام شوي او اجیر خیاطان هم پر دې دنده ګومارل شوي چې د هر غیر اسلامي او غیر اخلاقي عمل ننګه او ورته کمپاین وکړي. او دا هم معلومه خبره ده چې د دې هېواد مجاهدو بچیانو پۀ تیره یوه نیمه لسیزه کې د ډیرو تغریبیانو او فحشا پرستو ورمیږونه ورمات کړي او پۀ خپله سزا یې رسولي دي، د اریانا کانسرت هسې یوه معمولي کیسه وه، تاسو وګورئ د طلوع، یک، اریانا او اوس خو د شمشاد او ژوندون تلویزیون نه هم د فحشا سنټرونه جوړ دي او دومره فاحش نشرات کوي چې سړی فکر کوي دا به افغانستان نه اروپا یا امریکا وي، مګر سیکولران او د فحشا مینه وال دې خبر وي چې د مجاهدینو څارګرې سترګې دوی څاري، د دوی حرکات او سکنات به نوبت پۀ نوبت د دوی لپاره د عبرت سبب جوړیږي، غرب پۀ تیرو شپاړلسو کالو کې یواځې همدومره وکړل چې د خپلو رسنیو پر مټ یې ستاسو اذهان نور هم چټل کړل، د بې دینۍ او فحاشۍ ترویج ته یې ډېر کار وکړ، مګر الحمدلله اوس هم پرته د خارجیانو له مرکزونو چې پۀ هغو کې کاتټینانټل هوټل هم شامل دی، نور هیڅ یو ځای د سیکولرانو لپاره پۀ امن نه دی، دغه کوم مرکزونه چې خارجیان ترې خپل کارونه پرمخ وړي او یا یې د بې ناموسۍ اډې ترې جوړې کړي دا هم پۀ امن نه دي او وخت نا وخت د توندو ګوزارونو لاندې راغلي او د سلګونو خارجي او داخلي وحشیانو پۀ وینو لمبول شوي دي.

اریانا او پلویان یې د غرب پۀ زیره مست هغه شرابیان دي چې څه وایي نو یوازی د شرابو پۀ نشه کې یې وایي، کنه نو دوی د غیرت او ناموس دښمنان خو دومره ډارن ول چې د اریانا د کانسرت ځای یې هم نۀ شو اعلانولی او پۀ غلا یې پروګرام جوړ کړ، خپل عزتونه یې پۀ کې نیلام کړل، اوس وایي چې موږ ملایانو ته ماتې ورکړه، موږ وایو: تاسو هغو ملایانو ته ماتې ورکړی چې هغوی له پخوا خپله ماتې منلې او ستاسو پۀ مفسد رژیم در ګډ شوي وو، نور نو ډمان مې نۀ لیدل او چاته ماتې ورکول، او پۀ دې مو هم سرونه خلاص کړئ چې دا خو لا شپاړلس کاله تیر شول که شل کاله نور هم تیر شي او تاسو د بې حیایۍ هر څومره مرکزونه پرانیزئ او د بې حیایۍ کارونه وکړئ، خو د مجاهدینو پۀ یوازې څو ساعته عملیاتو کې به ستاسو دغه ټولې لاسته راوړنې د صفر سره برابرې شي او په ساده اصطلاح بیرته به مو د حیوانیت نشه لۀ سرونو ووځي، په داسې حال کې چې مجاهد او حق پرست علماء ډمو او فاحشو ته اخطار ورکول د خپل حیثیت سره مناسب عمل نه ګڼي، تاسو ورته معلوم یاست چې پۀ یوه معمولي اخطار به مو پۀ اروپا کې هم ښپو ته ځمکه نه ټینګیږي، نو ځکه خو د مجاهدینو اخطار ستاسو لپاره دلیل جوړیږي چې تاسو پرې پۀ اروپا کې پناه واخلئ، نو مجاهدین تاسو ته اخطار نۀ درکوي، خو چې وخت راغی د خپل حیوانیت سزا به ضرور وګورئ.ان شاءالله

د جهاد سنګرونه لا تاوده، حق پرست علماء لا ژوندي او د آزادۍ رښتوني جنګیالي لا هم د پرنګ او صلیبي ښکېلاک سره پۀ وسله وال جهاد بوخت دي، هغه مجاهدین چې پۀ یوه ګوزار د ټرمپ ژامې لړزولی شي، دا ستاسو پۀ شان د اروپا د ډانس کلبونو پیداوار خو به يې پۀ یواځې یو تکبیر له ډاره مري، مګر مجاهدین ځکه تاسو ته دومره څۀ نه وایي چې پوهیږي، تاسو د کفر په زور مست یاست او چې د کفر زور اوبه شي، نو ستاسو علاج یوه اسانه، معمولي او ساده خبره ده. همدا اوس چې تاسو پۀ خپله دووسۍ فخر کوئ لۀ همدې نه معلومیږي چې تاسو د زور خلک نه یاست، ځکه چې تاسو د غیرت سوداګران فقط د فحاشۍ وږي تږي یئ، پۀ تاسو کې چې غیرت نشته نو تاسو به د مجاهدینو مقابلې ته څه ټینګ شئ او یا به هغو ملایانو ته څۀ ماتې ورکړئ چې په یوه امر یې زرګونه ځوانان اور او اوبو ته ځانونه اچولی شي، ستاسو علاج خو ورته هیڅ کومه ګرانه خبره نۀ ده، په هر حال انتظار وباسئ د هغې ورځې چې صلیبي باداران مو فرار او تاسو به د دې ولس رحم ته پاتې شئ، نن چې څه وایاست همدا خپلې بابولالی به مو بیرته پر تاسو دلیل وګرځي. بیشکه خپل عمل د لارې مل دی.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.